In this issue

حوت‌ ۱۳۷۶ ـ فبروري‌ ۱۹۹۸

شماره مسلسل ۴۸

Payam-e-Zan (Women's Message)



دخاينو بنسټـپالو څخه‌ هرډول‌ ملاتړ كول‌
دسكيولاريزم‌ او دموكراسي‌ نفي‌ ده‌



دي‌ «نيوز» ورځپاڼي‌ د ۱۹۹۶ د جنوري‌ يوويشتمي‌ نيټي‌ له‌ خبر سره‌ سم‌ د «عوامي‌ نيشنل ‌پارټي‌» لارښود خان ‌عبدالولي‌ خان‌ څه‌ موده‌ مخكي‌ پيښور كي‌ په‌ داگه ‌كړه‌ چي‌ جمهور رئيس‌ برهان‌الدين‌څو څو ځله‌ له‌ هغه‌ څخه‌ د افغانستان‌ دلانجي‌ مينځ گړيتوب‌ غوښتنه ‌كړي‌ ده‌.

هغه‌ زياته‌ كړه‌: «هماغو مجاهدينو چي‌ مونږ يي‌ كافران‌ گڼلو اوس‌ زمونږ د منځ گړيتوب‌ په‌ لټه‌ كي‌ دي‌».

ولي‌ خان‌ د گلبدين‌ په‌ دي‌ ورستيو خبرو چي‌ د پاكستان‌ حكومت‌ په‌ ۱۹۹۲ كي‌ ونه‌ غوښتل‌ چي‌ د كابل‌ واك‌ يو پښتون‌ تر لاسه‌ كړي‌ كلكه‌ نيوكه‌ وكړه‌ او وه‌ يي‌ ويل‌: «حكمتيار په‌ خپلو خبرو نه‌ يواځي‌ د رباني‌ ادعا چي‌ پاكستان‌ د افغانستان‌ په‌ كورنيو چارو كي‌ لاس‌ وهنه‌ كوي‌ او د پاچا جوړولو ډنډه‌ يي‌ په‌ غاړه‌ اخيستي‌ ده‌ هوكي‌ كوي‌، بلكي‌ ښئي‌ چي‌ د خپلو گټو تر لاسه‌ كولو لپاره‌ دي‌ ته‌ هم‌ تيار دي‌ چي‌ د پښتون‌ پري‌ (تاش‌) ولوبوي‌».

هغه‌ په‌ «اسلامي‌ دولتونو» نيوكه‌ وكړه‌ چي‌ د اسلام‌ په‌ نوم‌ په‌ اصطلاح‌ مجاهدينو سره‌ مرسته‌ كوي‌ او په‌ وسلو يي‌ سمبالوي‌. خان‌ ولي‌خان‌ په‌ پاكستان‌ هم‌ له‌ دي‌ امله‌ پره‌ واچوله‌ چي‌ د افغانستان‌ د توربختو خلكو پر ضد يي‌ ملايان‌ راتورولي‌ دي‌. هغه‌ وويل‌: «په‌ دي‌ ورستيو وختو كي‌ نړيوالي‌ عفوي‌ گزارش‌ خپور كړي‌ چي‌ په‌ يوي‌ ښځي‌ چي‌ د دودي‌ راوړلو لپاره‌ له‌ كوره‌ وتلي‌ وه‌ ۲۲ سريو پرله‌ پسي‌ دوه‌ ورځي‌ جنسي‌ تيري‌ وكړ. كله‌ چي‌ هغي‌ ته‌ يي‌ اجازه‌ وركړه‌ كور ته‌ ښتنه‌ شي‌ خپل‌ دري‌ واره‌ ماشومان‌ يي‌ مړه‌ وموندل‌. دا هغه‌ اسلام‌ دي‌ چي‌ مجاهدين‌ يي‌ پلي‌ كوي‌».

خان‌ عبدالولي‌ خان‌ پرځاي‌ نيوكي‌ كړي‌ دي‌ خو زما په‌ گمان‌ چي‌ بيايي‌ هم‌ د بوسو له‌ خري‌ څخه‌ يوه‌ خڅله‌ اوچته‌ كړي‌ ده‌. كاشكي‌ كه‌ د گلبدين‌ ټول‌ جنايت‌، بي‌ ناموسي‌، له‌ خلقيانو او پرچميانو سره‌ جوړ جاري‌، له‌ امين‌ او تني‌ سره‌ په‌ گډه‌ كودتا‌ كول‌، په‌ افغانستان‌ كي‌ د ننه‌ او پاكستان‌، په‌ ځانگړي‌ توگه‌ پيښور كي‌ ترورونه‌ او اغواگاني‌... ټول‌ يواځي‌ او يواځي‌ د پښتون‌ په‌ تاش‌ لوبولو پوري‌ محدود واي‌ او يا د پاكستان‌ پره‌ يواځي‌ د ملايانو په‌ تورولو كي‌ واي‌ او نوريي‌ نه‌ د بنسټپالو ډلو مينځ ته‌ راوړلو، روزلو او هر اړخيزه‌ ساتلو، هغوي‌ ته‌ د پاكستان‌ په‌ خاوري‌ كي‌ د ننه‌ د ترورونو زميني‌ برابرولو او دبنديخانو جوړولو... كي‌ هيڅ‌ لاس‌ نه‌ لرلي‌. داسي‌ ښكاري‌ چي‌ ولي‌خان‌ نه‌ يواځي‌ د افغانستان‌ له‌ روانو چارو څخه‌ ناخبره‌ دي‌ چي‌ ان‌ د نړيوالي‌ عفوي‌ گزارش‌ يي‌ هم‌ پوره‌ ندي‌ كتلي‌. ځكه‌ په‌ هغه‌ كي‌ هم‌ ډير داسي‌ گزارشونه‌ راغلي‌دي‌ چي‌ دايو مثال‌ يي‌ دير كوچني ‌بيلگه‌ شميړل‌ كيږي‌.

خو هغه‌ ټكي‌ چي‌ ولي‌خان‌ بايد ډير سوچ‌ پري‌ وكړي‌ داده‌ چي‌ ولي‌ د رباني‌ په‌ شان‌ بنسټپاله‌ جنايتكاران‌ دومره‌ جرأت‌ كوي‌ چي‌ راځي‌ او ولي‌خان‌ ته‌ وايي‌ زما او زما د بنسټپال‌ جنايتكار ورور تر منځ‌ سوله‌ وكړه‌. ځكه‌ معمولاً داسي‌ بلنه‌ هغه‌ چاته‌ وركول‌ كيږي‌ چي‌ سړي‌ يي‌ د ځان‌ خواخوري‌ وگڼي‌ او يا لږ او ډير ورته‌ د ځان‌ په‌ شان‌ ښكاره‌ شي‌. ما چي‌ هر څه‌ سوچ‌ وكړ د ولي‌خان‌ په‌ هكله‌ څه‌ راياد نشو چي‌ هغه‌ به‌ چيرته‌ جنايت‌ كړي‌ وي‌ او يا يي‌ د بنسټپالي‌ په‌ حمايت‌ خبري‌ كړي‌ وي‌. له‌ نورو يارانو دوستانو څخه‌ مي‌ هم‌ پوښتنه‌ وكړه‌ هغوي‌ هم‌همدا خبره‌ وكړه‌ چي‌ د ولي‌خان‌ د جنايت‌ مو څه‌ ندي‌ اوريدلي‌خو د يو دوست‌ خبره‌ زما هم‌ خوښه‌ شوه‌. هغه‌ ويل‌ چي‌ د ولي‌خان‌ پلويانو په ‌سر كي‌ د «ببرك‌ ـ ولي‌ بهايي‌ بهايي‌» ناري‌ وهلي‌ او وروسته‌ بيا يي‌ د «نجيب‌- ولي‌ بهايي‌ بهايي‌» ناري‌ ايستلي‌ چي‌ ببرك‌ او نجيب‌ دواړه‌ د بنسټپالو په‌ شان‌ هيواد پلوري‌ او جنايتكاران‌ وو. ولي‌ خان‌ د پښتون‌ زنده‌ باد ناري‌ وهي‌ چي‌ تره‌كي‌، امين‌، نجيب‌، گلبدين‌، سياف‌ او طالبان‌ ټول‌ پښتانه‌ دي‌ له‌ دي‌ امله‌ رباني‌ هم‌ چي‌ د گلبدين‌ او سياف‌ «ورور» او «استاد» دي‌ ولي‌ خان‌ هم‌ ځانته‌ نژدي‌ گڼي‌ او وروستي‌ خبره‌ هم‌ داده‌ چي‌ ولي‌خان‌ د باچاخان‌ په‌ څير د پنجابيانو برلاسي‌ پر ضد خبري‌ كولي‌ خو نن‌ له‌ هغوي‌ سره‌ په‌ يوه‌ دسترخوان‌ ناست‌ دي‌ دا ټول‌ مشابهتونه‌ دي‌ چي‌ رباني‌ او دده‌ په‌ شان‌ نورو جنايتكارو ته‌ جرأت‌ وركوي‌ ولي‌ خان‌ ته‌ د منځ گړيتوب‌ بلنه‌ وركړي‌.

خو له‌ ولي‌خان‌ سره‌ چي‌ هم‌ يي‌ خپل‌ سر په‌ سياست‌ كي‌ سپين‌ شو او هم‌ يي‌ پلار د ژوند تر وروستي‌ سلگي‌ پوري‌ سياست‌ پوه‌ پاتي‌ شوي‌ وو ښايي‌ چي‌ په‌ خپلو سياستونو يو ځل‌ بيا كتنه‌ وكړي‌. يواځي‌ د پښتون‌ په‌ نوم‌ مبارزه‌كول‌ ټولو عواموته‌ څه‌ چي‌ يواځي‌ پښتنو ته ‌هم ‌نيكمرغي‌ نشي‌ راوړلي‌.

خو كه‌ دي‌ د دموكراسي‌ او سكيولاريزم‌ بيرغ‌ اوچت‌ اوكلك‌ په‌ لاس‌ كي‌ ونيسي‌ او د هغه‌ په‌ شاوخوا خلكو ته‌ د راټوليدلو بلنه‌ وركړي‌ دابه‌ هم‌ د خلكو دسوكالي‌ په‌ لاري‌ كي‌ يو اوچت‌ گام‌ وي‌ هم‌ به‌ دي‌ له‌ سياسي‌ لالهاندي‌ خوندي‌ وساتي‌ او هم‌ به‌ د رباني‌ او گلبدين‌ په‌ شان‌ خاينان‌ ورته‌ د منځ گړيتوب‌ بلنه‌ نه‌ وركوي‌.