كابل‌، افغانستان‌ ( -AP د می‌ ۴) د افغانستان‌ خبری‌ خپرونو (اخبار- ویب‌ سایټونه‌) د سلو نه‌ زیاتترو ورځپاڼو سره‌ او د مطبوعاتو د آزادی‌ د نوی‌ فرمان‌ په‌ اساس‌، وروسته‌ د طالبانو د شړلو نه‌ په‌ دی‌ پنیځو میاشتو كی‌ اوږده‌ لاره‌ وهلی‌ ده‌.

‌ مگر سره‌ ددی‌ چه‌ دوی‌ د نړیواله‌ مطبوعاتو د آزادی‌ ورځ د جمعی‌ په‌ ورځ‌ ولمانځله‌، ژورنالیستانو د موقت‌ حكومت‌ د گواښونو او سانسور نه‌ شكایت‌ كو، او ډیر كسان‌ حیران‌ وو چی‌ افغانستان‌ چیرته‌ چی‌ د زده‌كړی‌ شرح‌ د %۲۰ نه‌ ټیټه‌ اتكل‌ كیږی‌، به‌ د خریړو پشان‌ د مطبوعاتو شنه‌ كیدل‌ وساتلی‌ شی‌؟

‌ د طالبانو د واكمنی‌ لاندی‌ چه‌ د تیركال‌ په‌ وروستو كی‌ پای‌ ته‌ ورسیده‌، یواځی‌ څو ورځپاڼی‌ وی‌ چه‌ د دولت‌ لخوا كنترول‌ كیدلی‌. طالبانو تلویزیون‌ بند كړ او ښځینه‌ ژورنالیستانی‌ یی‌ په‌ كور كی‌ كښینولی‌.

‌ حمیده‌ عثمان‌ د «ملالی‌» د ښځو د مجلی‌ د مدیرمعاونی‌ وویل‌: «پینځو كالو دپاره‌ هغوی‌ حتی‌ د رادیو اوریدلو اجازه‌ نه‌ درلوده‌.اوس‌ هر یو تن‌ د اخبار لوستلو تږی‌ دی‌.

‌ د عبدالحمید مبارز چی‌ اطلاعاتو او فرهنگ‌ وزیر معاون‌ دی‌ په‌ وینا، دولت‌ ۳۵ اخبارونه‌ چاپ‌ كوی‌ چه‌ زیاتتره‌ یی‌ اوونیزی‌ دی‌. هغه‌ د ۷۳ شخصی‌ اخبارونو لپاره‌ درخواستونه‌ تر لاسه‌ كړی‌ دی‌. مگر څرگنده‌ ده‌ چی‌ تر دی‌ شاید زیات‌ وی‌.

‌ Alixandre Plichon د غیر دولتی‌ افغان‌ خپرونو او كلتور مركز كوآرډینیټر تخمین‌ كوی‌ چی‌ یواځی‌ كابل‌ ۱۴۰ اخبارونه‌ لری‌، هغه‌ وایی‌ «دومره‌ زیات‌».

‌ هغه‌ وویل‌: «د دریو میاشتو په‌ دننه‌ كی‌ شاید زیاتتره‌ دا خپرونی‌ له‌ مینځه‌ ولاړی‌ شی‌.»

‌ Plichon وایی‌ چه‌ اصلی‌ مشكل‌ د پیسو دی‌. د افغانستان‌ تر ټولو لوی‌ اخبار «كابل‌ اوونیزه‌» ده‌ چی‌ تقریباً په‌ ٨ سِنتو خرڅیږی‌، مگر د یواځی‌ هری‌ كاپی‌ چاپ‌ كولو خرچه‌ یی‌ ۶۹ سِنته‌ دی‌. پاتی‌ پیسی‌ تر اوسه‌ پوری‌ د مطبوعاتو سره‌ د كمك‌ گروپونه‌ وركوی‌.

‌ ځینی‌ ژورنالیستان‌ د سانسور نه‌ شكایت‌ كوی‌.

‌ دولت‌ په‌ فبروری‌ كی‌ یو قانون‌ د مطبوعاتو د آزادی‌ په‌ هكله‌ صادر كړ. په‌ داسی‌ حال‌ كی‌ چی‌ قانون‌ د ۱۹۶۴ كال‌ د اساسی‌ قانون‌ نه‌ اخیستل‌ شوی‌ خو په‌ ډیرو برخو كی‌ پرمختللای‌ دی‌. یوه‌ ماده‌ یی‌ «هغه‌ مطالب‌ چی‌ كولای‌ شی‌ د اسلام‌ نه‌ خلاف‌ ورزی‌ وكړی‌»، «هغه‌ مطالب‌ چی‌ كولای‌ شی‌ خلكو ته‌ بی‌ احترامی‌ وكړی‌»، «یا هغه‌ مطالب‌ چی‌ كولای‌ شی‌ د افغانستان‌ اردو ضعیفه‌ كړی‌.» خپرول‌ یی‌ منع‌ دی‌.

‌ Rohan Jayasekera د كابل‌ انسټیټیوت‌ د جنگ‌ او سولی‌ د راپور استازی‌ وویل‌ د استفادی‌ وړ كلمه دلته «كولای شی‌» ده‌.

‌ هغه د هغی‌ مجلی‌ یادونه‌ وكړه‌ چی‌ د خپریدو لپاره‌ د لیسانس‌ درخواست‌ یی‌ و نه‌ منل‌ شو په‌ دی‌ خاطر چی‌ د مجلی‌ د علاقی‌ وړ مطالبو كی‌ دینی‌ مسایل‌ هم‌ شامل‌ وو.

‌ عبدالحمیدمبارز د اطلاعاتو او كلتور وزارت‌ څخه‌ لااوس‌ هم‌ وایی‌ چه‌ سانسور نشته‌.

‌ هغه‌ وویل‌: «زمونږ تول‌ ژورنالیستان‌ آزاد دی‌ . مونږ سانسور نه‌ كوو، مونږ كنترول‌ نه‌ كوو.»

‌ بریشنا نظری‌ د «كابل‌ اوونیزی‌» د مدیر معاون‌ په‌ كلكه‌ توگه‌ دا نه‌ منی‌. د اوونیزی‌ د اپریل‌ په‌ ۲۵ گڼه‌ كی‌، د هغی‌ اخبار یو مطلب‌ چی‌ د جنرال‌ عبدالرشید دوستم‌ د دفاع‌ وزارت‌ معاون‌ لخوا د لوی‌ منطقه‌ای‌ خپلواكه‌ حكومت‌ وړاندیز په‌ هكله‌، خپور كړ.

‌ نظری‌ وایی‌ چی‌ مبارز هغه‌ ته‌ وویل‌ كه‌ چیری‌ بل‌ ځل‌ یی‌ داسی‌ یو مطلب‌ خپور كړ، دولت‌ د هغه‌ اخبار بندوی‌. مبارز ومنله‌ چی‌ نظری‌ ته‌ یی‌ رسماً گواښ‌ وركړی‌.

‌ مبارز وایی‌: «دوی‌ ددی‌ حق‌ لری‌ چه‌ د هری‌ عقیدی‌ په‌ باره‌ كی‌ ولیكی‌. یواځنی‌ استثنا د افغانستان‌ تمامیت‌، د افغانستان‌ امنیت‌ او د افغانستان‌ استقلال‌ دی‌. مونږ په‌ دی‌ هكله‌ هیڅ‌ څه‌ نشو زغملای‌.»

‌ همداشان‌ دولت‌ د كابل‌ د تلویزیون‌ د یو رپورتر په‌ كار كی‌ وروسته‌ د دی‌ نه‌ چی‌ هغه‌ د موقت‌ وزیراعظم‌ حامدكرزی‌ او پاكستانی‌ صدر جنرال‌ پرویز مشرف‌ د خبری‌ كنفرانس‌ د یوی‌ پوښتنی‌ په‌ ترڅ‌ كی‌ چی‌ د دواړو هیوادونو سرحدی‌ شخړی‌ په‌ بابله‌ وه‌، گوت‌ وهنه‌ وكړه‌. كرزی‌ د ژورنالیست‌ محمدكبیرعمرزی‌ پوښتنه‌ مخكی‌ ددی‌ نه‌ چی‌ یی‌ ختمه‌ كړی‌، بنده‌ كړه‌.

‌ عمرزی‌ وویل‌ په‌ هماغه‌ ورځ‌ د اطلاعاتو وزیر رهین‌ مخدوم‌ هغه‌ تـه‌ تـلفنی‌ وویل‌: «تاته‌ چا اجازه‌ دركړی‌ وه‌ چی‌ داسی‌ پوښتنه‌ وكړی‌؟»

‌ «ما ځواب‌ وركړ: د مطبوعاتو د آزادی‌ قانون‌!» هغه‌ وویل‌: «دا آزادی‌ ستا دپاره‌ نه‌ ده‌ او تلفن‌ یی‌ بند كړ.»

‌ وزیر د جمعی‌ په‌ ورځی‌ سفر درلود، او مبارز یواځی‌ وویل‌ چی‌ هغه‌ شك‌ لری‌ چی‌ وزیر داسی‌ خبره‌ كړی‌ وی‌. مبارز زیاته‌ كړه‌، په‌ هر حال‌، «دا یوه‌ ښه‌ پوښتنه‌ نه‌ وه‌، دی‌ ځینی‌ مشكلات‌ را پیدا كړی‌.»

‌ عمرزی‌ وایی‌ چی‌ هغه‌ یی‌ تركیه‌ ته‌ د كرزی‌ سره‌ سفر كولو ته‌ پری‌ نسوده‌ چی‌ راپور یی‌ تیار كړی‌، او تر اوسه‌ یی‌ ډیر ناچیزه‌ حقوق‌ تر لاسه‌ كړی‌.

‌ هغه‌ وویل‌: «په‌ افغانستان‌ كی‌ د مطبوعاتو هیڅ‌ آزادی‌ نشته‌. زه‌ په‌ خپله‌ یو مثال‌ یم‌.» دولتی‌ خبری‌ میډیا په‌ مطبوعاتو باندی‌ خپلی‌ قبضی‌ ته‌ ادامه‌ وركوی‌. د باختر اطلاعاتی‌ آژانس‌، همداشان‌ دولتی‌ تلویزیون‌ او د رادیو اخبار ته‌ مطالب‌ لیكی‌.

‌ دغه‌ اطلاعاتی‌ آژانس‌ او %٨۰ ژورنالیستانو یی‌ د طالبانو په‌ وخت‌ كی‌ كار كړی‌ او د خپلواكه‌ خبری‌ خپرونو په‌ پرتله‌ یی‌ د مستقل‌ ژورنالیزم‌ په‌ لور گام‌ اخیستل‌ ډیر سست‌ وو.

‌ خلیل‌ میناوی‌ د باختر د رییس‌ معاون‌ وویل‌: «زه‌ اوس‌ فكر كوم‌ چی‌ مونږ آزاد یو، نه‌ په‌ بشپړه‌ توگه‌، بلكه‌ په‌ ځینی‌ برخو كی‌. ځینی‌ وخت‌ مونږ مجبوروی‌ چی‌ هغه‌ څه‌ خپاره‌ كړو چی‌ په‌ اصل‌ كی‌ اصلاً خبر نه‌ دی‌. كه‌ مونږ هغه‌ خبر خپور نكړو، ممكن‌ چی‌ خپلی‌ وظیفی‌ د لاسه‌ وركړو.»

‌ زمونږ د اطلاعاتی‌ آژانسونو د مشكلاتو د جملی‌ څخه‌ د كمپیوټرونو كار نه‌ كول‌، د اوږد واټن‌ تلفونونو نشتوالی‌ او یواځی‌ یو موتر د ۱۰۰ ژورنالیستانو د پاره‌ دی‌. د زیاتترو رپورټرانو میزونه‌ خالی‌ دی‌.

‌ د ۴۱ كلن‌ نجیب‌اله‌ نه‌ می‌ وپوښتل‌ څنگه‌ كار كوی‌، میز ته‌ یی‌ ځان‌ نژدی‌ كړ او یو نصواری‌ رنگه‌ مخلوط‌ یی‌ راوویسته‌ چی‌ د كلكولیټر جدول‌ پاڼه‌ وه‌.

‌ نجیب‌اله‌ وایی‌: «مونږ‌ وسایل‌ نلرو، حتی‌ د ټایپ‌ كولو ماشین‌ هم‌. مونږ خبرونه‌ په‌ لاس‌ لیكو.»