چهار آسیاب څخه د ګلبدین او د ده د داړی د تیښتی له هماغه شروع څخه چی آن د لاری خرڅی او خپلو پر توګونو اخسیتلو ته ئی هم وخت و نه موند او یو په بل پسی یی ماتی وخوړلی، زمونږ د تور بختو وګړو په ذهن کی دغه سوال ګرځیده چی آیا ګلبدین مړ شوی دی او که نه، او ډیرو لا داسی هم ګڼلی چی د هغه خاین ټغر ټول شوی دی. البته ددی پوښتنی ځواب یواځی د هغو عواملو په تحلیل او روښانه کولو سره تر لاسه کیدلای شی چی له یوه بی لاری او تیزاب شیندونکی او مزدور سړکی څخه ئی «عظیم رهنما»، «قاید» او «قیادی» جوړ کړ. پرته له دی چی د جزئیات په وړاندی کولو خبره اوږده کړو، یواځی دومره بس ده چی د ګلبدین او هم د ټولو هغو بی نوم او پتی ملایانو په اصطلاح تکاملی پړاوته، چی په یوی شپی کی داوږدو او سره ورو دفترونو او له خپل کیځلی شخصیت څخه د غټو لقبونو خاوندان شول، یوی لڼدی کتنی سره دخبری سر خلاص کړو.


ګلبدین او نور «جهادی رهبران» د سیمی د ارتجاعی هیوادونو، غرب او امریکا د بی شمیره مالی او نظامی امکاناتو په ډاډینی سره وتوانیدل چی په «شخصیت» او «د فکر په خاوندانو» بدل شی. هغوی پوره دوه لسیزی د خپل ولینعمت ډهل ته وګډیدل، د پاکستان دولت او آی اس آی د خپل توان په اندازی ګلبدین ته امکانات او آسانتیاوی برابری کړی چی تر څویی د روشنفکرانو په وژلو او د خلکو په ترور او ویرولو باندی لاس پوری کولو سره د خپلی خوښی ګوډاګی دولت بنسټ په افغانستان کی ایښودلی وی. خو د وخت په تیریدلو او د نجیب د ګوډاګی دولت د له مینځه تللو او کابل باندی د بنسټپالو د خروړی یرغل او د بنسټپالو ګوندونو ترمینځ د سپیتانی جګرو پیل او وینو کی د وګړو د ډوبیدلو سره دګلبدین پلندران و پوهیدل چی نور نشی کولای په دی رسوا شوی دانی خپل کار پرمخ بوځی. داسی ښکاری چی له ګلبدبن څخه په کلونو د یوه نازولی مزدور په څیرکار واخستیل شو خو دهغه لازیات کارول نه یواځی په زړه پوری نتیجه نه ورکوی چی دهغوی د جبران نه کیدونکی رسوایی سبب هم کیدای شی له دی امله ئی د هغه او د هغه ټولی آرګاه و بارګاه په لری غورځولو سره د نورو دانو کوک کولو ته لاره هواره کړه.

مونږ څو څو ځلی ویلی دی چی د بنسټپالو ډلو مرګ او ژوند د هغوی د خاوندانو په ډالرو او امکاناتو پوری تړلی دی چی له بندولو سره یی د سر سپارلو اسلامی نوکرانو له شرمه ډک او طفیلی ژوند هم پای ته رسیږی. د ایران رژیم په لمن کی د ګلبدین اوسنی پټیدنی د یوزرم ځل لپاره وښودله چی فاشیست بنسټپالان په ډیری آسانی خپل ټاټوبی او لوری بدلوی او خپله ماتی په آسانی نه¬منی او تر وروستی شیبی پوری زیار باسی چی د پیشو او موږک په روانی لوبی کی د جهادی «شخصیت» او «لارښود» په صفت مطرح وه اوسی. البته د ایران رژیم به ترهغه وخته د خپل نوی نوکر ساتنه او پالنه کوی چی د طالبانو (چی ایران په هیڅ قیمت ټول افغانستان باندی د دوی ځانګړی برلاسی نه غواړی) پر ضد ترینه کار واخستیل شی.

اما د ګلبدین په ناکاره کیدلو او په تیره بیا طالبانو او یا پلندرانوته سترگک وهلو سره به یی ایران، د خپلو ګټو د ساتنی له امله، هماغه شان چغه کړی لکه چی پاکستانی خاوندانویی چغه کړ.

د ګلبدین او دهغه د ګوند خونړی او ویروونکی کړو وړو تاریخ ته پام لرلو سره ښکاره ده چی که چیرته د ایران په شان دولت هم د هغه ملاتړ وکړی دا به یواځی په سیمه ایزو مسابقو کی د یوه بی-ارزښته پیاده په څیر دهغه د کارولو لپاره وی او نه د بیا ژوندی کولو لپاره.

پرته له نوموړو بهرنیو عواملو، باید له یاده وه نه باسو چی ګلبدین او ډله یی، لکه د دوی خاین سکنی ورونه، زمونږ د ړبړیدلو او اخوان ځپلو خلکو په مینځ کی له دی نه لازیات رسوا او رټلی دی چی د راتلونکی سیاسی واکمنی حتی په ډیر کوچنی ګوټ کی¬ئی هم وزغمی. د بانډ د رهبری خپل منځی حادو تضادونو او د قومندانانو جلاکیدلو ته پاملرنی سره حتی هغو کسانو ته چی تر پرون ورځی پوری د حزب له ډیرو سرسپارلو او جنایت کوونکو دانو څخه شمیړل کیدل هم له لمر نه لا روښانه ده چی له حزب سره د اړیکو ژرترژه شلول د دوی د ژوندی پاتی کیدلو یواځینی ضامن ګنل کیږی. ځکه هغوی له یوی خوا زمونږ د خلکو د غچ اخستیلو له لمبو څخه په وژونکی ویری کی دی او له بل پلوه هیڅ بهرنی ملاتړ نشی موندلای، ټول نوموړی خاینان پوهیږی چی د ایران رژیم ژر یا ځند ځواب ورکوی.

د هری ورځی په تیریدو سره د افغانستان خلک ګوری په هماغه مناسب او رسوا ډول چی «جنرال» دوستم اوپړسول شو او له مینځه ولاړ، تول نقاب لرونکی او بی نقابه بنسټپالان به هم خپل منحوس عمر خپلو کوچنیو ورونو ته وروسپاری تر هغه چی د کرغیړنو خاینانو په څیر د دوی داغ د هیواد د تاریخ له پاڼی څخه، زمونږ د خلکو په غښتلو لاسونو، پاک شی. خو هیر مو نشی چی ټول بنسټپالان له یو شاتنه سپڼسی څخه اوبدل شوی دی. اوس چی د ګلبدین د بخت ستوری په خثی ډڼډ کی ډوبیږی زمونږ وګړی بیا هم د پخوا په شان د جنایت کوونکو بنسټپالانو تر پښو لاندی ځپل کیږی یوه شیبه هم نه ښایی چی د مسعود او مالک په «دموکراتیک» اکت اونڅا باندی وغولیږو.

دوی سینګار شوی غلیمان دی خو په سر او مخونو یی د خلکو د وینو څاڅکی له ورایه ښکاریږی، ترڅو چی ټول بنسټپالان په هر نوم او نشان او له هر جنس څخه چی وی له مینځه ولاړ نشی نه ښایی چی د هغوی ضد مبارزی څخه لاس وباسو. یواځی په غوڅی او پرله پسی مبارزی سره سوای چی د دوی ژوند پای ته ورسوو او د سولی، ثبات، دموکراسی او ټولنیز عدالت لپاره لار خلاصه کړو.

د خبری سر وتړو، خاین ګلبدین مړ شوی دی، ځکه چی پاکستان خاوندانو او احتمالا هم عربستانی او غربی او امریکایی خاوندانو یی طلاق ورکړی دی. د خپل تیر وخت له امله او د خلکو او هیواد پر ضد د بی شمیره خیانتونو او جنایتونو له کبله د ډیرو بدبویه او کرغیړن «جهادی رهبر» په نوم، نوم بدی او رټل شوی دی.

اګر که ټولو خاینو جهادی سرکښانو په ورځینی جبهی بدلولو او بی مسلکی کی د تر ټولو ټیټ سترګو فرصت طلبانو لاسونه هم شاته ټرلی، خو حفیظ الله امین او شهنواز ټنی سره د ګلبدین د هم لاسی، او دوستم، ربانی، مزاری، او حضرت مجددی سره دده د بی شمیره مرورتیا او غاړه غړی کیدلو چلند له نورو نه هم لا ډیر تور او له سپکاوی ډک دی. ګلبدین د خپلو بی شمیره او خاینانه روشنفکر وژنوله امله د تښتیدلی قاتل په څیر د زرګونو کورنیو او بنسټپالۍ ضد ځواکونو د تعقیب لاندی دی ځکه هم دده د بانډ زیات شمیر غړی او په ځانګړی توګه د مرکزی کمیټی غړي د خلکو له ویری غواړی چی ژرترژره خپل حساب له خپل تروریست «قاید» څخه سیوا کړی.

ددی خاین ډله دلا ډیرو انشعابونو او شیندل کیدلو بلاربه ده. ایران به وروستنی هیواد وی چی خاین ګلبدین ته یی لار ورکړیده او ددی هیواد رژیم به هیڅکله له طالبانو سره جوړجاری ونکړی نو ځکه که «عظیم رهنما» له ایران څخه هم وشړل شی هغه وخت به نظامی او سیاسی مړینی پسی ددغه ناولی جنایتکاره د ذاتی ژوند ورځی هم په شمار شی. په هرحال خاین ګلبدین زمونږ د ملت دتعقیب لاندی دی او په هیڅ قیمت باید پری نږدو چی تر ډیری مودی تښتیدلی (مغرور) وه اوسی.