امیل‌ دركایم‌ ( Emile Durkheim ) د فرانسی‌ معاصر ټولنپیژندونكی‌، په‌ ټولنه‌ كی‌ د «ځان‌ وژنی‌» تر عنوان‌ لاندی‌، خپل‌ كتاب‌ كی‌ په‌ دی‌ باور ټینگار كوی‌ چی‌ كیدای‌ شی‌ د ټولنی‌ كیفیت‌، ټیټوالی‌ او انحطاط‌ په‌ هغه‌ ټولنه‌ كی‌ د ځان‌ وژنی‌ د اندازی‌ له‌ مخی‌ وټاكل‌ شی‌. هغه‌ وایی‌ چی‌ د ځان‌ وژنی‌ له‌ انگیزو څخه‌ یوه‌ انگیزه‌ دا ده‌ چی‌ انسان‌، ځان‌ د روحی‌ او جسمی‌ فشارونو په‌ منگلـو كـی‌ بنـد او ایسـار وینـی‌. د نـورو د مرستی‌ او پلوی‌ دجلبولو لپاره‌ ځان‌ په‌ خطر كی‌ اچوی‌. ځان‌ سوځول‌ چی‌ د ځان وژنی ‌له‌ دردوونكو ډولونو څخه‌ دی‌ تر هر حه‌ د مخه‌ له‌ دی‌ انـگیزی‌څخه‌ سرچینه‌ اخلی‌ چی‌ په‌ ځان‌ راغلی‌ انسان‌ د دی‌ عمل‌ په‌ سرته‌ رسولو سره‌ د نـورو پـام‌ او مـرسته‌ خپل‌ نامطلوب‌ او له‌ زغم‌ څخه‌ وتلی‌ حال‌ ته‌ واړوی‌.

د كورنیو مطبوعاتو او احصائیی‌ له‌ مخی‌ د ځان‌ وژنی‌ اندازه‌ ایران‌ كی‌ په‌ ویروونكی‌ تو گه‌ مخ‌ په‌ زیاتیدو ده‌ او لكه‌ د تل‌ په‌ شان‌ د دغی‌ تباه‌كوونكی‌ ټولنیزی‌ ناروغی‌ زیات‌ تره‌ قربانیان‌ د ټولنی‌ ډیر حساس‌ او زیان‌منونكی‌ قشرونه‌ لكه‌ ځوانان‌ او ښځی‌ دی‌.

د مشهـد د ډاكتـرانو او ټولنپیـژنـدونكـو څیړنی‌ په‌ گوته‌ كوی‌ چـی‌یواځـی‌ وروستیو ١٢ میاشتو كی‌ د خراسان‌ په‌ ولایت‌ كی‌ ۴۰۰۰ كسانود ځان‌وژنی‌ هڅی‌ كړیدی‌ چی‌ ٢۸۰۰ تنه‌ یعنی‌ ۷۰ % ښځی‌ وی‌. او نـوری‌ ۶۰ پیښـی‌ چـی‌ ځان‌ سوځول‌ وو ۸۹ % یـی‌ ښځـو پـوری‌ اړه‌درلـوده‌.

پـه‌ دی‌ ډول‌ د دغــه‌ ولایـت‌ د ځان‌ وژنـی‌ پیښـی‌ چــی‌ ۵/۶ میلیـونـه‌ نفــوس‌ لـری‌ پـه‌ ټـولـی‌ اروپــا كــی‌ د ځان‌ وژنــی‌ څلــور یـا پنځــه‌ بــرابـره‌ ده‌.

څو میاشتی‌ مخكی‌ د ایلام‌ واكمن‌ چی‌ د وگړو شمیریی‌ ۴۷۰ زره‌ كسان‌ دی‌ پخپل‌ شپږ میاشتنی‌ رپوټ‌ كی‌ د ځان‌ وژنی‌ پیښی‌ ١۳۷ښودلی‌ چی‌ د هغو له‌ جملی‌ څخه‌ ١۰١ تنه‌ ښځی‌ وی‌.

د ځینو صاحب‌نظرو ټولنپیژندونكو او په‌ مشهد كی‌ د فردوسی‌ پوهنتون‌ د څیړونكو د وینا له‌ مخی‌ د دغی‌ ځان‌ وژنی‌ اصلی‌ علت‌ د خلكو د ژوند ستونځی‌، او د اقتصادی‌ كمزورتیا له‌ مخی‌ د كورنی‌ ژوند په‌ نیمگړتیاوو باندی‌ نه‌ بریالی‌ كیدل‌ دی‌.

د دی‌ خبری‌ په‌ تأیید د خراسان‌ د قضایی‌ محكمی‌ یو مقام‌ د ځان‌ وژنی‌ زیاتوالی‌ د خلكو د گټی‌ او مصرفولو په‌ تناسب‌ كی‌ د انډول‌ نشتوالی‌ گڼی‌. او په‌ دی‌ هكله‌ د مشهد یو تن‌ روحانی‌ ویلی‌ دی‌ چی‌ «اقتصادی‌ ستونځی‌ انسان‌ له‌ خدای‌ سره‌ پردی‌ كوی‌. او له‌ خدای‌ سره‌ پردیتوب‌ د ځان‌ وژنی‌ لار اواروی‌».