«اسلامی‌ وسله‌واله‌ ډله‌» GIA چی‌ غواړی‌ د خپلو پراخو تروریستی‌ عملیاتو له‌ مخی‌ د«اسلامی‌ نجات‌ جبهه‌» الجزایر كی‌ واكمنی‌ ته‌ ورسوی‌، د خپلو تروریستی‌ فعالیتونو لمن‌ یی‌ د هیواد له‌ پولو څخه‌ اړولی‌ ده‌. تیر كال‌ د (١۹۹۴) په‌ ورستیو كی‌ څلور تنو تروریستانو چی‌ د «ایر فرانس‌» مسافروړونكی‌ الوتكه‌ یی‌ د الجزیری‌ په‌ هوایی‌ ډگر كی‌ یرغمل‌ ونیوله‌ او دری‌ تنه‌ یرغملیان‌ یی‌ ځنی‌ ووژل‌ بیایی‌ الوتكه‌ د فرانسی‌ جنوب‌ د «مارسی‌» په‌ بندر كی‌ كښینوله‌ ترښو دغی‌ وحشتناكی‌ ډرامی‌ ته‌ په‌ فرانسه‌ كی‌ دننه‌ دوام‌ وركړی‌. خو قضیه‌ د«فرانسی‌ تروریستی‌ ضدامنیتی‌ گروپ‌» په‌ لاس‌ وهنی‌ سره‌ د دغو څلورو تنو تروریستـانو په‌ وژلو پای‌ ته‌ ورسیده‌ او یرغملیان‌ خوشی‌ كړی‌ شول‌. له‌ دی‌ پیښی‌ نه‌ لا دوه‌ اونی‌ تیری‌ شوی‌ نه‌ وی‌ چی‌ بیایی‌ یو ایتالیایی‌ او دری‌ فرانسوی‌ كشیشان‌ او دری‌ الجزایری‌ ورځپاڼی‌ لیكونكی‌ ووژل‌.

متوب‌ لونس‌ (Matoub Lounes) د الجزایر نامتو سندرغاړی‌ چی‌ د خلكو په‌ منځ‌ كی‌ ډیر محبوبیت‌ لری‌ هم‌ د دغی‌ وسله‌والی‌ ډلی‌ له‌ خوا وتښتول‌ شو او وروسته‌ له‌ ١۵ ورځو بندیتوب‌ څخه‌، په‌ استثنایی‌ توگه‌یی‌ خپل‌ ژوند له‌ سره‌ پیل‌ كړ. له‌ همدی‌ كبله‌ د فرانسی‌ خپرونو له‌ هغه‌ سره‌ ډیری‌ مركی‌ كړی‌ دی‌ چی‌ د «نوول‌ ابسترواتور» اونیزی‌ مركه‌ له‌ هغه‌ سره‌ ډیره‌ په‌ زړه‌پوری‌ ده‌:

نوول‌ ابسترواتور: تاسو چی‌ دوه‌ اونی‌ د GIA له‌ چریكانو سره‌ په‌ بند كی‌ تیری‌ كړی‌، تښتوونكی‌ مو څوك‌ وو؟

متوب‌ لونس‌: نوی‌ ځوانان‌ چی‌ هدف‌ یی‌ د ټولو بهرنیانو او خدای‌ ناپالو وژل‌ دی‌. څرنگه‌ چی‌ زه‌ هم‌ د خلكو د اخلاقو په‌ فاسدولو تورن‌ وم‌. د آزادولو تر مخه‌ یی‌ ما ته‌ توصیه‌ وكړه‌ چی‌ له‌ «سندرو ویلو څخه‌ لاس‌ واخلم‌». هغوی‌ په‌ ډیر ویاړ سره‌ ویل‌ چی‌ دوی‌ حرفه‌یی‌ سړی‌ وژونكی‌ ندی‌، یواځی‌ هغه‌ كسان‌ چی‌ باید ووژل‌ شی‌، وژنی‌. ما د خپل‌ اسارت‌ په‌ موده‌ كی‌ له‌ ٣۰ تنو بنسټـپالو سره‌ خبری‌ اتری‌ درلودی‌ چی‌ پدی‌ ډله‌ كی‌ زما د ماشومتوب‌ یو ملگری‌ هم‌ وو.

نوول‌ابسترواتوار: دغه‌ كسان‌ چی‌ تاسو ولیدل‌ ټول‌ الجـزایریان‌ وو؟

متوب‌ لونس‌: نه‌ په‌ دغی‌ ډلی‌ كی‌ یو تن‌ مراكشی‌ او یو تن‌ ١۸ كلن‌ فرانسوی‌الاصل‌ الجزایری‌ هم‌ شامل‌ وه‌.

هغه‌ زیاته‌ كړه‌ چی‌ وسله‌وال‌ كسان‌ د خپل‌ غورځنگ‌ لپاره‌ په‌ فرانسه‌ كی‌ روپی‌ راټولوی‌.

نوول‌ ابسترواتوار: ددی‌ وسله‌والی‌ ډلی‌ داخلی‌ سازمان‌ څه‌ ډول‌ دی‌؟

متوب‌ لونس‌: دا یو منضبط‌ سازمان‌ دی‌. كله‌ كله‌ غړی‌ د یو معمولی‌ پولیس‌ یا د یو بهرنی‌ سړی‌ د وژلو لپاره‌ بیلابیل‌ چلند چلوی‌، خو كله‌ چی‌ په‌ مهمو كارو لاس‌ پوری‌ كوی‌ لكه‌ زما تښتول‌ یا د «ایر فرانس‌» د الوتكی‌ یرغمل‌ نیول‌، نو ددی‌ خبرو تصمیم‌ نیول‌ یواځی‌ په‌ «ملی‌ امیر» یعنی‌ مذهبی‌ او سیاسی‌ رییس‌ پوری‌ اړه‌ لری‌. د «ملی‌ امیر» لاس‌ لاندی‌ څو سیمه‌ایز امیران‌ كار كوی‌ چی‌ هر یویی‌ د خپلی‌ سیمی‌ وسله‌وال‌ گروپونه‌ اداره‌ كوی‌، د ملی‌ امیر مرتبی‌ ته‌ رسیدل‌، باید داوطلب‌ د قرآن‌ په‌ ټولو مطالبو ښه‌ وپوهیږی‌ او ډیر انسانان‌ یی‌ وژلی‌ وی‌. امیر د هغوی‌ په‌ نظر ډیر پوه‌ او با تدبیره‌ شخصیت‌ دی‌. د هغه‌ په‌ وړاندی‌ ټول‌ په‌ ادب‌ سره‌ چپ‌ او غلی‌ ناست‌ وی‌، كه‌ رښتیا وغواړی‌ هغوی‌ له‌ یوی‌ مخی‌ ډیر ساده‌ لیونیان‌ دی‌. د هغوی‌ څو تنو ما ته‌ نقل‌ كاوه‌ چی‌ د ١۹۹١ كال‌ د «اسلامی‌ نجات‌ جبهی‌» د تظاهراتو په‌ لړ كی‌ د خدای‌ لاس‌ په‌ آسمان‌ كی‌ د «الله‌ اكبر» كلمات‌ راكښل‌. كله‌ چی‌ ما د هغی‌ مخصوصی‌ دستگاه‌ په‌ باره‌ كی‌ چی‌ د «جولای‌ پنځم‌» میدان‌ كی‌ ایښودل‌ شوی‌ وه‌ او د لایزر شعاع‌ په‌ واسطه‌ یی‌ هوا كی‌ ډول‌ ډول‌ تصویرونه‌ او كلمات‌ انځورل‌ خبری‌ وكړی‌، هیچا باور ونكړ.

نوول‌ابسترواتوار: د اسارت‌ په‌ دوران‌ كی‌ تر ټولو كومه‌ خبره‌ ستاسو په‌ نظر جالبه‌ او د پام‌ وړ وه‌؟

متوب‌ لونس‌: هغه‌ مینه‌ او خوند چی‌ دوی‌ یی‌ له‌ مرگ‌ ځنی‌ اخلی‌. دغه‌ عشق‌ د یوه‌ كیش‌ بڼه‌ لری‌. په‌ لمانځه‌ او دعاگانو كی‌ زیاتره‌ هغه‌ آیتونه‌ لولی‌ چی‌ په‌ هغو كی‌ د مرگ‌ او وژلو ډیری‌ خبری‌ شوی‌ وی‌، له‌ بلی‌ خوا داسی‌ مرگ‌ ته‌ په‌ ځانگړی‌ توگه‌ هغه‌ وخت‌ ډیر هوسیږی‌ چی‌ كله‌ ورته‌ وویل‌ شی‌ كه‌ چیری‌ شهیدان‌ شی‌ نو كولای‌ شی‌ چی‌ د خپلی‌ كورنی‌ د ۷۰ تنو شفاعت‌ هم‌ وكړی‌.

نوول‌ابسترواتوار: آیا هغوی‌ په‌ رښتیانی‌ ډول‌ د پام‌ وړ وسله‌ لری‌؟

متوب‌ لونس‌: نه‌، هغوی‌ څه‌ زیات‌ شیان‌ نلری‌ ما د ١۵ ورځو په‌ موده‌ كی‌ یواځی‌ دری‌ كلاشینكوفونه‌، یو سمیونوف‌ او نور ښكاری‌ ټوپك‌ ولیدل‌ چی‌ د خلكو له‌ كورونو څخه‌ یی‌ غلا كړی‌ وو. كلاشینكوفونه‌ یی‌ له‌ پولیسو څخه‌ نیولی‌ وو. د یو بیچاره‌ پولیس‌ د وژلو نقل‌ كوی‌ چی‌ څه‌ ډول‌ یی‌ هغه‌ پـه‌ گولیو سـوری‌ سوری‌ كړ او وینی‌ یی‌ ورته‌ په‌ هر لور وبیولی‌. هغوی‌ د دغی‌ منظـری‌ له‌ تشریح‌ كولو څخه‌ ډیر خوند او خوشحـالـی‌ احساس‌كوله‌.

نوول‌ابسترواتوار: كوم‌ شی‌ چی‌ تاسو یی‌ نقل‌ كوی‌ داسی‌ موجودات‌ طراحی‌ كوی‌ چی‌ په‌ هغوی‌ كی‌ د انسانیت‌ هیڅ شی‌ نشته‌، نو ولی‌ یی‌ د «ایر فرانس‌» د الوتكی‌ په‌ پیښه‌ كی‌ د برمتگانو څخه‌ ښځی‌، ماشومان‌ او سپین‌ ږیری‌ د الجزایر په‌ هوایی‌ ډگر كی‌ خوشی ‌كړل‌؟

متوب‌ لونس‌: یواځی‌ د نمایش‌ لپاره‌. ښځی‌ هم‌ وژنی‌، ما ته‌ یی‌ د دوه‌ پیغلـو نجونـو د وژلـو نقـل‌ وكړ، دغه‌ دوه‌ پیغلـی‌ بایـد د «لنـډ محـال‌» لپاره‌ دوه‌ بنسټـپالو ته‌ واده‌ شوی‌ وای‌، دا ډول‌ واده‌ یا نكاح‌ كول‌ له‌ دوه‌ یا دری‌ ساعتو څخه‌ زیات‌ دوام‌ نكوی‌ او اسلام‌ هم‌ دغه‌ «جنسی‌ تیری‌» ته‌ یو ډول‌ قانونی‌ بڼه‌ وركوی‌، دواړه‌ له‌ دی‌ موقتی‌ واده‌ نه‌ سرغړوی‌ او دی‌ قانون‌ ته‌ ځان‌ نه‌تسلیموی‌. په‌ پای‌ كی‌ دواړه‌ د ٢١ كلنی‌ او ١۵ كلنی‌ په‌ عمر له‌ خپلو میندو سره‌ یو ځای‌ د اسلامی‌ بنسټپالو له‌ خوا تښتول‌ كیږی‌ او بیا د څلور واړو سرونه‌ غوڅوی‌.

(له‌ ایرانی‌ مجلی‌ «روزگارنو» ١۵۶ گڼی‌ څخه‌ ژباړه‌ او لنډ شوی‌ مطلب‌)