دفرانسی خبری آژانس له مخی، هندو بنسټپالو یوی ډلی، هندوستان كی د هندو برلاسی د اعلام او تثبیتولو لپاره سراسری مبارزه پیل كړی ده. دغه پیښه به په داسی یو هیواد كی چی تر ۹۰۰ میلیونه زیات نفوس او دولت څخه د دین د بیلتون ادعا او په لسگونو میلیونه مذهبی لږكی لری، ناوړه عواقب ولری. د هند دولت چی تر اوسه هم مسلمانانو باندی دهندو بنسټپالو دخونړی تاوتریخوالی په مخنیوی ندی توانیدلی، هیواد كی دننه او له هیواد څخه بهر محكوم شوی او تر ټولو زیاتیی د سكیولاریزم او مذهبی خپلواكی ادعاگانو ته زیان رسیدلی دی.
د ( VHP ) ویاند او د دی كمپاین یوه سازمانوونكی وویل چی: «دا د پیړی تر ټولو لوی كمپاین دی». هغه زیاته كړه: «باید اسلام او مسیحیت ته د هندوانو د پیوستون مخه ونیول شی او كه داسی ونشی د روانی پیړی تر پایه به هندوان په لږكی بدل شی. مونږ به تر هغه وخته په كرار نشو، څو چی د هندوایزم په تفوق باندی رښتینی باوری كسان د دهلی واكمنی ته نهوی رسیدلی.»
د هندو فاشیستو بنسټپالو هلیځلی تر ټولو دمخه مسلمانانو ته متوجه دی.