اقبال - اسلام آباد

د اسلام آباد په ترنول نومی سيمه، بینظير چوك كی گلبدينی تروريستانو د ډاكتر صادق اله هوشمن شگيوال په وينو خپلی ناولی داړی ورنگولی.
د عينی شاهدانو له وينا سره سم د روان كال د وری په اتلسمه نيټه مازيگر په شپږنيمو بجو څلور وسلهوال كسان چه په يوه كرولا موټر كی سپاره وو د ډاكتر هوشمن شگيوال كتنځی ته د اسلام آباد په ترنول نومی سيمه، بینظير چوك كی ورننوځی او په ډاكتر شگيوال او پنځلس كلن وراره (سهيم) باندی د سرو سرپو باران جوړوی.
دغه كرغيړن جنايت چی د نوموړی سيمی د سيمهايزو او مهاجرينو كركه يی د اخوانی سړی وژونكو پر ضد راپارولی ده يو ځل بيا يادونه كوی چی يواځی او يواځی د هيوادپالو او دموكراتيكو ډلو او عناصرو يو موټی كيدل د دغو جنايتونو د پای ته رسولو ضامن گڼل كيدای شی اوبس.