دا لاندی مطلب‌ زمونږ ورور محمد ابراهيم‌ له‌ پيښور څخه‌ را استولی. چی د ډير اوږودوالی له‌ كبله‌ مو په‌ پوره‌ توگه‌ نشر نشو كړای، ځكه‌ د ښاغلی ليكونكی څخه‌ له‌ بځښنی غوستنی سره‌ سره‌ د څو ځانگړو برخو په‌ راوړلو بسنه‌ كوو.

«د افغانستان‌ د ښځو انقلابی جمعيت‌» خويندو ته‌ درناوی،

گرانو خويندو زه‌ غواړم‌ د خپل‌ انسانی او افغانی وجدان‌ له‌ مخی هغو كسانو ته‌ چی د مسلمان‌ ډوله‌ بنسټپالو په‌ پلوی يی د غوايی اتمی نيټی مظاهری ته‌ د پيښور په‌ «وحدت‌» ورځپانی كی سپوری ستغی ويلی يو څو خبری وكړم‌ كه‌ ستاسو د نشراتی سياست‌ مخالف‌ نه‌ وی هيله‌ ده‌ چی زما آواز به‌ د دوی تر غوږ ورسوی.


١

مولوی عبدالعزيز عزيزی د هغو كسانو له‌ ډلی څخه‌ دی چی مظاهره‌كوونكی ښځی يی د خاد ايجنټانی او د روس‌ او هند جاسوسانی بللی او داسی نور تورونه‌ يی هم‌ لگولی او په‌ پای كی بيا د اسلامی حكومت‌ د جوړولو لپاره‌ ځانته‌ د وړانديز حق‌ وركوی چی: «شرعی امير حكمتيار صاحب‌، شرعی قانون‌ جوړوونكی مولوی صاحب‌ محمدعمراو د اسلامی پوځ‌ جوړوونكی احمدشاه‌ مسعود او نور ليډران‌ وټاكل‌ شی.» خو دا هغه‌ ځای دی چی «مولوی صاحب‌» لكه‌ «اوښ‌ په‌ خپلو ميتيازوكی ښوييږی.»

«مولوی صاحبه‌»، كه‌ ته‌ رښتيا په‌ مسلمانی پوهيږی او يا دی د افغانستان‌ په‌ مسلمانانو زړه‌ خوږيږی نو يو څو پوښتنی به‌ لومړی د همدی ډول‌ت‌ جوړولو په‌ هكله‌ درڅخه‌ وكړم‌ او بيا به‌ د مظاهره‌كوونكو ښځو په‌ هكله‌ سره‌ خبری كوو. اسلام‌ خو وايی چی السلطان‌ ظل‌ الله‌ فی الارض‌ (سلطان ـاميرـ په‌ ځمكه‌ كی د خدای سيوری دی) خو په‌ تا كم‌عقله‌ بل‌ سړی دريدلی چی گلبدين‌، شرعی امير ټاكی يعنی هغه‌ ته‌ د خدای د سيوری مرتبه‌ وركوی؟ ـ رښتيا، دا دی ندی ويلی چی گلبدين‌، ملا عمر او مسعود هم‌ تا په‌ علمای كرامو كی شميری او كه‌ هسی لگيا يی؟ ـ ته‌ گلبدين‌ پيژنی؟ د ده‌ د هلك‌توب‌ او زلميتوب‌ په‌ هكله‌ كه‌ نه‌ پوهيږی ورشه‌ د محمدگل خروټی ليكلی كتاب‌ د «انجنير گلبدين‌ حكمتيار» په‌ نوم‌ چی غلام‌نبی كوهستانی ژباړلی هم‌ دی وگوره‌. خو دا ووايه‌ چی له‌ سليمان‌ لايق‌ (پرچمی) او نظام‌الدين‌ تهذيب‌ (پرچمی) سره‌ يی څه‌ اړيكی لرلی چی كور ته‌ به‌ ورته‌؟ ښځه‌ يی د چا خور ده‌؟ پيښور كی دومره‌ قتلونه‌ چا وكړه‌؟ په‌ كابل‌ باندی دری كاله‌ چا اورونه‌ اورول‌؟ شهنوازتنی څوك‌ دی چی گلبدين‌ سره‌ يی په‌ گډه‌ كودتاه‌ كوله‌؟ دوستم‌ څوك‌ ده‌ چی دی يی په‌ گنډه‌ ورننوتی؟ كه‌ د دی سوالونو په‌ ځواب‌ پوهيږی نو له‌ تا گيله‌ نشته‌ ځكه‌ چی په‌ خلاصو سترگو د اسلام‌ او مجاهدينو نوم‌ بدوی او كه‌ نه‌ پوهيږی نو دا هغه‌ ځای دی چی هم‌ ځان‌ شرموی او هم‌ اسلام‌ ته‌ سپكاوی كوی.

او بيا گوره‌ په‌ بل‌ ځای كی وايی چی: «دی ښځو په‌ څوارلس‌ كالونو كی د كمونيستی رهبرانو او روسانو په‌ خلاف‌ يوه‌ مظاهره‌ هم‌ ونكړه‌ چی د دوی له‌ لاسه‌ نولس‌ لكه‌ مسلمانان‌ شهيدان‌ شول‌».

ته‌ خو دا خبره‌ هم‌ له‌ خپل‌ بیساری جهالته‌ كوی ځكه‌ چی خبرنه‌ يی دوی څو څو ځله‌ د پاكستان‌ په‌ مختلفو ښارونو كی د روسانو او د هغوی د گوډاگيانو پر ضد مظاهری كړی دی د روسانو بيرغ‌ ته‌ يی اور لگولی، په‌ اخبارونو كی يی بيانونه‌ وركړی خپل‌ زامن‌، ورونه‌ او خاوندان‌ يی جهاد ته‌ استولی چی ډير پكښی شهيدان‌ شوی هم‌ دی څومره‌ چی يی امكانات‌ لرل‌ په‌ روغتونونو او ښوونځيو يی لگولی... خو بيا به‌ هم‌ «پيام‌ زن‌» ستا د خبرو ځواب‌ درنكړی. پوهيږی چی ولی؟ ځكه‌ چی هر څوك‌ ستا تورونه‌ او ادعاگانی ووينی نو هرو مرو به‌ د يوه‌ ډير درواغجن‌ او سپك‌ «مولوی» په‌ سترگه‌ درته‌ گوری.

خو دغه‌ ملا كه‌ خبری كوی د بلی ورځی ټوك‌ ټولول‌ هم‌ له‌ پامه‌ نه غورځوی. كه‌ طالبان‌ مری كه‌ پاتی كيږی دا ورته‌ دومره‌ مهمه‌ نده‌، او يواځی دومره‌ وايی چی: «په‌ طالبانو بمباری كول‌ او د هغوی په‌ ضد پروپاگند كول‌ د اسلام‌ او مسلمان‌ كار ندی» او بس‌.

ښه‌ ملا صاحبه‌ چی په‌ طالبانو بمباری كوی دا خو به‌ يا اسلامی كار وی او يا به‌ نه‌ وی ځكه‌ لا تراوسه‌ ښكاره‌ شوی نده‌ چی طالبانو په‌ كومی مدرسی كی پيلوټی او ټانك‌ چلول‌ زده‌ كړی او د درنو او سپكو وسلو چلول‌ په‌ كوم‌ كتاب‌ كی راغلی چی دوی په‌ هغه‌ پوهيدلی دی. خو ته‌ ولی پری گونگی شوی له‌ هر بم‌ سره‌ څو څو طالبان‌ مړه‌ كيږی خو ته‌ له‌ يوی خوا ځانته‌ يو مسلمان‌ مولوی هم‌ وايی او له‌ بله‌ لوری يواځی په‌ دی خبری بسنه‌ كوی چی دا د اسلام‌ او مسلمانانو كار ندی او بيا «وړانديز» كوی چی همدغه‌ «نامسلمانان‌» دی اسلامی حكومت‌ هم‌ جوړ كړی. زه‌ نه‌ پوهيږم‌ چی دلته‌ ته‌ د اسلام‌ گټی او د انسان‌ د ژوند خوندی ساتل‌ غوره‌ گڼی او كه‌ په‌ دی فكر كیيی چی د بلی ورځی سخات‌ او خيرات‌ دی له‌ لاسه‌ ونه‌ وځی.

خو چيری، مولوی صاحب‌ دومره‌ ژر نه‌ قراريږی او بيا وايی چی «دی ښځو كی چی د حكمتيار او ربانی خلاف‌يی ناری وهلی اكثره‌ د خاد غړی دی، د هند او روس‌ جاسوسانی دی او د هند او روس‌ لخوا مالی او نوری مرستی ورسره‌ كيږی.»

ملا گله‌، چی دين‌ او وطن‌ شرموی هغو ته‌ هيڅ‌ نه‌ وايی خو چی بد پری وايی د هغو سترگی باسی. او بيا، له‌ هند او روس‌ سره‌ څوك اړيكی لری؟ چا ته‌ لوټونه‌ چاپوی؟ چا ته‌ وسلـی وركـوی؟ خلقيان‌ او پرچميان‌ چا باندی راټول‌ دی؟ د خاد جـاسوسان‌ چا تـه‌ راپـورونه‌ ټـولوی؟ او په‌ خپلو بنديخانو كی اوس‌ هم‌ د چا سترگی او نوكان‌ اوباسی؟ كه‌ په‌ دی هم‌ نـه‌ پوهيږی نو ښه‌ به‌ دا وی چی زه‌ درنه‌ غلی شم‌ ځكه‌ چی: «وخـا طبواهم‌ الجاهلون‌ قالوسلاماً».

٢

له‌ بلی خوا «تنظيم‌ طلبه‌ دينی افغانستان‌» چی ښكاره‌ نده‌ د چا په‌ ټوك‌ چليږی وايی چی گواكی «راوا» د «قرآن‌، اسلام‌ او انسانيت‌ خلاف‌ ناری او چغی وهی.» او افغانستان‌ كی «ډيمو او ازم‌» نه‌ ځاييږی «كه‌ دموكراسی غواړی نو روس‌ او امريكی ته‌ دی لاړ شی» او داسی نور.

خو داسی معلوميږی چی تاسی كمبختانو د مظاهری يو شعار هم‌ ندی اوريدلی او نه‌ مو په‌ دی هكله‌ خپره‌ شوی اعلاميه‌ ليدلی او كه‌ داسی نه‌ وی، نو تاسی هم‌، ضرور د نورو ډول‌ ته‌ څڼی اچوی ځكه‌ مظاهره‌ خو د هغو خلاف‌ وه‌ چی په‌ قرآن‌يی پښی ايښی، اسلام‌ ته‌ سپكاوی كوی او د انسانيت‌ خويی لا نوم‌ هم‌ ندی اوريدلی. نورو خلكو ته‌ كه‌ د قسم‌ كولو ضرورت‌ ورپيښ‌ شی نو چی ډير زور ووهی تر جوماته‌ پوری ځی او هلته‌ قسم‌ يادوی خو دا ناولی (ستاسی رهبران‌) ان‌ مكی ته‌ ولاړل‌ او د كعبی په‌ خونه‌ كیيی قسم‌ وكړ چی دومره‌ جنايت‌ مو بس‌ ده‌ نور به‌ خلك‌ نه‌ تباه‌ كوو خو لا بيرته‌ رارسيدلی نه‌ وو چی په‌ خلكويی څه‌ ناتار جوړ كړ؟ څه‌ وو چی دوی ونكړه‌؟ په‌ مونږ خو تير شو او كه‌ ړانده‌ نه‌ ياست‌ نو تاسی به‌ هم‌ ضرور ليدلی وی؛ دا كه‌ په‌ قرآن‌ پښی ايښودل‌ ندی نو څه‌ دی؟ او بيا دا په‌ كوم‌ اسلام‌ كی دی چی يوه‌ ورځ‌ دوستم‌ كافر او مليشه‌ بولی او په‌ بله‌ ورځ‌ يو ورته‌ د ستر جنرالی رتبه‌ وركوی، بل‌يی د جمهوری رياست‌ په‌ نيابت‌ ارگ‌ كی كښينوی او دريم‌ يی لا تر ننه‌ د زنی لاندی ميږی جنگوی. اسلام‌ او انسانيت‌ داسی وی چی لكه‌ خوكان‌ په‌ خپلو اويا كلنو ميندو تيری وكړی؟ جوماتونه‌ ونړوی؟ ښځی بیسيرته‌ كړی؟ د خلكو په‌ سرو كی ميخونه‌ وټكوی؟ په‌ كانتينرو كیيی نينی كړی؟ او يايی غوږونه‌ او پوزی غوڅی كړی؟

خو زه‌ ځكه‌ تاسی نه‌ ملامتوم‌ چی نه‌ د دموكراسی په‌ معنی پوهيږی او نه‌ هم‌ سم‌ فكر كولای شی.او كه‌ نه‌ بايد په‌ دی پوه‌ شوی وای چا چی تر پرونه‌ د مجاهدينو په‌ طرفداری ناری وهلی، جگړو ته‌ تللی پاكستان‌ خو لا پريږده‌ چی له‌ ډيرو نورو ملكونو څخه‌‌يی هم‌ خپل‌ برحقه‌ آواز اوچت‌ كړی، نن‌ څنگه‌ د وطن‌ د رښتينو بچيو په‌ ضد ناری وهی؟ كوم‌ چی يا د وطن‌ په‌ مينه‌ خپلو وينـو كی ولمبـيدل‌ او يـا نن‌ د وطن‌ د آبادی او سوكـالی پـه‌ لار كی هلـیځلـی كوی او يا هم‌ كه‌ څه‌يی له‌ لاسه‌ نه‌كيږی لږترلږه‌ له‌ روانو جگړو څخه‌ لاس‌ په‌ سر شوی دی. دا ناری د هغو وطن‌ پلورونكو پر ضد ناری دی چی له‌ دريو كالو راهيسی جگړی كوی او د خلكو كورونه‌ ورانوی د دی ځناورو او رښتينو مجاهدينو تر مينځ‌ لكه‌ د مځكـی تر آسمـان‌ پـوری، دومره‌ فرق‌ دی.

خو تاسی، ښه‌ به‌ دا وی چی خپل‌ سبق‌ ووايی هسی چټياټ‌ مه‌ وايی دا «ډيمو او ازم‌» بيا څه‌ دی؟ «الف‌ زده‌ كړی نه‌ او ب‌ ته‌ مو ټوپك‌ نيولی». اول‌ د يوی خبری معنی زده‌ كړی بيا كه‌ بد هم‌ ورته‌ ووايی د خلكو خندنی به‌ نه‌ جوړيږی.

۳

د حاجی خان‌ قومندان‌ په‌ نوم‌ هم‌ يو بيان‌ راغلی وو چی د دی په‌ ليدلو سره‌ هماغه‌ د ظاهرشاه‌ د وخت‌ وكيلان‌ را ياد شول‌، چی كله‌ به‌ د دوی نوم‌ د ناښوبانو په‌ لست‌ كی له‌ راديو څخه‌ ولوستل‌ شو، خوشحالی به‌يی ورته‌ كوله‌ چی زما نوم‌يی په‌ راديو كی واخيست‌ ان‌ تر دی چی لا په‌ كلی كی به‌يی خلك‌ د راديو په‌ شاوخوا راټول‌ كړی وو چی د دوی نوم‌ واوری. حاجی خان‌ قومندان‌ هم‌ غوښتی چی خپل‌ ځان‌ مشهور كړی او نوم‌يی په‌ اخبار كی راشی خو يوه‌ سادگیيی كړی چی لكه‌ د مولوی عزيزی او هاشم‌توحيدی شانته‌يی خپل‌ عكس‌ هم‌ نده‌ وړكری تر څو چی هغه‌ هم‌ په‌ اخبار كی چاپ‌ شی. او كه‌ داسی خبره‌ نه‌ وای نو دی به‌ ضرور پوه‌ شوی وای، دا آواز چی په‌ پيښور كی د ښځو انقلابی جمعيت‌ لخوا اوچت‌ شو هماغه‌ آواز دی كوم‌ چی له‌ بيوزلو خلكو څخه‌ دفاع‌ كوی د دوی د ناموس‌ خوندی ساتلو لپاره‌ د هر غليم‌ په‌ وړاندی خپله‌ سينه‌ سپر كوی. خو نه‌ هيڅ‌ پردی او نه‌ د دوی گوډاگيانو ته‌ دا اجازه‌ وركوی چی د افغانستان‌ د ځوريدلو، ربړيدلو او خواريكښو خلكو په‌ پرهارونو مالگی ودوړوی. او دا هماغه‌ غږ دی چی اوس‌ يی هم‌ له‌ هيبته‌ ډيری پخی ماڼی لړزيږی. هماغه‌ آواز او د همهغو خلكو آواز چی پر روسانو باندی به‌يی ستا په‌ قول‌ مسكو كی له‌ هيبته‌ ويره‌ راتله‌. خو نن‌ بايد ته‌ او ستا په‌ شان‌ نور له‌ خپله‌ ځانه‌ پوښتنه‌ وكړی چی ولی په‌ تاسی ويره‌ راځی؟ كه‌ په‌ ږيره‌ كی دی خلی (خاشه‌) نه‌ وی نو ته‌ ولی بده‌ گڼی.

۴

او بيا، يو بل‌ ملا هم‌ ډا مظاهری د څوارلس‌ كلن‌ جهاد په‌ خلاف‌ بللی او د خارج‌ په‌ اشارو تر سره‌ شوی كار ورته‌ وايی. خدای خبر دغه‌ ملا چی ځان‌‌يی عيدمحمد واحديار او د طالبانو د تحريك‌ وياند بللی د خارج‌ او داخل‌ په‌ معنی هم‌ پوهيږی او كه‌ نه‌ خو ماته‌يی هغه‌ متل‌ را ياد كړ چی وايی: «پرويزی كوزی ته‌ وايی، په‌ تا كی دوه‌ سوری دی» دا ملا صاحب‌ چی د پردی پرتاگه‌ تر شا خپل‌ ځان‌ پټوی، فكر كوی چی څوك می نه‌ وينی او نه‌ پيژنی. نه‌ صاحبه‌، ته‌ دی لومړی خپل‌ ځان‌ سپين‌ كړه‌ بيا كه‌ نوروته‌ تور هم‌ ووايی نو څوك به‌ درباندی نه‌ خاندی.

۵

د «تنظيم‌ طلبه‌ سلفيه‌» مولوی حنيف‌اله‌ وايی: «دا كار (مظاهره‌) افغانی ښځو سره‌ نه‌ سايی»، «په‌ اسلام‌ كی ښځو ته‌ داسی حقوق‌ وركړی شوی دی چی نورو دينونو ورته‌ نه‌ دی وركړی». او بيا «لارښوونه‌» كوی چی «آينده‌ د داسی عمل‌ نه‌ ډډه‌ وكړی».

د اسلام‌ په‌ هكله‌ بايد وويل‌ شی چی علم‌ په‌ نر او ښځی، دواړو باندی فرض‌ گڼل‌ شوی. د ښځی به‌ غير له‌ مخه‌ (د ويښتانو د شنه‌ كيدو له‌ ځايه‌ بيا تر زنی لاندی او د دوو غوږو تر نرميو پوری)، دواړه‌ لاسه‌ تر بندو پوری او دواړه‌ پښی تر بندو پوری نور بدن‌ عورت‌ بلل‌ شوی او ستريی فرض‌ دی، كله‌

چی اسلام‌ د عربستان‌ شبه‌ جزيره‌ كی خپور شو، نو له‌ مكی تر مدينی پوری به‌ هم‌ كه‌ ښځو يواځی سفر كاوه‌ چا به‌ څه‌ نه‌ ورته‌ ويلی، د اسلام‌ د پيغمبر لومړی ښځی د تجارت‌ دنده‌ لرله‌ او دوهمه‌ ښځه‌يی د جمل‌ په‌ جگړی كی په‌ اوښ‌ سپره‌ د جگړی ميدان‌ كی ولاړه‌ وه‌ او لارښوونی يی كولی.

خو اوس‌ ته‌ مهربانی وكړه‌ د «راوا» پرځای د تنظيمونو كړه‌ وړه‌ وسنجوه‌ چی كوم‌ يويی د اسلام‌ په‌ لاره‌ برابر دی؟ په‌ خپلو خويندو ميندو تيری كوی، جوماتونه‌ ورانوی، ښځی، ماشومان‌ او سپين‌ږيری وژنی، يواځی د ژبی اختلاف‌ په‌ سر بيوزلی خلك‌ وژنی، د علم‌ دروازیيی په‌ ښځو څه‌ چی لا په‌ نارينه‌ وو هم‌ بندی كړی. د پرديو په‌ اشاریيی خپل‌ وطن‌ وران‌ او بيت المال‌ تالا والا كړ ښځی يی په‌ كلا كی بنديانی كړی او كه‌ د بهر وتلو اجازه‌ هم‌ وركړی نو په‌ كڅوړی كی به‌ گرځی... كه‌ يوه‌ گوته‌ دی «راوا» ته‌ نيسی د څلورو نورو گوتو ځواب‌ هم‌ ووايه‌ كومی دی چی د خپل‌ ځان‌ خوا ته‌ كيږی.

د دی ظلم‌، تيری، فساد او بیناموسيو په‌ وړاندی مظاهری كول‌، ټوپك‌ اخيستل‌ او د دی جنايتكارانو له‌ منځه‌ وړل‌ ښايی او كه‌ پټه‌ خوله‌ كښيناستل‌؟ څوك بايد له‌ خپل‌ عمل‌ څخه‌ ډډه‌ وكړی، «راوا» چی جنايت‌ او بیناموسی ته‌ بد وايی او كه‌ جنايتكاران‌ او بیناموسان‌؟

تاسی چی د بیننگی د ونی سيوری ته‌ ډډه‌ لگولی ده‌ بايد د «راوا» مظاهری ته‌ سپكی سپوری خبری وكړی، ځكه‌ دوی دی چی په‌ ډير جرأت‌ سره‌ خپل‌ سر په‌ لاس‌ كی نيسی او خپل‌ سپيڅلی او لوړ آواز سره‌ د اخوانيانو او نورو راز راز بنسټپالو ځالی لړزوی. د چا چی وجدانونه‌ لا ژوندی خو ويده‌ دی هغه‌ له‌ درانه‌ خوبه‌ راپاڅوی او نه‌ پريږدی چی څو كسه‌ د پرديو لاس‌پوڅی گوډاگيان‌ د خلكو په‌ سرنوشت‌ لوبی وكړی. او د وجدان لرونكو افغانانو، په‌ خاصه‌ توگه‌ د ښځو د غوښتنو رښتينی ترجمانی كوی. كه‌ تاسی بیننگه‌ او بیغيرته‌ نه‌ وای او د رښتينو افغانانو وينه‌ مو په‌ رگونو كی چليدلی وی نو د دغو هيوادپلورونكو او هيواد ورانوونكو «رهبرانو» د داړو د جنايت‌ او بیناموسيو په‌ هكله‌ به‌ مو خوله‌ خلاصه‌ كړی وای. هر څوك چی په‌ تيره‌ بيا په‌ اوسنی وخت‌ كی ښو ته‌ ښه‌ او بدو ته‌ بد ونه‌وايی هم‌ به‌يی خدای مخ‌ توروی او هم‌ به‌ په‌ تاريخ‌ كی د كرغيړنو او دوه‌مخو انسانانو په‌ نوم‌ ياد شی.


وياړ دی وی په‌ عدالت‌ غوښتونكی «راوا»!
سپك‌ او مختوری دی وی بنسټپالی جنايتكاران‌ او د دوی بیمزده‌ نوكران‌!