سيدگل‌ ـ قندهار



«د ټپوس‌ د ځالی نه‌ د باز بچی نه‌ الوځی»

د بنسټپالو او په‌ سر كی د گلبدين‌ د فاشيستی بانډ جنايتونو او بیناموسيو اور لا په‌ هيواد كی نه‌وو مړ شوی چی د هغوی آخوروال‌ وروڼه‌ د طالبانو تر نامه‌ لاندی زمونږ په‌ كړيدلو خلكو نازل‌ شول‌.

طالبان‌ هم‌ ډير ژر په‌ هغی لاری وخوځيدل‌ چی د دوی اخوانی «قيادی وروڼه‌» تللی دی. دوی هم‌ خپلی اساسی دندی هغه‌ وټاكلی چی «جمهور رييس‌» او «صدراعظم‌ صاحب‌» په‌ كی ستړی شوی دی.

آيا طالبان‌ د وطن‌ لوی جنايتكاران‌، غله‌، خاينان‌ او تيریكوونكی پيژنی؟ په‌ چا بايد شريعت‌ وچليږی؟ د چا بايد لاس‌ او پښی غوڅ‌ او څوك‌ بايد تر ډبرو لاندی شی؟

آيا په‌ هر «معقول‌ دريز» د گلبدين‌، ربانی، سياف‌ او دوستم‌ له‌ محاكمی او په‌ دار ځړولو نه‌ ځان‌ تيرايستل‌ او هغوی سره‌ د خبرو اترو له‌ لاری «مفاهيمی» ته‌ رسيدل‌ او هسی د څو تنو (چی معلوم‌ ندی غلا يی هم‌ كړی او كه‌ نه‌) شرعی محاكمه‌ كول‌، پرته‌ له‌ لويو جنايتكارانو او اخوان‌ سره‌ دپخلاينی او اړيكو درلودلو، بله‌ معنی هم‌ لری؟

آيا دوی به‌ گلبدين‌ پسی هم‌ هغه‌ بیاحساسه‌ او بی وجدانه‌ ډاكتران‌ يعنی عبدالباقی او اكبرخان‌ وليږی څو چی پرته‌ دموضعی بيهوشی پيچكاريو زړه‌خوږوالی! ځينی هغه‌ د لسگونو زرو خلكو په‌ وينو سره‌ شوی لاسونه‌ غوڅ‌ كړی او تور ماغزه‌ يی وشيندی؟

آيا د تيركال‌ د دلوی مياشتی په‌ ۲۶ نيټی په‌ هلمند ولايت‌ كی د جلات‌ خان‌، عبدالصمد او محمد په‌ شان‌ «لارشوكوونكو» د لاس‌ او پښی غوڅولو سره‌ په‌ هغه‌ وحشيانه‌ توگه‌ معيبول‌ به‌ ډير «شرعی» او «عبرتلرونكی» وی يا د پاكستانی، ازبكستانی، ايرانی او عربستانی مزدورانو، «قيادی رهبرانو» او شريكانو پرته‌ د شرعی يا بلی قانونی محاكمی څخه‌ په‌ صحرايی محاكمه‌ په‌ دار ځوړول‌؟

ښه‌ دی چی هر رنگه‌ «اسلامی»، غير اسلامی او «شريعت‌ پاله‌» ځواكونه‌ دبيوزلو خلكو په‌ وړاندی په‌ دی شان‌ كړووړو سره‌ خپل‌ اصلی ماهيت‌ په‌ ډاگه‌ كری، خو دا به‌ يواځی زمونږ د بدمرغو، بی دفاع‌ او غمځپلو خلكو لپاره‌ د ډيری وينی تويدنی، بربادی او قربانی په‌ قيمت‌ تمام‌ شی.