فیروز ـ لغمان
د لغمان د بیله او موساخیلو كلی كی دوو وسلهوالوكسان په خپلی مور جنسی تیری وکړ
د ١٣٧۵ كال د وری په ٢٢ نیټه یوی پنځوس كلنی كونډی ښځی د بیله او موساخیلو په كلی كی د ډوډی پخولو لپاره لرگی او بوټی راټولول چی د دی مسلحو رضاعی زامنو متین او شمس ولیدله او د بوسو وركولو په پلمهیی كوټی ته دننه ایستله او سمله لاسهیی په تجاوز لاس پوری کړ. خواركی كونډی هرڅومره ناری او چیغی ووهلی چی «متینجانه، شمسجانه ما تاسو ته شیدی درکړی دی، زه ستاسی موریم په ما تیری مهكوی» فایدهیی ونکړه. ترڅو چی دواړه جهادیان له خپل ناولی عمل څخه فارغ شول او بیا یی ښځه ووژله.
په دی پیښی چی ټول كلیوال خبر شول د گلبدین د امنیت كسانو تهیی راپور ورکړ. هغوی دواړه بیناموسان ونیول او بیایی د ۴۰ لكه افغانیو په بدل كی بیرته خوشی کړل.
لغمان ته د گلبدین له راتلو وروسته دا دریمه ښځه ده چی له جنسی تیری وروسته وژل كیږی.
ا.ن- لغمان
«لغمان ته بلا راغلی ده»
د لغمان ولایت مركز ته د نژدی كلی كی یو دهقان اوسیږی چی د خپلو «بیباكانه» کړو وړو له كبله ډیر مشهور دی. پخوا د والی حسن خان گردیزی په وخت كی د دولت د سرك جورولو نقشه د نوموړی په ځمكه راغله. هغه حسنخان ته ورغی او وهیی ویل: «ترڅو زه ژوندی یم دا سرك به زما په پټی كی تیرنشی. زه پوهیږم چی تاسو د كلی هغه دوو خانانو لمسولی یی او هغوی غواړی چی زما د ځمكی په سر موټرو كی تگراتگ وکړی، خو دا كار به ونشی، ته ما وپیژنه!» والی پوښتنه وکړه چی «ته ما پیژنی؟» دهقان وویل «نه، كومه ده تذكره دی، د كوم ځای څخه یی چی اوس په مونږ باندی حكومت كوی؟» د ده د ټینگار او نهویریدونكو خبرو نتیجه دا شوه چی دولت خپله د سرك نقشه بدله کړه.
لغمان ته د گلبدین په راتگ سره نوموړی دهقان چی اوس ډیر ضعیف او سپینږیری شوی هم دی، پاڅیږی او د لغمان مركز ته نژدی ټولو سیمو كی خلكو ته په ډاگه وایی چی: «ای خلكو! زمونږ وطن ته بلا راغلی ده. نور ټول ځایونهیی ویجاړ او خلك یی تباه کړیدی اوس وار زمونږ رارسیدلی دی. پاڅیږی! دا بلا گلبدین دی...» وروسته د گلبدین ساتندویه سپیان رسیږی او نوموړی دهقان نیسی. له ډیرو ربړولو او وهلو وروستهیی یوه خوا مخ توروی، په خره باندییی چپه سپروی او په ښار كییی گرځوی. په دی ترڅ كی دی هغو كسانو ته چی د ده تماشا یی كوله وایی: «هیڅ پروا نلری. دوی كولای شی ما باندی هر څه وکړی،وهمی وهی یا نیووژنی، خو ما خپله وظیفه ترسره كړیده. خلك می خبر کړی او د دوی پر ضد پاڅون ناره می ټولو اوریدلی ده.»
تر دی پیښی وروسته د كلی سپینږیری گلبدین ته ورځی او وایی هغه د لغمان نازولی دی له والی حسنخان سره هم د مقاومت تاریخ لری كه یی له بنده خوشی نکړی ډیره به درته درنه پریوځی او په دی توگه گلبدین مجبوروی چی له څو ورځو وروسته یی خوشی کړی.
ه. ن- کابل
په كابل كی د «اخوانی شریعت» پلوشی
كله چی په كابل كی د لاسپوڅی رژیم له پړځیدو وروسته اخوانی توره وریځ خپره شوه د كابل ښاریان تر پخوا لا زیات او دا ځل د بنسټپالو ډلو د قدرت غوښتنی د بدمستیو په اور كی لاهو شول د خلكو ټولی شتمنی، كورونه، دوكانونه، ناموس او عفت د دغو ځناورو په لاس چور او چپاول شول او همدا وجه هم ده چی نن د دوی په لیكه كی هیڅ یو پاك او شریف انسان نه لیدل كیږی او یواځی هغه كسان چی ځان په پیسو پلوری او یا د پخوانی رژیم بقایا دی چی د خپلی بیغیرتی د ونی سیوری یی غنیمت گڼلی دی. له دوی په شاوخوا راټول شوی دی.
د كابل د خلكو اقتصادی توان دومره كمزوری شوی چی عام خلك یی یواځی د یوی مړی وچیډوډی د موندلو په فكر كی شپی ورځی تیروی كتغ هم كه ومومی نو پرته له تشی پیاوی، ټیپرو (شلغم) یا گازرو نور څه نه موندل كیږی. كچالو هم نن سبا د غوښی په بیه پلورل كیږی او رانیول یی گران كار دی. غوښه خو بیله «جهادی وروڼو» نور هیڅوك هم نشی خوړلای. كار نشته غله هم اوس هڅه كوی چی د شپی لخوا دومره څوك ونهځوروی، كوم ځای یی چی په نخښه کړی وی د ورځی له خوا یی لوټوی. ځكه دوی ټول یا پخپله د امنیتی حوزو ساتونكی او یا یی نژدی انډیوالان دی چی هغوی ته هم «حق» وركوی. كه څوك د خپل كور د غلا كیدو په هكله اطلاع ورکړی، په ځواب كی ورته ویل كیږی چی: «ته غل او مال پیدا کړه بیا مونږ خبر کړه، ترهغی چی غل او مال دی نهوی موندلی بیا مراجعه مكوه. هر څوك مجبور دی چی خپل امنیت پخپله وساتی خو كه له چا سره وسله ولیدی شوه او یایی ډزی وکړی ځواب به یی د مجاهدو غلو په وړاندی پخپله وایی.
مامورین هم د گذاری له مخی په دوه ډلو ویشل كیږی لومړی ډله یی هغه جهادی مامورین دی چی كابل یی د جنگی «غنیمت» په ډول نیولی دوی ته ټول ښار «غنیمت»، نارینه غلامان او ښځی كنیزانی ښكاری. قصابان هڅه كوی د دوی استوگنځی ته نژدی دوكان جوړ کړی ځكه كه هره ورځ یو څاروی راوهنهنیسی نو له نیمایی خو كم ورته شرم ښكاری كله چی د میوهپلورونكو دوكان ته د خپلو تورو شیشو په موټرو كی ورشی او ودریږی له سیر او چارك څخه كوچنی خبره نكوی. د بیی پوښتنه هم نكوی خو كله چی میوه راونیسی بیا د پیسو بنډل دوكاندار ته گذار کړی او بی له دی چی پاتی پیسو اخیستلو ته ودریږی خپل موټر ته په داسی ډول وروخیژی په ږیری لاس تیر کړی او د موټر اكسلیټر كښیكاږی چی حتی د پخوانیو ډیرو ناولو اشرافو مخ هم سپینوی. دا ډله مامورین اكثره دری او څلور ښځی لری خو ځینی یی چی ځان ته «روشنفكر» وایی او یا ډیر سپین ږیری وی یواځی په دوو ښځو بسنه كوی. دوی ته د ضرورت په وخت كی دولتی مامورین هم لكه شخصی نوكران ښكاریږی د میلمنو د راتگ او یا ځینی نورو كاور په وخت كی یی له جسمی قوت څخه گټه اخلی.
دوهمه ډله عام مامورین دی چی په عمومی ډول د اتیا زرو افغانیو شاوخوا میاشتنی تنخواه باندی چیچلی گزاره كوی چی د اوسنی نرخ په حساب څلور بوجی اوړه تری جوړیږی. دا ډله دولتی مامورین او ښوونكی اكثراً د واټونو په غاړه تیل، لرگی، سكاره، سگرت، گوړه، ټیپر او داسی نورشیان خرڅوی څه چی گټی یوه اندازهیی پولیسو ته د سیمی د «حق التسلط» په نامه وركوی او كه نه نو هم وهل كیږی او همیی مال چور كوی. اسلامی «دولت» دوی ته د ژمی په سر كی لرگیو د بیی په نوم د میاشتی ۰۰۰ ٨۰ افغانیو مرستی اعلان هم وکړ چی ځینو ته یی د یوی میاشتی او ځینو ته د دوه میاشتی پیسی ورسیدی خو اكثرو ته هیڅ هم ورنکړی شول.
كی د كار اجراء خو لا څه چی د لارښوونی لپاره هم كه پیاده ته یوڅه پیسی ورنکړی خبره هم نه درسره كوی. مالیی وزارت د نورو وزارتونو او مؤسساتو د معاش او مصارفو د تخصیص په اجراء كی دومره بهانی لټوی ترڅو چی مقابل لوری له اونیو، اونیو سرگردانی وروسته وپوهیږی چی بیله رشوت څخه چاره نشته. له دی وضعی څخه وزیران هم لا تر دوو سپوږمو شوی دی خو څرنگه چی خوله یی له اوبو ډكه ده څه ویلای نشی. كه څه ووایی پخپله رسوا كیږی.
«دولت» د مرغومی د میاشتی په لومړیو كی اعلان وکړ چی د دی میاشتی له اتمی نیټی څخه به د اسلامی «دولت» د عالی شورا له تصمیم سره سم د كابل ښاریانو ته د مساعدت په توگه د دوه ملیاردو افغانیو په بیه له نظامی ثابتو ذخیرو څخه خوراكی مواد وركوی. خو دا خبره هم د جبلالسراج مقاماتو ونهمنله او د اسلامی «دولت» عالی شورایی خلكو ته درواغجنه کړه.
د گوډاگی دولت له نسكوریدو وروسته چی مجاهدین كابل ته راغلل خلك ډیر ورته خوشحاله وو او د دوی دوستی یی ځان ته د فخر وړ خبره گڼله خو اوس له دی تنظیمونو او په تیره بیا اخوانیانو څخه دومره كركه لری او په دوستی كولو یی شرمیږی چی په خلقیانو او پرچمیانو هم نهشرمیدل.
كال د مرغومی په نولسمه نیټه د اوبو او بریښنا وزارت هدایت ورکړ چی د سهار لخوا دی ټول مامورین مخكی د حاضری له امضاء كولو سره یو ځای راټول شی ترڅو په هغی غونډی كی چی دوی په پام كی نیولی وه برخه واخلی. نو ځكه ټول مامورین چی انجنیران، تخنیكران او نور فنی كسان دی یوځای سره راټول شول چی د دوی په وړاندی د جمعیتی ملایانو او اخوانیانو غوبل جوړ شو هر یو به چی پاڅید، دومره خبرییی كولی چی خپلو ملگرو به یی هم په اسویلی ایستلو او لاس موښلو شروع وکړه. په پای كی یی دا ورځ د اوبو او بریښنا د انستیتوت د «بیا مسلمانولو ورځ» ونوموله او اعلان یی وکړ چی له دی وروسته هری هفتی كی یوه ورځ باید ټول بی له دی چی كوم عذر او بهانه یی ومنل شی دغو عقیدتی درسونو ته حاضر شی. دوی د درسونو لړی چی د لمانځه او اوداسه ترتیب د روژی مكروهات،د جنابت غسل، د قضای حاجتطریقی او داسی نورتدریس كیږی هماغسی دوام لری.
ه .ن ـ كابل
د كابل د اوسیدونكو قهرجنه مظاهره
د كابل یو شمیر اوسیدونكو له مرگ څخه د خلاصون لپاره ځان ته د چارآسیاب څخه په بایسكل باندی خوراكی مواد راوړل خو دولت چی د طالبانو د ټانكونو له ناڅاپی برید څخه ویریده او همیی په خپلو قومندانانو باور نه درلود چی خپل ځان په طالبانو ونه پلوری د چارآسیاب ـ كابل د لویی لاری د سنگ نوشتی په سیمی كی یی لویی لویی ډبری له غره څخه پر سړك راوغورځولی او ماینونه یی هم ښخ کړل چی څوك تگ راتگ ونشی كولای خو د خپلی رادیو او نورو تبلیغاتو په وسیلهیی د لاری د بندولو پړه پر طالبانو اچوله كله چی خلك د دولت په دوه مخیتوب وپوهیدل هماغه وو چی د سلواغی په یولسمه نیټه د پنځه سوه بایسكل سپرو شاوخوا كسانو د ارگ مخی ته یوه مظاهره جوړه کړه چی په دولسمه نیټه دا شمیر یو زر كسانو ته چی ډیرو یی له ځان سره تبرگی، بیلونه، كوتك او نور داسی شیان هم راوړی وو. ورسید د هغوی شعارونه داسی وو:
«ـ د كابل خلك له لوږی مه وژنی!
ـ مونږ ډوډی غواړو!
ـ ټولی لاری باید خلاصی شی!»
دا مظاهره د «جهادی» سړیوژونكو د كلك غبرگون په نتیجه كی پای ته ورسیده.
طارق ـ كویټه
طالبی پریكړه لیک
د طالبانو اسلامی شورا په خپلی غونډی كی چی د ١٣٧۴ كال د كب په ٢۵ نیټه كندهار كی جوړه شوه لاندی تاریخی پریكړی کړی دی:
١- ټول هغه كسان چی ږیری یی تر قبضی لنډی وی د قشله جدید په نوی جوړ شوی مجلس كی باید یوه میاشت بندیان شی تر څو یی ږیری شرعی اندازی ته
ورسیږی. ٢- هر طالب باید له خپل ځان سره د خاصه ټوكر وگرځوی تر څو د هغو كسانو ږیری معلومی کړی چی په قیچی یی وهلی وی. كه د چا د ږیری ویښتان ترټوكر ووتل نو معلومه ده چی په قیچی یی وهلی دی او ٢۰ ورځی د بند جزا به تیروی.
٣- د كندهار ښار ښځی په هیڅ ډول نشی كولای چی ډاكتر ته د ناروغیو د علاج لپاره ورشی. كه چیری نر داكتر ښځه وكتله د دوشپو بند او وهلو ټكولو سزا به تیروی. تر اوسه پوری دری ډاكتران په نوموړی «گناه» نیول شوی او بی عزته شوی دی.
همدا راز په غونډه كی وویل شو چی د كندهار د ښار ټول خلك مردار خواره دی او دا بی له وهلو ټكولو څخه نه اصلاح كیږی.
شیرشاه همدرد ـ پیښور
د ټایر پنچریدل او د طالبانو عقل
څو موده وړاندی له گردیز څخه خوست ته راتلم په یوه فلاینگكوچ كی كښیناستم، نیمه لار مو نه وه وهلی چی د فلاینگكوچ ورستنی ټایر پنچر شو. د ژمی واوری پرتی وی او موټروان د ټایر په بدلولو بوخت شو چی څو كسه طالبان راورسیدل له موټروان څخه یی ډیر په قهر وپوښتل چی د موټر ټایر ولی پنچر شو هغه چوپه خوله پاتی شو ځكه د طالبانو په خویی بوی بلد وو چی له دوی سره د دلیل ویلو پای څه وی بیا یو ځوانكی طالب د ننه موټر ته راوكتل او وئی ویل چی په دی موټر كی حتمی كوم پلیت (ناولی) سړی ناست دی ځكه یی ټایر پنچر شو. د موټر آخری سیټ ته ورغی او د ټایر د پاسه په سیټ ناست سړی ته یی د سكته كیدو اشاره وکړه سپین ږیری سړی خپل څادر راواخیستو او ښكته شو یوه طالب تری پوښتنه وکړه چی ووایه زنا دی كړی او كه لواطت چی پلیت په موټر كی ناست یی؟ خدای وشرمولی او ستا د سیټ لاندی ټایریی پنچر كړو، ژر شه او د هغه ډنډ اوبو كی غسل وکړه تر څو پاك شی او خدای پاك درباندی كوم بل غضب نازل نه کړی. سپین ږیری یی د ټوپك په زور په اوبو كی ولمباوه او بیایی موټر ته د تللو اجازه ورکړه.
د موټر سپرلیو د طالبانو له ویری هیڅ هم په خوله نشو ویلای خو د دوی له تللو سره یی په زاړه كفنكښ شكرونه ایستل.
فیروز – لغمان
د جهادیانو پرضد د ننگرهار لیسی د زدهكوونكو مظاهره
د روان كال د غوایی په دویمه نیټه د ننگرهار لیسی زدهكوونكو د «جهادیانو» پر ضد یوه لویه مظاهره وکړه. دوی غوښتل چی د لیسی استادانو ته باید د دوی د زیار ایستلو او ښوونو په بدل كی په خپل وخت معاش ورکړی شی. دوی له جهادی قومندانانو او د ننگرهار ولایت له چارواكو څخه غوښتنه كوله چی له دریو او څلورو ښځو كولو څخه صرف نظر شی او د لویو قصرونو او بلډنگونو جوړولو څخه لاس واخلی او زمونږ استادانو ته معاش ورکړی.
د ننگرهار ولایت د تعلیم او تربیی رئیس چی د دوی د بر حقی غوښتنی ځواب نه درلود خپله بی منطقی یی داسی بیان کړه: «دا حق غوښتل د كمونیستانو كار دی. زمونږ مجاهدین دومره سپینسترگی ندی چی خپل حق وغواړی».
مظاهره د جهادیانو پرضد شعارونو وركولو سره پای تهورسیده.
حیاتاله كنړی
جهادی پاټكونه
په ١٢/٢/١٩٩۶ له كنړ څخه جلالآباد ته تللی وم تقریباً ٢۵ ـ ٣۰ جهادی پاټكونه د لاری په اوږدو كی لگیدلی وو. د پاټكیانو سلوك له خلكو سره د غلو او وحشی ځناورو نه هم ناوړه دی او ځینی یی هم دومره كوچنی دی چی اوس باید د كلاشنكوف پرځای مكتب كی كتاب او قلم سره بوخت وای او یا یی په كور كی د لوبو شیان په لاس كی لوبولای.
كه چیرته پاټكونو كی ماشومان یا نور كلیوال خلك هم د مسافرانو د لوټولو لپاره كښینی پړهیی په خپله د هغوی په غاړه نده ځكه هر یو یی كور او ماشومان لری چی هغوی هم ډوډی او جامی ورڅخه غواړی د هوسا او سوكاله ژوند شرایط بنسټپالو ډلو ورڅخه اخیستی او هغه هیوادپلوری چی د ټوپك په زور واكمنی ته هم رسیدلی په خپله بیله ناروا جگړو، انسان وژنو، بیناموسی او پاټك جوړولو بل كار نلری ځكه ځینی عامه خلك هم له بدی ورځی خپلی سیمی كی پاټكونه جوړوی. د دی ټولو ناخوالو او بدمرغیو حساب به له هغو خاینو هیوادپلورو سره كیږی چی د دین او مذهب په نومیی دغه خونړی توری تیاری شپی په خلكو باندی تپلی دی.
١۵/٢/١٩٩۶ جلالآباد كی د سرهصلیب كسانو غوښتل چی ځینی مواد معیوبینو باندی وویشی، خو وروسته د څو دقیقو څخه د وسلهوالو جهادیانو لخوا ورباندی حمله كیږی او ټول مواد او شیان یی تالا كوی.
ه.ن- کابل
جهادی پوستی د بریښنا لینونه غلا كوی
اوس چی كابل په «اسلامی جمهوریت» كی غلا، داړهماری، سړی وژنی او نور د معروف او امنیت، سولی او انسانی سلوك د منكر مفهوم غوره کړی د دغی اداری لوی او كوچنی ټول د خپل وس او اختیار په اندازه غلاگانی كوی لكه چی د اوبو او بریښنا وزارت له څه مودی راهیسی وعدی كوی چی سبا یا بل سبا به بریښنا ټول ښار ته توزیع شی خو كله چی سبا شی لكه د «یاځوځ او ماځوځو» سوری کړی غر بیا د بریښنا د پایو په سر هیڅ هم نه وی پاتی او ټول لینونه غلا شوی وی. كه نوكریوال او مسئولین وټاكل شول هم كومه فایده ییونکړه تر دی چی د نوموړی وزارت گودامونه تش شول او د تایمنی له سیمی څخه یی د ۰/١۵۰۰۰ ولټه لینونه پرانیستل او د عمومی لینونو یعنی د ۰۰۰ ١١۰ ولټه پرځای یی وتړل. خو له نیكه مرغه په دی وروستیو ورځو كی چی د لین مسئول گروپ د لین ساتلو په نیت گزمه كوی گوری چی په یوی فاصلی كی لین پر ځمكه پروت دی. او د برق سلیټرونه هم چی په ماشیندارو ویشتل شوی پر ځمكه پراته دی. كله چی گزمهوال د برق لین ساتونكی امنیتی پوستی څخه پوښتنه كوی چی لین چا غورځولی؟ هغوی په ځواب كی وایی چی كه یو من لین په ٣۰۰۰۰ افغانیو رانیسی خوښه مو او كه نه له لین سره كار مهلری. له هری خوا څخه چی راغلی یاستی بیرته په هغی لاری لاړشی او شاته هم ونهگوری. او كه من په ٣۰۰۰۰ افغانی موافقه لری نو لین بیرته پایو ته پورته کړی.