
زهره در حال دكلمه شعر «قهر به اورشی»
خپلو پښو لاسونه وشكوه ځنځیر د اسارت
پاڅیږه توپان كړه
مات كړه ور
رنگ كړه دیوال
چپه كړه څلی. ای دردمندو زیارگاللو
میندو خویندو
زغمل پریږدی!
(...)
ښځـه:
لاهو شوی ده په سیند كی
ځان وژنی آزمایلی
تیزابونو ویلی كړی
رسی گانو غرغړ كړی
له ډبرو لاندی شوی
په بریښنا له هوشه تلی
هم د اور تاو لمبو كی سوځیدلی
لوگی شوی
ایری شوی
ښځی هر څه شوی:
طلاق شوی كونډی شوی بوری شوی
یــا
د یو سړی بستر كی
دری څلور
گڼ زړی شوی
چا د خپل د عیش بزمونو
نڅاگری جوړی كړی
یا مستانو د سرو میو
شنی ساغری پكار كړی
چا د شمعی سوزیدو كی
تر سهار ستومانه كړی.
ای دردمندو، زیارگاللو
خویندو، میندو
زغمل پریږدی!
ښځـه:
چا كش كړی ده بازار ته
پتپلورونكی
فاحشه
(یو بهاداره كالا)
وهرچا ته.
اخیستونكی وركوی بیع
كالا واخلی واك پردی شی.
دا لحظه د ځنكندن او عزرائیل
معامله ده!
په مړاو شونډو
زهریله مسكا!
(...)