RAWA Demonstration to condemn the black day of April 28 - 1997

سږكال بیا د ثور توره اتمه‌، زمونږ په هیواد باندی د بنسټپالو د منگلو ښخولو ورځ د «افغانستان د ښځو انقلابی جمعیت‌» له خوا دیوه پرتمین لاریون په ترڅ كی وغندل شوه‌.

لاریون دسهارپه یوولسو بجو د اسلام‌آباد له پشاور مور څخه پیل شو چی د «راوا» د غړو او پلویانو سربیره د پاكستانی څو سازمانونو استازو او اسلام‌آباد كی میشته گڼ شمیر افغانی میرمنو او نجونو هم پكښی گډون كړی وو. دخبریالانو شمیر هم لكه د هر كال په شان‌دیر او د پام‌وړ وو.

د تظاهراتو د پیل نه یو ساعت مخكی د «راوا» څو تنه كاركوونكی له لودسپیكر سره اسلام‌آباد كی د مختلفو افغانانو استوگنځیو په سیمو كی وگرځیدلی او په پښتو او فارسی ژبو یی هغوی ته بلنه وركړه چی د پیوستون او یووالی څرگندولو په خاطر لاریون كی ونډه واخلی او دهغه ویرتون پرضد چی جهادیانو او طالبانوپه ټول هیواد او په تیره بیا په كابل كی جوړكړی خپل غبرگون نړیوالو ته وښئیی تظاهرات د طالبی او جهادی ضد شعارونو وركولو سره پیل شو. او ورپسی د گلبدین‌، خلیلی‌، ربانی‌، دوستم او ملاعمر جوړی ځیری په دار وخیژول شوی‌. او یو ځل بیا پردوی باندی د مرگ ویلو نعری اوچتی شوی‌.

د تظاهراتو په ترڅ كی د«راوا» څو غړو په دری‌، پښتو او اردو ژبو د افغانستان په روانو حالاتو او په افغانستان كی د ښځو حقوقو تر پښو لاندی كولو په اړه خپلی ویناوی وړاندی كړی چی دنندارچیانو لخوا ورته ښه راغلاست وویل شو.

د تظاهراتو په پراو كی اسلام‌آباد كی میشته افغانی ښځی هم د تظاهراتو په لیكو كی یو ځای شوی او د شعارونو په وركولو سره یی خپل یووالی وښوده‌.

د تظاهراتو په لیكه كی د شعارونو په غیر چی د ښځو او ماشومانو لخوا نیول شوی وو د كابل او د افغانستان د تباهی او ویرانی عكسونه هم د ورو ماشومانو په لاسونو كی ښكاره كیدل چی د خبریالانو د پام ور گرځیدلی وو.

د تظاهراتو په ترڅ كی د «راوا» د څو تنو غږو لخوا په پښتو، دری او اردو ژبو اعلامیی ولوستل شوی‌. د «راوا» د مكتب د ماشومانو لخوا د «راوا» خپرونی او اعلامیی په مختلفو ژبو د خلكو په مینځ كی وویشل شوی‌. د تظاهراتو انعكاس په پاكستانی خپرونو او ورځپانو كی ډیر وو او په ضمن كی د فارسی‌، پښتو او اردو بی‌بی‌سی سره هم مركی وشوی‌. لاریون دوه ساعته وروسته په بریالیتوب سره په كراچی كمپنی كی سرته ورسیده‌.