«د افغانستان د ښځو انقلابی جمعيت» مبارزو خويندو او د «پيامزن» د خپرونی محترمو او باشهامته كاركوونكو، زما سلامونه او نيكی هيلی ومنی. د نبی مصداق د ليك نقل مو چی رالیږلی وو،ماته ورسيد.او همدا شان ما د ښاغلی نبی مصداق او«نرشير» نگارگر هغه فلم د ليدو موقع پيدا كړه چی د افغانستان څخه د راگرځيدو وروسته د لندن په يوی غونډی كی د دوی د خبرو حخه ډك شوی دی.
كله چی ما د ښاغلی مصداق ليك ولوست ډير حيران شوم ځكه چی بيا يی هم په نه منونكی توگه د طالبانو په جنايتونو، لوټماريو او بدمعاشيو سترگی پټی كړی اوهغوی يی د سولی او سوكالی د «پريښتو» په څير ستايلی دی. په رښتيا سره د خير په غونډی ناست ژورنالستان، اديبان او «منور» او «نرشير» استادان د امارت د غنيمتونو په ويش كی د وندی اخيستلو د ناكامی هيلی په خاطر ځان د هيواد د حالاتو او واقعيتونو څخه دومره بيگانه او بی خبره ښايی چی په رڼا ورځد خپلو جهادی او طالبی رهبرانو په لمن او منگلو كی د زرگونو مظلومو او رنځيدلو خلكو د وينو څاڅكی نه وينی، كوم چی د هغوی بهرنی باداران هم ځينی سترگی نشی پټولای. كله كله دغه «ژورنالستان» د بين المللی فشارونو له مخی د بیبیسی او نورو راډيوگانو په څپو كی د شف شف ويلو په شان په افغانستان كی د طالبانو او جهاديانو د حاكميت په سيمو كی په انسانی حقوقو د تيريو، دښځو د حقوقو تر پښو لاندی كولو، د لاسونو او پښو غوڅولو، داعدامونو، سړی وژلو، سنگسارولو او د سركونو په سر د درو وهلو په هكله څه ناڅه وايی خو كله چی په كابل راډيو كی د پوښتنو سره مخامخ كيږی نو د «مصلحت» له مخی خپل وجدان او شرف تر پښو لاندی كوی او د يو محتسب په شان د طالبانو له دريځ نه د خپلو خويندو، ميندو او خلكو په سپكاوی لاس پوری كوی. ددی پر ځای چی مثلاً ښاغلی مصداق په هرځای او موقف كی واقعيتونو ته غاړه كيږدی، خپل وجدان له هميشنی رنځ او عذاب ځينی خلاص كړی او د غدارانو،لوټمارانواوجنايتكارانو واقعی څيری ولستهبربنډی كړی، دوی ورباندی نوره هم لمن غوړوی، دهغوی په تورو مخونو د تطهير اوبه اچوی او رښتيانی څيری يی د «اسلامی حجاب» لاندی پټوی.
مصداق او دهغه ملگری ادعا كوی چی: «څادری زمونږ د هيوادوالو ښځو لرغونی فرهنگ دی او په هيواد كی اوږد تاريخ لری.»
مگر دی چی ځان د پښتو ژبی ليكوال گڼی او ځان يی «د پښتو ژبی د ادب لپاره وقف كړی»، كولای شی دافغانانو په شعر او ادب په تيره بيا د پښتو ژبی په ادبياتو كی د څادری په نوم كوم ټكی يا په دی اړوند كومه جمله پيدا كړی؟ حال دا چی پړونی، پلو، ټيكری ، شال، سالو داسی ټكی په لنډيو او شعرونو كی د ډيرو كليوالو شاعرانو د شعر ښكلاوی جوړوی. خواوسنی توركفن (حجاب)، څادری او برقع هغه پردی څيزونه دی چی د متعصبو او د ښځی ضد ځواكونو له خوا د غلط او د خپلی خوښی تفسير پر بنسټ زمونږ په ښځو راتپل شوی دی. نو ځكه د همدی راتپل شوی منفی فرهنگ سره د مبارزی او مقاومت په خاطر هره ورځ په بازار او سركونو كی د طالبانو له خواوهل او ټكول كيږی.
په بل ځای كی ښاغلی نبی مصداق د طالبانو د خادم «منور» په توگه د هغوی د جنايت څخه د دفاع په خاطر داسی وايی:«اوس د كابل په ښار كی زياتتره ښوونځی ويجاړی شويدی او طالبان د تدريس لپاره ځای نلری نو ځكه يی د ښوونځيو دروازی د ښځو پرمخ تړلی دی.»
كه چيری طالبان په رښتينی ډول د علم او معارف دښمنان نه وای، نو دوی به لږ ترلږه په هماغه ښار يا ولايت كی چی ښوونځی په نسبی ډول د تورمخو جهاديانو له لاسه روغی پاتی شوی دی، ښځو ته په سمبوليك ډول د زده كړی اجازه وركړی وای. په كابل كی خو هغه خصوصی كورسونه چی په كورونو كی د ځينو ښځينه ښوونكو او استادانو له خوا جور شوی دی هم وتړل شول. دلته خو دځای مشكل هم مطرح نه وو. د ملالی ليسه، د جمهوريت ليسه او ليسه نسوان داسی تعليمی ځايونه كه د استفادی ورنه وای نوبيا ولی او په كوم مصلحت په طالبی مدرسو بدلی شوی؟
زمونږ ولس او نړيوال ستاسی د خبرو او ادعاگانو له مخی قضاوت نه كوی. هغوی ته ستاسی د مرشدانو ددی جاهلانه خبرو له مخی چی ښوونځی ته د«دوزخ دروازه» وايی قضاوت كوی.كه تاسی بيا هم ووايی چی شايد داخبره يوه دوه طالبانو او ياجهاديانو كړی وی، نو بيا ولی يی ښوونځی په دارالعوم بدلی كړی دی؟ تاسی مصداق صاحب د يو تعليم يافته سړی غوندی په اكت كولو او د «نرشير» په شان د يو پيژندل شوی «منور» سره په كښيناستلو او د طالبانو څخه په دفاع كولو سره نشی كولای څه كار مخ ته بوځی، ځكه چی د ښوونځی ماشومان هم په خپلو ورو او معصومو لاسونو ستاسی مخ په څپيرو وهی او پوښتنه كوی چی د ښوونځی او نورو تعليمی ادارو د پرانستو خبره څه بلا او پيری دی چی ملاعمر، نور طالبی مشران او ستاسی په شان د هغوی چوپړان په ويری او وحشت كی اچوی؟ آيا بل داسی هيواد پيژنی چی د تعليمی ادارو دروازی يی يواځی په دی خاطر تړل شوی وی چی شرايط آماده نه دی؟ اصلی خبره دا نده چی تاسی او هغوی يی وايی. خبره داده چی طالبان د علم ضد دی او په دی پوهيږی چی د خلكو پوهه او تعليم د هغوی د ټغر د ټولو معنی لری. په همدی خاطر هم بايد د سوونحی دراوازی وتړل شی.
ښاغلی مصداق وايی چی: «طالبان درواغ نه وايی او رشوت نهاخلی.»
زه په دی هكله د مثال په توگه شخصاً يواځی د خپلو سترگو ليدلی حال وايم. زه په خپله (دهمدی ليك ليكونكی) د ١٣٧٧ كال د وری په مياشت كی د كابل ولايت د وثايقو د محكمی په دفتر كی (چی معاشونه يی له ټولو «دولتی» مامورينو ځينی اوچت هم دی) د يو شرعی وكالت خط د جوړلو په خاطر چی هيڅ ډول قانونی ستونزه يی نه درلوده او نه په كی د چا حق تلفی مطرح وه، د قاضی اومحرر د مشكل تراشی او نن سبا ويلو او بالاخره سرمحرر له خوا د رشوت غوښتلو له امله مجبور شوم چی هماغه دفتركی د ميز ترڅنگ وروسته له ډيرو چانو وهلو ۵٠٠٠٠ افغانی رشوت وركړم. بل ځای د همدغه كال د وری په مياشت كی بيا هم مجبور شوم د آخند صاحبانو دلالانو ته جمعاً ۸٠٠٠٠ افغانی رشوت وركړم او د پلچرخی په ارزان قيمت پروژی كی د خپل ويجاړ شوی كور د بيا آبادولو امر ترلاسه كړم.بايد ووايم ما دطالبانو د واكداری په دوران كی همدا دوه ځله هغوی ته مراجعه كړی چی دواړو كراتو كی رشوت وركولو ته اړ شوی يم. نو هغه كسان چی جنايی او حقوقی دوسيی لری حال به يی څه وی؟
همداشان ښاغلی مصداق ليكی چی: «د خلقيانو او پرچميانو په دوران كی يو لكاوپنځوس زره ښځی د كی.جی.بی له خوا جاسوسانی تربيه شوی او اوس هماغه تربيه شوی او مغزشويه شوی ښځی دی چی د طالبانو له مردمی دلی ځينی شكايتونه كوی!»
اوس دا پوښتنه پيدا كيږی طالبانو چی د هيواد د ټولو ښځو پرمخ د ښوونځی، روغتون او دولتی ادارو دروازی تړلی، دغه ټولی ښځی د همدی «جرم» په كولوسره له خپلو انسانی حقوقو څخه محرومی شوی، آياداټولی هماغه ښځی او نجونی دی چی تاسو ورته په خپلی راديويی مركه كی فاحشی او خاديانی ويلی دی؟ ستاسی د فتوی له مخی دغه د افغانستان نيم نفوس بايد تول له يوی مخی رجم يا سنگساری شی؟ كه داسی وی د طالبانو دی كور آباد وی چی هغوی يواځی ددغو «فاحشو» په كيبل وهلو د زړه بړاس وباسی.
تاسی ويلی دی چی: «دلته په كابل كی خير او خيريت،آرامی او خوشحالی ده. ټول خلك مردمی امارت ته دعاگانی كوی.»
آيا پهدی وروستيو كی د طالبانو د وحشت او ترور له ويری زمونږ د هيواد له گوټ،گوټ ځينی زرگونی كورنی خپل ټاټوبی پريښودلو ته اړی شوی ندی؟ دلته په پاكستان كی هم دهمدی طالبانود سازش له مخی د كډوالو په مخ ښوونځی او پوهنتونونه ونه تړل شول؟ همدا رنگه د ناصر باغ او كچه گړی په كمپونو كی ميشته افغان كډوال چی د زړه په وينو او دلاسونو په تڼاكو يی يوه جونگړه ځان ته جوړه كړی، داجباری كوچولو او دكورونو د ويجاړولو له خطر سره مخامخ ندی؟ ددی غمځپلو خلكو مسئوليت د چا په غاړه دی. دوی ولی خپل ټاټوبی ته نشی ورتلای؟ آيا هغه افغان ماشومان چی د خپلو كوندو او ناروغه ميندو د لاس نيولو لپاره ټوله ورځ په ډيرانونو او كوحو كی پلاستيك او كاغذ ټولولو پسی سرگردانه او لالهانده گرځی، دسوالگرو زياتيدونكی شمير، دجهاديانو اوطالبانو د اسلامی امارتونو د بركت له مخی د مجبوره شوو «فاحشو» بیساری شمير او داسی نور په سلگونو ترخه واقعيتونه يوهم ستاسی ضمير او وجدان نه ځوروی؟ ددی ټولو ناوړو عاملان څوك دی ؟ كه افغانانو ته په خپل هيواد كی يوه شيبه هم د هوسااو انسانی ژوند شرايط برابرشی، يقينا په پاكستان يا نورو هيوادونو كی به يوه گړی هم داسی تنگ او لنډ ژوند ته سر ټيټ نكړی.
آيا د مزار شريف په ښاركی د حزب وحدت د فاسدی او جنايتكاری ډلی نه د غچ اخيستلو په خاطر، په دغه ښاركی هزاره مليت پوری تړلی ټول خلك او شيعهگان مقصر او گناهكار وو چی په غير انسانی ډول قتل عام شول؟ آيا دا ټولی ښځی ،ماشومان او سپين ږيری د حزب وحدت ټوپكيان وو چی د ليلی دشتی دطالبانو په بدل كی ووژل شول؟
تاسی داسیارشاد كوی چی: «تاسی بايد د قران او حديث په رڼا كیداسی مضامين نشركړی چی طالبان خپلونيمگړتياو ته متوجه شی.»
خو زمونږ اتل ولس اومونږ وايو په افغانستان كی د ډيری اوږدی مودی راهيسی په تيره بيا په دی وروستيو شلوكالو كی مو وليدل چی همدغو مذهبی سياسی ډلو دخلكو د غولولو او دوكه كولو په خاطر په خپلو بيرغونو قرانی آيتونه او حديثونه وليكل، په مكه او مدينه كی يی قسمونه او د پخلاينی وعدی وكړی. د خلكو د پاكو احساساتو او عقايدو څخه په گتی اخيستو سره يی هغوی ځان پسی راښكيل كړل، خو كله چی واكمنی ته ورسيدل، بيايی د هغوی په وهلو او ټكولو پيل وكړ.اوس زمونږ خلكو پوره تجربه ترلاسه كړی چی ارتجاعی قوتونه هميش د خلكو د تيرايستلو په خاطر له دين اومذهب څخه د يوی وسلی په توگه ناوړه گټه اخلی او خپل شوم اهداف د «شرعی حجاب» تر پردی لاندی سرته رسوی. زمونږ د هيواد دموكراسی غوښتونكی او بنسټپالی ضد ځواكونه او د هغی د جملی نه «راوا» به هيڅكله د خلكو په وراندی دی دول خيانت ته لاس اوږد نكړی. زمونږ د خلكو واقعی استازی ضرورت نلری چی درواغ ووايی، له دغی يا هغی فاشيستی ډلی سره د خلكو په سر تجارت ته غاړه كيږدی.
په رښتيا نبی مصداق صاحب يوه خصوصی پوښتنه او هغه دا چی طالبانو ته د غوړه مالی په خاطر افغانستان ته د سفر په دوران كی مو د خپلی ږيری مسئله څنگه حل كره؟ په فلم كی خو چټ اوپت ښكاره كيدی. آيا د «طلبه كرام» له خوا د درو وهلو او ښكنځاو لاندی رانه غلی؟ خو شايد په لويديځ كی ستاسی غوړه مالی هغوی ته ستاسی د ږيری نه درلودلو په نسبت ډير زيات ارزښت درلودهاو وبه يی لری.
طالبان او د هغوی جهادی ورونه ددی جوگه ندی چی واقعيتونوته غاړه كيږدی. هغوی په شعوری او آگاهانه ډول د ترور، وحشت او لوټماری نه ډك سياست په مخ بيايی. ځكه چی د هغوی په توبره كی دخلكو د سوكالی، سمسورتيا او ددموكراسی منطق اوپيغام نشته. ددوی كږی خولی يواځی په سوك سميږی. هغوی ته د آيتونو او حديثونو وړاندی كول نه يواځی كومه گټه نلری، بلكه دداسی عريضو او «درخواستونو» وړاندی كول د هغوی د حاكميت رسمی پيژندلو معنی لری چی زمونږ د خلكوپه وړاندی طالبان هم لكه د جهاديانو يوه جاهله،چوپړه او دښځو او دموكراسی ضد ډله ده چی د پردی هيوادونو د استخباراتی شبكو له خوا د پيسو او وسلو په زور زمونر په هيواد والو راتپل شوی دی.
هو نبی مصداق صاحب يوه بله خبره هم په ياد ولری.كله چی افغانستان آزاد شو، هغه وخت شايد ستاسی راډيويی مركی او ځينی ليكنی زمونږ د ولس په لاس كی نه وی، خو ستاسی ويديويی فلم زمونږ د ولس او دموكراتيكو ځواكونو سره هغه نه وركيدونكی سند دی چی ستاسی، د نگارگر او نورو «منور» شوو منورينو او تروريستانو د سرټيټوالی او شرم سبب گرځی.
نبی مصداق صاحب، زه د «پيامزن» د وياړ نه ډكی ژبی او دريځ سره موافقيم چی د هيواد د اوسنی ناوړه حالتو پای د هر ډوله بنسټپالی په له منځه ورلو كی وينی او له همدی كبله دی چی د يو پښتون روشنفكر په صفت دا ځان ته شرم او ننگ گڼم چی د جهادی او طالبی ځناورانو سره د نصيحت او اندرز په ژبه خبری وكرم، زه د جهاديانو او طالبانو د واكمنی د ړنگيدو هيله كوم. زما په وراندی د افغانستان په اوسنی اوضاع كی د وطندوسته روشنفكرانو د شرافت او غيرت معيار دادی چی هغوی څومره د بنسټپالی ضد مبارزه كی گډون لری.