د زبكینوبرژینسكی لاندینی مركی په هكله څو مختلف نظرونه. لومړی، دا مركه د ۱۹۸۰ كلونو په افغانستان كی د امریكاییانو د عملیاتو د پاره عمومی توجیه كاملاً رد وی چی گواكی امریكا یواځی هغه قوتونو سره مرسته كړی چی د روسی امپریالیزم په ضد یی مقاومت كاوه برژینسكی روښانه كوی چی افغانستان ته د نظامی ځواك په لیږدولو سره روسان په دام كی بند پاتی كیدل، نو ځكه د هغوی عملیاتو دفاعی حالت درلودو. پرته پر دی امریكا سختدریځه وهابیان (د سعودی عربستان جوړ شوی اسلام) استعمال كړل تر څو یو شیطانی غورځنگ جوړ كړی چی نن ټولی نړی ته یو جدی گواښ دی.
یو لوستونكی ولیكل: «همداشان یواځی په دی خاطر چی برژینسكی (د نورو په گډون) ادعا لری چی هغی شخصاً شوروی اتحاد ړنگ كړ، په دی معنی نده چی تاسی او مونږ تول دا خبره په ریښتنی توگه ومنو. هیچا په ۱۹۷۹ كی هیڅ دلیل نه درلود چی فكر وكړی افغان جگړه به شوروی اتحاد له مینځه یوسی او نه هم كوم واقعی دلیل لرو چی فكر وكړو افغان جگړی شوروی اتحاد راوغورځاوه.»
د برژینسكی ددی ادعا به هكله چی د هغی افغان استراتیژی، شوروی اتحاد ړنگ كړ، مسئله تر یو حده ښه روښانه شوی ده. خو مسئله دلته دا نه بلكه بله ده: د امریكا دولت د اسلامی تروریستانو په پیدایښت كی څه رول ولوبوو؟ د برژینسكی په ادعا چی امریكا د روسانو پر عملیاتو میدان تنگ كړ او اسلامیزم په قصدی توگه د افغان مسئلی د ټولو اړخونو لخوا وروزل شو.
برژینسكی نن د امریكا د بهرنی پالیسی د تشكیلاتو یو مهم غړی دی او د هغی استراتیژی نن د امریكا د عملیاتو د پاره حیاتی اهمیت لری.
د رییس جمهور جیمیكارتر د ملی امنیت مشاور زبكینوبرژینسكی سره د فرانسوی ورځپاڼی (Le Nouvel Observateur) مركه:
پوښتنه: د سیآیای پخوانی رییس رابرت گیټس په خپلو خاطراتو كی («د سیورو څخه») لیكلی دی چی د امریكا استخباراتی سرویس د روسانو دمداخلی نه شپږ میاشتی وړاندی مجاهدینو ته په افغانستان كی كمك پیل كړی و. په دی دوران كی تاسو د رئیس جمهور كارتر د ملی امنیت مشاور دنده درلوده، له دی كبله تاسو په دی مسئله كی رول لوبولی دی، آیا دا رښتیا ده؟
برژینسكی: هو، د تاریخ د رسمی متن له مخی، د سیآیای مرستی مجاهدینو ته په ۱۹۸۰ كلونو كی پیل شوی، وروسته له دی نه چی روسی فوځ د كال ۱۹۷۹ د دسمبر په ۲۴ نیټه پر افغانستان تیری وكړی، مگر هغه حقیقت چی تر اوسه پوری په ډیر احتیاط سره پټ پاتی شوی دی كاملاً بل څه دی. په حقیقت كی دا د ۱۹۷۹ كال د جولای دریمه نیټه وه چی رییس جمهور كارتر په كابل كی د روسانو د طرفدار رژیم مخالفینو ته د پټ كمك كولو لومړنی دستور صادر كړ. په هماغه ورځ ما یو یادداشت جمهور رییس ته ولیكو او هغه ته می واضیحه كړه چی زما په نظر دا كمك كولای شی د روسانو د نظامی مداخلی سبب وگرځی.
پوښتنه: ددی خطر په موجودیت كی بیا هم تاسی ددی پټو عملیاتو مدافع وی. یا شاید تاسو پخپله غوښتل چی روسان دی جنگ ته راوكاږی او دی ته مو كتل چی كله میدان پر هغوی تنگ كړی؟
برژینسكی: دا كاملاً داسی نه وء. مونږ په زوره روسان دی جگړی ته را ونهكاږل. خو مونږ قصداً د هغوی د مداخلی احتمال زیات كړ چی باید داسی وكړی.
پوښتنه: كله چی روسانو په دی ادعا سره خپله مداخله توجیه كړه چی هغوی قصد درلود د امریكاد مخفی مداخلی پر ضد په افغانستان كی وجنگیږی، خلكو دا باور ونكړو. په هرحال، په دی كی څه واقعیت هم شته دی. آیا تاسو نن د كوم شی نه پښیمانه نهیاستی؟
برژینسكی: پښیمانه د څه شی نه؟ هغه مخفی عملیات یو عالی فكر و. د هغی تأثیر دا و چی روسان د افغانستان په دام كی ښكیل كړی او تاسی غواړی چی پښیمانه اوسم؟ په هغی ورځ چی روسان رسماً د سرحد نه تیر شول، ما جمهور رییس كارتر ته ولیكل: اوس یی وخت دی چی روسانو ته د هغوی د ویتنام جگړه وروښایو. په واقع كی، تقریباً لسو كالو دپاره مسكو هغی جگړی ته ادامه وركړه چی د دولت لخوا د تائید وړ نه وه، هغه شخړه چی ناامیدی یی رامینځ ته كړه او اخر یی هم د روس امپراتوری دړی وړی كړه.
پوښتنه: او آیا ددی نه هم پښیمانه نه یاستی چی اسلامی بنسټپالی نه مو دفاع وكړه، راتلونكی تروریستانو ته مو وسلی او مشوری وركړی؟
برژینسكی: د نړی تاریخ ته څه شی ډیر اهمیت لری؟ طالبان كه د روسی امپراتوری ړنگیدل؟ د څو بلواگرو مسلمانانو رامینځ ته كیدل كه د منځنی اروپا خلاصون او د سوړ جنگ پای؟
پوښتنه: څو بلواگر مسلمانان؟ دا په كراتو ویل شوی او ویل كیږی چی اسلامی بنسټپالی نن نړی ته لوی خطر دی.
برژینسكی: بی معنا خبری! ویل كیږی چی غرب د اسلام په مقابل كی یوه نړیواله پالیسی درلوده. دا احمقانه خبره ده. نړیوال اسلام وجود نلری. اسلام ته پرته د خلكو تیرایستنی او یا احساساتو نه، په منطقی نظر وگوری. دا په نړی كی تر ټولو لوی مذهب دی چی ۵.۱ بلیونه پیروان لری. خو د دوی په مینځ كی څه شی مشترك دی، د سعودی عربستان بنسټپالی، د مراكش میانهروی، د پاكستان ملیتاریزم، د غرب نه د مصر طرفداری كول یا د منځنی آسیا سكیولاریزم؟ د عیسوی هیوادونو د متحد كولو نه پرته بل هیڅ شی ندی.