محمد یوسف‌ ۱٦کلن و محمد ابراهیم‌ ۱٠ کلن.

د سږکال د میزان د میاشتی په ۱۵ نیټه د دوشنبی په ورځ د جلال آباد ښار یو ځلی بیا هغه وحشتناکه او زړه‏بریښوونکی خبر وخوځاوه چی نه یوازی د دغه ښار بلکه د ټول افغانستان د بی ثباتی او وسله والو ډلو تر واکمنی لاندی حالات په ډیره ورښانه توګه څرګندوی.

دا خبر د جلال آباد د جویی هفت اوسیدونکی صحبت خان د دوو زامنو د بیرحمانه وژنی په اړوند و. صحبت¬خان اصلا د سرخرود ولسوالی د سلطانپور د کلی اوسیدونکی دی او یوازی ۱۵ ورځی کیدی چی د پاکستان څخه جلاآباد ته ورستون شوی و. محمد یوسف چی ۱۶ کلن او محمد ابراهیم چی ۱۰ کلن و هغه وخت د نامعلومو وسلوالو کسانو لخوا وتښتول شول چی د مهترلام جومات ته د ماښام لمانځه اداکولو لپاره روان و. دا دواړه ورونه چی هیڅ ګناه یی نه درلوده، وروسته بیا د غوچک د نهر تر څنګ په چاړو وهل کیږی او بیا یو له مخی او بل یی دشا لخوا په ډیره بیرحمانه توګه حلالیږی.

کله چی جنایی کسانو د محمد یوسف او محمد ابراهیم د پلار څخه پوښتنه وکړه چی دچا سره یی خو دښمنی نه درلوده، صحبت¬خان د خپل خوږشوی زړه فریاد بی له ډاره داسی اوچت کړ «زه دهیڅ چا سره دښمنی نلرم خو په دی کی هیڅ شک نلرم چی تاسی وسله‏وال کسان زما د زامنو قاتلان یاست، تاسی جنایتکارانو دا کار کړی دی، تاسی د خلکو څخه پیسی اخلی او بیا هغوی وژنی. زما د زامنو قصابان تاسی یاست ځکه چی بل څوک داسی جرئت نشی کولای.»