ما په تیرو شپږو میا شتو کی په هغه څه کی ګډون کړیدی چی فکر کوم یو لوی مډرن دروغ به وی: عراق د آزادولو عملیات. د۲۰۰۱ کال د سپتامبر د یولسمی ویریوونکی پیښی نه وروسته او د افغانستان د جګړی په دوران کی پر عراق د تیری کولو لومړنی کارونه پیل شوی و. «Shock and Awe» هغه ټکی و چی د قدرت د ښودنی لپاره استعمالیدل چی باید نړیوالو یی د عراق د آزادی د عملیاتو په پیل کی ننداره کړی وی. دا به په حقیقت کی د امریکا او انګلستان د نظامی توان او د پوځ د وسلو جوړولو کارخانو د پر مختللی ټکنالوژی نژدی او حیرانوونکی یوه ننداره وی. خو د یو عسکر په توګه چی د عراق په نیولو کی د برخی اخیستنی لپاره ځان تیاروی،«Shock and Awe» زما په ماغزو کی ژوره انګازه وکړه. حتی په هماغه وخت کی چی مونږ د تللو لپاره تیاریدو، داسی ښکاریده چی دا دوه ستر قدرتونه د هغه مقرارتونو نه سرغړونه کوی چی د نورو څخه یی د هغوی د پلی کیدو غوښتنه کړی ده. امریکا او انګلستان دملګرو ملتونو سره پر عراق تیری وکړی. «Shock and Awe?» هو، دغه کلمی په ښه توګه زما احساساتو څر ګندونه کوی چی مونږ د عدالت د برقراریدو نه بلکه د تزویر او دوه مختیوب لاره پله کړی ده.
ددی په اصطلاح د خلاصون او آزادی د جګړی د لومړنی ډزی کولونه را پدیخوا دوه مخی حاکمه شوه. په عربی تلویزیون کی د نیول شوو او وژل شوو امریکای عسکرو د عکسونو د خپریدونه وروسته ، امریکایی او انګلیسی رهبرانو د غچ اخیستنی قسم وخوړ په داسی حال کی چی په کلکه توګه یی په خبرو کی د داسی عکسونو د خپرولو غندنه وکړه. خو سره له دی امریکا حکومت د صدام حسین د زامنو د وژل کیدو په لومړنیو ساعتونو کی د دواړو وژل شوو ورونو ویروونکی عکسونو ټولې نړۍ ته وښودل. بیا هماغه قصه ده چی: «هغه وکړه چی مونږ یی وایو نه هغه چی مونږ یی کوو».
دامریکایی عسکرو په صفت مونږ ته ویل شوی دی چی زمونږ هدف په عراق کی خلکو ته د نظامی او انسانی مرستو رسول دی خو اوس ماته ووایی چی په «سټارز او سټرتیپس » (Stars and Stripes) (د امریکا د پوځ ورځپاڼی ) کی خپور شوی وروستنی راپور کی انسانیت چیرته دی چی لیکی: یوی مور خپل دوه ماشومان د علاج په خاطر د امریکا نظامی پوستی ته راوړی وو. دواړه ماشومان دچاودیدونکی شیی سره د لوبو کولو په نتیجه کی سوځیدلی و. نظامی ډاکټرانو د هغوی د معاینه کولو نه ډډه وکړه. یو عسکر چی پخپله عینی شاهد دی دغه پیښه د امریکا د پوځ د ډیرو «فجایعو» یوه ډیره کوچنی برخه بولی.
نو بیا زمونږ هدف په عراق کی څه دی؟ آیا دا تیری د ټول وژنی وسلو د پاره و چی تل مو د هغوی په هلکه اوریده؟ که داسی وی نو بیا چیرته دی هغه وسلی؟ آیا دا چی زمونږ تیری زمونږ خپلو اقتصادی ګټو پخاطر دی؟ په نړۍ کی د بل هر بل ځای د تیلو په پرتله د عراق تیل په ډیره ارزان قیمت سره تصفیه کیدلای شی. دا یوه مډرنه صلیبی جګړه ښکاری چی د مظلومو خلکو د خلاصون او یا نړۍ د یو خبیث دیکتاتور چی د خپل حاکمیت د پاره په نه سټری کیدونکي توګه فعالیت کوی له شره د ژغورلو پخاطر نه ده بلکه دا جګړه د بل ملت د طبیعی منابعو د کنټرول پخاطر ده. حد اقل ماته داسی ښکاری چی تیل زمونږ د موجودیت دلیل دی. یواځی یوه خبره رښتیا ده او هغه دا چی امریکاییان خپل ژوند له لاسه ورکوی. په عراق کی زمونږ پر نارینه او ښځو په اټکلی توګه په یوه ورځ کی د ۱۰ نه تر ۱۴ حملی تر سره کیږی. یو وخت کی ما عقیده درلوده چی زه د یو هدف لپاره کار کوم او هغه «د متحده ایالاتو د اساسی قانون نه پلوی او دهغی ساتنه ده.» اوس ما خپل اعتقاد له لاسه ورکړیدی، همداشان خپله اراده هم. زه نور خپل خدمت په دی نوم نشم تر سره کولای کوم چی زما خیال پر نیمایی حقیقت او غټو درواغو ولاړ دی. زما وخت د نورو ډیرو په شان چی ورسره می خدمت کړیدی، تقریبا پوره دی. مونږ ټول په عراق کی بی له کوم دلیل او وجهی د مرګ سره مخامخ شوی یاستو. څومره نور باید مړه شی؟ څومره نوری اوښکې باید توی شی تر څو امریکاییان راویښ شی او د هغه نارینه او ښځو د بیرته راستنیدو غوښتنه وکړی چی دنده یی د خلکو ساتنه ده نه د رهبرانو د علاقمندی نه محافظت کول؟
لیکونکی یو امریکایی عسکر دی چی په ۱۰۱ هوایی قطعی کی موسول ته نژدی د عراق په شمال کی وظیفه اجرا کوی.
(ګاردین، ۲۰ سپتامبر ۲۰۰۳)