په دی کی هیڅ شک نشته چی جهادی او طالبی ډلی د آیاسآی د نس څخه زیږیدلی دی او د دوی ترمینځ اړیکی دومره ټینګی، کلکی، پراخی او روښانه وی او دی چی اوس د پاکستان د دولت او یا د آیاسآی پر ضد اکتونه او اداګانی په هیڅ توګه نشی کولای د هغوی دا بویناک، د شرمه ډک او کرکجن تړلتوب پټ کړی. مور او لور جنګ وکړو کم عقلو پری باور وکړو.
په کابل کی هغه مظاهره چی د ښاغلی کرزی د دولت او بنسټپالی ډلی لخوا او د ډاکټر انورالحق احدی په مشریۍ ګواکی د پاکستان پر ضد په لاره اچول شوی وه، د هغه ناوړه، کرکجن او د ملنډو وهلو نه ډک عمل ښکارندوی دی چی په هیڅ توګه نشی کولای زمونږ بنسټپالی وهلی خلک پری وغولوی. مګر آیا د کلونو تړلتوب او د آیاسآی د شیدو خوړلو نه وروسته جهادی-خادی جنایتکاران کولایشی د طالبانو او ګلبدین سره د پاکستان د دولت د مرستی کولو په نامه په مظاهری کولو سرهګوا کی خپل ضدیت او کرکه د دغه هیواد په مقابل کی وښایی؟ مګر ګلبدین او طالبان څوک وو؟ د دی وطن ماشومان هم پوهیږی چی اوس په قدرت کی ناست د «شمالی ټلوالی» «سپه سالار» او بانډیی وو چی ګلبدینیی خپل جهادی ورور ګڼه او د لوی وزیر په صفتی وټاکه مګر همدغه مسعود «بزرګ» نه و چی لارهیی طالبانو ته پرانیسته تر څو کابل او نور ښارونه په آسانی او چټکیا سره ونیسی؟ (په دی اړوند د «پیام زن» په تیری ګڼی کی خپری شوی دی مقالی ته رجوع کولی شی: «سپه سالار»ی «کثیرالعباد» به روایت شاطرسالاری «قصیرالعباد»!) زمونږ خلکو نه دی هیر کړی او نهیی بخښلی چی څرنګه پوره څلور کاله (۱۳۷۱ تر ۱۳۷۵) ربانی، ګلبدین، مسعود، سیاف، خلیلی، دوستم او نورو د امریکا، پاکستان، ایران او عربستان د غوړه مالو او خرڅ شوو بچیانو په شان زمونږ هیواد او په خاصه توګه کابل په دوزخ او د وینو په حمام بدل کړو. اوس چی ګلبدین او طالبان لکه د زخمی مارانو حیثیت لری او د اربابانو له پامه هم غورځیدلی دی، د هغوی په نوم مظاهره کول پرته د ولس غولونی نه بله معنی نلری.
د پاکستان ضد مظاهره او د هغی محکومول هغه وخت واقعی او ریښتنی معنی پیدا کولای شی چی په لومړی او دوهمه درجه کی د دغه دولت د دموکراسی، ښځو او فرهنګ ضد جهادی خاینانو د روزلو او زمونږ په خلکو باندی ورتپلو د غندلو په خاطره وی. غیر له دی نه په هر نوم او بهانه چی وی ارزښت نلری که څه هم د دی ویجاړ او شغالی شوی ملک د بانک رییس یی هم مشری په غاړه ولری.
جهادی او د «شمالی ټلوالی» مظاهره کوونکی باید هیر نکړی چی د آیاسآی سره د دوی اړیکو دومره د هغوی مخونه تور کړی دی چی د پاکستان خلاف په هیڅ اکت او ادا نشی پاکیدای. دوی باید لا په دی خوشحاله اوسی چی تر ډیره حده یی د آیاسآی په زور یوځلی بیا قدرت ترلاسه کړی دی. البته د پاکستان ضد اکتونه کله کله ضروری دی او دا ډول حرکتونه د بنسټپالو د پیژندل شوو او زړو لارو او طریقو څخه دی.
د هغوی دا عمل به یواځی هغه وخت ریښتنی او صادقانه وی چی په لومړی درجه کی خپل پخوانی کړه وړه په کلکه سره وغندی او د خلکو په وړاندی توبه وکړی، د خلکو په ځان او ناموس د تیریکوونکو په صفت محاکمه کیدلو ته حاضر شی، د خپلو مقامونو څخه استعفا وکړی، ټول هغه امکانات او پیسی چی پاکستان او جماعت اسلامی ورکړی دی خلکو ته تحویل کړی، عربانو ته د افغانی ښځو په خرڅولو او نورو بی ناموسیانو په خاطر دی سیاف محاکمه کړی ترڅو یی خلک ومنی چی د «شمالی ټلوالی» نور غړی د هغه په اندازه خاین او جنایتکاره ندی. او که داسی وکړی نو دا به د هغوی د سیاسی ځانوژنی په معنی وی چی ولس یی په کلکه ټوګه غوښتونکی دی.
د افغاستان بانک رییس ډاکټر انورالحق احدی مشرتوب ددی مظاهری تر ټولو کرکجن او د شرمه ډک اړخ و. دا ننګ او شرم نه یواځی په دی خاطر چی هغه د پاکستان د دولت د خیانت په مقابل کی چی بنسټپالی ډلی ټپلی یی روزلی او په افغانستان یی راتپلی، هیڅ دریځ نه درلود بلکه اساسا په دی دلیل چی ښاغلی احدی ددی لپاره چی خپله چوکی له لاسه ورنکړی، د «جمعیت» او «مارشال صاحب» او بانډ په مقابل کی یی په دغه ناوړه او کرکجنه غوړه مالی لاس ووهه. مګر آیا ښاغلی احدی نه پوهیږی چی که چیری پاکستان په افغانستان تیری کړی وی او یا یی وکړی، د بنسټپالو په ډله کی ودریدل هیڅکله نشی کولای ستاسی وطنپالنه وښایی. تاسی په دغه عمل وښودله چی د «مار شال صاحب» د خادی لوټمارانو لاسپوڅی یاست نه د پاکستان خلاف د واقعی غورځنګ لارښود.غیر له دی بله معنی هم نشی درلودای. که نه ستاسی رهبری کولو ته ضرورت څه و؟ ایا «شمالی ټلوالی» بل پښتو ژبی والا نه درلود؟ یا دا چی سیاف رانغی او تاسی ورته لا ښه تابعداره ښکاره شوی؟!
ښاغلی کرزی په درستی سره ستاسی د دغه عمل په خاطر له پاکستان څخه عذر وغوښت خو تاسی احدی صاحب لکه دهغه د یو نافرمانه او بی ادبه بچی په شان¬عمل وکړو.که څه هم له هغه ځایه چی ښاغلی کرزی ددغه مقام څخه ستاسی دلیری کولو لپاره هیڅ ونکړل، دهغه بخښنه غوښتل هم چندان معنی او ارزښت نه لری..
خو یوه خبره ښاغلی احدی ته او هغه دا چی که په لویه جرګه کی تاسی په خپلی چپتیا او جوړجاړی سره د «افغان ملت ګوند» ادعایی سوسیال دموکراسی ارزښتونه تر پښو لاندی کړل او اوس په دغه خندهداره خو خجالت لرونکی عمل سره غواړی ځان یو ځلی بیا خلکو او خپل ګوند ته مطرح کړی، لویه اشتباه کوی. تاسی هم خپل ځان او هم په تیره بیا د «افغان ملت ګوند» د خلکو په وړاندی نور هم سرټیټی کړوځکه چی «شمالی ټلوالی» په مستیقمه توګه درنه استفاده وکړه.
د پاکستان او د بنسټپالو سره د مرستندویه دولتونو خلاف مظاهری کولو حق یواځی او یواځی زمونږ قربانی شوی او ځپلی شوی خلک لری. زمونږ خلکو او دموکراسی غوښتونکو سازمانونو په ډیره ښه او روښانه توګه خپله کرکه د جهادی او طالبی بنسټپالو د روزلو او قدرت ته رسولو په خاطر د ذولفقار علیبوټو د دولت څخه نیولی د پاکستان اوسنی دولت پوری څرګنده کړی ده او په راتلونکی کی به هم همداسی وکړی.
که څه هم ترڅو چی بنسټپالی ډلی په قدرت کی وی، په افغانستان باندی د پاکستان یا بل هر دولت د تیری امکانات ډیر زیات دی ځکه چی دوی ذاتا وطن پلورنکی او چوپړان دی او ډیری آسانی سره خرڅیدای شی، خو دا خاینان باید په یاد ولری که حتی چیری پاکستان او یا بل هر ملک په افغانستان تیری هم وکړی،زمونږ ولس به هیڅکله د هغوی په لښکر کی او رهبری لاندی و نه دریږی ځکه چی دوی په خپله د پردیو عوامل دی. اوس هم د پاکستان خلاف د ټولو نه کلکه، ګټه وره او بنسټیزه مبارزه به دا وی چی هغه پوری تړلو خاینانو ټغر د افغانستان څخه د ټولو لپاره وی.
د پاکستان او افغانستان دموکراسۍ غوښتونکی سازمانونه او ګوندونه د بنسټپالی خلاف دی او «راوا» هم ویاړ کوی چی په همدی جبهی کی ولاړه ده. په «راوا» د آی¬اس¬آی سره د تړلتوب خاینانه تور لګول نشی کولای د بنسټپالو جنایتکارانو او دهغوی د ملاتړو ناوړه تړلتوب پټ کړی.
«راوا» په دی ټینګ باور لری چی یواځی د بنسټپالۍ په راغورځیدو او د سکیولاریستی دموکراسۍ په برقراریدو سره کیدای شی د افغانستان ارضی تمامیت، سوکالی، پرمختګ او آزادی او برابری تامین شی.