یوی ځوانی ښځی د ځان وژنی په نیت ‌ډیره اندازه میخونه، پاکی، د قیچی ماتی ټوټی، ستنی او د شیشو ټوټی او سنجاقونه خوړلی وو. دغی ښځی ځکه دی کار ته لاس یووړ چی غوښتل یی، له خپل لیوره سره اجباری واده څخه ځان وژغوری.

دا ښځه د چنگاښ په دیارلسمه نیټه پیښور ښار ته څیرمه یوه ځانی روغتون ته یووړل شوه چی ډاکترانو له بریالی عملیات څخه وروسته، خوړلی شیان ددی له معدی نه راوه ایستل. هغه چی چاغه هم وه دیره ژر ښه شوه او داروکول یی په کراری سره سرته ورسیده. ډاکتر فیروز شاه چی د هغی عملیات وکړ او نورو ډاکترانو وویل چی دغه شانته پیښه د طبابت په تاریخ کی مونږ چیرته نه وه لیدلی.

ددی ښځی خاوند چی اشرف نومیده څه موده د مخه په افغانستان کی مړ شوی وو د هغه ورور په کونډی باندی زور اچولی وو او کوښښ یی کاوه چی ورسره واده وکړی. نوکرکه، ویرونه او زور ددی سبب وگرځید چی ۲۵ کلنه کونډه د خپل لیور دغه شهوانی غوښتنی ته مثبت ځواب ورکولو باندی، د ځان وژنه غوره وگڼی. نو ځکه یی د دغه راز له خطر نه ډکو شیانو، په خوړلو پیل وکړ.

په سر کی ډاکتر جلیل د ناروغ د راز پټ ساتلو له وجهی، نه غوښتل چی د دغه کیس په هکله معلومات ورکړی ځکه چی مریض د کیس له مشهوره کیدلو سره موافقه نه لرله خو کله چی عملیات څخه وروسته ددی له معدی نه رایستل شوی شیان ور وښودل شول، دا مجبوره شوه چی خبره ښکاره کری.

د میخونو اوږدوالی تر نیم انچ پوری وو. په داسی حال کی چی به ډیره اندازه نور شیان هم ورسره یو ځای وو چی د منلو وړ نه ښکاریده.

ښځی، دغه شیان د شپږو دقیقو په اوږدو کی په داسی حال کی چی د لیوره د زیات فشار اچولو له وجهی، په خپل ځان نه پوهیده خوړلی وو.

دی د خسرگنۍ د عمل به وړاندی، اعتراض کولو په مقصد دغه کار وکړ.

د ښځی ورور، ظریف گل، فرنټیرپست ته وویل چی ددی میړه څو موده د مخه افغانستان کی شهید شوی وو. او زیاته یی کړه چی دغه راز کیسونه په هغو ټولنو او سیمو کی پیښیږی چی خلک یی په تیاره کی ژوند کوی، لکه زمونږ ټولنه. په دی ځایونو کی ښځی ناوړه دودونو او تیریو لکه د خپل لیور سره جبری واده ته د نه تسلمیدلو له امله، خپل ځان سره دغه راز بی رحمی کوی.

• که چیرته هم دغه ښځه اوس د مرگ له منگلو رااووتله خو څرنگه چی ددی د ژوند شرایطو بدلون ندی موندلی، بیا به هم له هم هغی تدریجی مړینی یعنی له هماغه ژوند سره مخ وی کوم چی له ویری یی په ځان وژنی لاس پوری کړ. افغانی ښځو ته په کار ده چی تولنه کی د دغه راز غیر انسانی کړووړو او دود دستورونو پر ضد پاڅیږی. څوک چی د په زوره واده کولو پر ځای د ځان وژنی زړه ولری، ولی باید د دغه وراسته فرهنگ د له مینځه وړلو پر ضد مبارزه کی خپل ځان قربان نکړی چی ددی پیښی او دی ته ورته نورو پیښو سبب گرځی.