اروپا كی‌ د طالبانو مبلغ‌ په‌ جنسی‌ تیری‌ ونیول‌ شو

حیات‌اله‌ ـ ناروی‌

د «پیام‌ زن‌» مجلی‌ درونو خپروونكو،

وروسته‌ له‌ سلامونو او نیكو هیلو، څو ورځی‌ وړاندی‌ می‌ په‌ ناروی‌ كی‌ دیوه‌ نامتو اخبار چلونكی‌ افغان‌ په‌ هكله‌ شرموونكی‌ گزارش‌ ترلاسه‌ كړ چی‌ دادی‌ تاسوته‌ ئی‌ د خپرولو لپاره‌ دراستوم‌. كه‌ چیری‌ تاسی‌ د څه معاذیرو له‌ امله‌ نه‌ غواړی‌ چی‌ په‌ «پیام‌ زن‌» كښی‌ ئی‌ چاپ‌ كړی‌، نو هیله‌ ده‌ چی‌ ژر تر ژره‌ ماته‌ د ایمیل‌ له‌ لاری‌ خبر راكړی‌ تر څوئی‌ په‌ بل‌ كوم‌ ځای كښی‌ د هیوادوالو غوږو ته‌ ورسوم‌. ډیره‌ مننه‌.


ملاولسمل‌ د فاطمه‌ گیلانی‌ سره‌

ملا «محمد حسن‌ ولسمل‌» آخند، چی‌ اخبار («مجاهدولس‌») یی‌ په بشپړه‌ توگه‌ اروپا كی‌، د طالبانو په‌ ارگان‌ بدل‌ شوی‌، د هغوی‌ په‌ دریځونو رڼا اچوی‌، پلوی‌ ئی‌ كوی‌ او د طالب‌ پلوه‌ كسانو د اندونو او مركو خپرولو تر ټولو مهم‌ ځای بلل‌ كیږی، څه موده‌ وړاندی‌ په‌ یوه‌ نارویژی‌ هلك‌ باندی‌ د جنسی‌ تیری‌ په‌ تور بندی‌ شو.

ولسمل‌ صاحب‌ چی‌ ۶۴ كلن‌ دی‌ او ۱۲ اولادونه‌ لری‌ د ۱۹۹۸ كال‌ د جون‌ په‌ څلورمی‌ نیټی‌، ۱۶ كلن‌ Truls Karling ته‌ چی‌ د اتم‌ ټولگی‌ زده‌كوونكی‌ دی‌، وړاندیز كوی‌ چی‌ د څه پیسو په‌ بدل‌ كی‌ ده‌ ته‌ اجازه‌ وركړی‌ چی‌ د بدن‌ په‌ ځینو برخوئی‌ لاس‌ ووهی‌. وروسته‌ بیا هلك‌ یوی‌ تهكاوی‌ (زیرزمینی‌) ته‌ بیایی‌، دروازه‌ په‌ ځان پسی‌ تړی‌ او جنسی‌ تیری‌ (لواطت‌) پری‌ كوی‌.

كله‌ چی‌ نوموړی‌ د ولسمل‌ صاحب‌ د طالبی‌ كار روائی‌ څخه‌ را خلاصیږی‌، خپل‌ ښوونكی‌ خبر وی‌، هغه‌ هم‌ د ښوونځی‌ مدیر ته‌ وایی‌ او بیا خبره‌ د پولیسو اداری‌ ته‌ رسیږی‌.

د ولسمل‌ د محاكمی‌ غونډه‌ د ۱۹۹۹ كال‌ د نوامبر په‌ دریمی‌ نیټی‌ د اسلو په‌ ښار كی‌ جوړه‌ شوه‌ چی‌ Harald Stabell د نوموړی‌ او Marit E. Evjemo د سركاری‌ وكیل‌ په‌ توگه‌ دنده‌ تر سره‌ كوله‌.

كله‌ چی‌ قاضی‌ Thorleif Waaler "۹۹-۷۷۴۶۰ M/15" نمبر دوسیه‌ وكتله‌ او د دوو مسلكی‌ كسانو او نهو نفرو شاهدانو خبری‌ ئی‌ واوریدلی‌، ولسمل‌ ئی‌ په‌ لس‌ میاشتی‌ زندان‌ او د ۳۲۰۰۰ نارویژی‌ كړاونو په‌ جریمی‌ وركولو محكوم‌ كړ چی‌ ۳۰۰۰۰ كړاونه‌ همهغه‌ هلك‌ ته‌ او ۲۰۰۰ كړاونه‌ به‌ د محكمی‌ دلگښت‌ په‌ توگه‌ د ناروی‌ حكومت‌ ته‌ وركول‌ كیږی‌.

حسن‌ ولسمل‌ چی‌ په‌ ۱۹۸۶ كال‌ كی‌ له‌ پیښور څخه ناروی‌ ته‌ وتښتیده‌، ادعائی‌ لرله‌ چی‌ د تروریزم‌ له‌ ویری‌ تللی‌ دی‌ خو اوس‌ داسی‌ بریښی‌ چه‌ هغه‌ خبری‌ به‌ ئی‌ هم‌ سمی‌ نه‌ وی‌. ځكه كه‌ بل‌ هر چا ځورولای‌، لږ ترلږه‌ گلبدین‌، چی‌ د تروریزم‌ د ملا تیر گڼـل‌ كیده‌، نه‌ ځوراو او څه ئی‌ نه‌ ورته‌ ویلی‌ او د یوسف‌ سرخه‌ او صوفی‌ كرینكار تر څنگ‌ ئی‌ خوندی‌ ساته‌.

د مجاهد ولس‌ په‌ ۲۵۴ پرله‌پسی‌ گڼـی‌ كی‌ د ملاولسمل‌ صاحب‌ خبری‌ چی‌ د طالبانو په‌ اصطلاح‌ د پوهنی‌ وزیر، ملاامیرخان‌ متقی‌ سره‌ په‌ یوی‌ مركی‌ كی‌ وایی‌: «تاسی‌... د پوهنی‌ وزیر په‌ توگه‌ ټاكل‌ كیدل‌ د معارف‌ په‌ اړه‌ د امارت‌ پالیسی‌ پر بدلون‌ تعبیر كیږی، چی‌ گڼی‌ له‌ دی‌ وروسته‌ به‌ معارف‌ ته‌ جدی‌ پاملرنه‌ وشی‌...» اوس‌ خپل‌ مفهوم‌ مومی‌ او څرگندیږی‌ چی‌ ولسمل‌ آخند په‌ خپله‌ هم‌ د پوهنی‌ زده‌كوونكو سره‌ څومره‌ مینه‌ لری‌!! او كله‌ چی‌ په‌ همدی‌ مركی‌ كی‌ متقی‌ آخند وایی‌ «زه‌ د مجاهد ولس‌ د اخبار له‌ لاری‌ خپلو هیوادوالوته‌ ډاډ وركوم‌» څرگندوی‌ چی‌ د طالبانو وزیر گوټـی‌ او اداری‌ ته‌ ولسمل‌ صاحب‌ څومره‌ لوړ قدر لری‌.

خو اوس‌ ښكاره‌ نده‌ چی‌ طالبان‌ په‌ اروپا كی‌ د خپل‌ ح لانده‌ ستوری‌ رسوایی‌ ته‌، هغه‌ هم‌ له‌ یو داسی‌ «كافر» زده‌كوونكی‌ سره‌ چی‌ د عمر له‌ پلوه‌ دده‌ د لمسی‌ پر ځای دی‌، څه‌ ډول‌ پرتوگ‌ كوی‌.

آیا طالبان‌ به‌ دومره‌ غیرت‌ ولری‌ چی‌ د خپلی‌ لمنی‌ پورته‌ كیدل‌ د خپل‌ «تحریك‌» رسوایی‌ وگڼی‌ او كه‌ به‌ چپه‌ خوله‌ پاتی‌ شی‌؟

آیا طالبی‌ محكمه‌ به‌ دنورو لوطیانو په‌ څیر، د خپلو سترگو كښی‌، ولسمل‌ هم‌ د دیوال‌ په‌ نرولو محكوموی‌ او كه‌ څنگه‌؟

د ولسمل‌ رسوایی‌ كه‌ دده‌ له‌ سیاسی‌ دریځونو څخه جلا و څیړل‌ شی‌ دومره‌ مهمه‌ خبره‌ نده‌، ځكه دا یوه‌ اخلاقی‌ پیښه‌ ده‌ چی‌ پخپله‌ ولسمل‌ پوری‌ اړه‌ لری‌، او په‌ دی‌ مرض‌ یواځی ولسمل‌ ندی‌ اخته‌ بلكه‌ حكمتیار صاحب‌ لا تر اوسه‌ پوری‌ د سرخه‌ او كرنیكار په‌ شان‌ كسانو پالنه‌ او روزنه‌ كوی‌ او د پروفیسوربرهان‌ الدین‌ ربانی‌ د هلكتوب‌ د دوری‌ په‌ هكله‌ هم‌ ډیری‌ ورته‌ كیسی‌ او خبری‌ اوریدل‌ كیږی. د طالبانو د جمعی‌ د شپی‌ میلی‌ كول‌ او پیریانی‌ كیدل‌ خو بیا دومره‌ رسوا داستانونه‌ لری‌ چی‌ ولسمل‌ ئی‌ لاد پیل‌ در شل‌ ته‌ هم‌ نه‌ دی‌ رسیدلی‌، او داسی‌ نور.

دده‌ اصلی‌ مرداری‌ په‌ دی‌ كښی‌ ده‌ چی‌: د طالبانو په‌ شان‌ د معارف‌ خونړی‌ غلیم‌ ته‌ دومره‌ اهمیت‌ وركوی‌ چی‌ ځای پر ځای‌ كیدل‌ ئی‌ د معارف‌ دودی‌ كولو لپاره‌ یو مثبت‌ خبر تعبیر وی‌؛ په‌ سر ددی‌ چی‌ اروپا ته‌ تللی‌ او د لویدیځی‌ نړی‌ آزادی‌ گانی‌ ئی‌ لیدلی‌ بیا هم‌ د طالبانو په‌ شان‌ له‌ عقد و ډكو او جاهلو عناصرو ته‌ خپل‌ وچولی‌ په‌ مځكه موښی‌، اړیكی‌ ورسره‌ ساتی‌ او مركی‌ ورسره‌ كوی‌؛ سربیره‌ په‌ دی‌ چی‌ ښه پوهیږی‌ ملایان‌ د خیرات‌ په‌ ټـوك‌ لوی‌ شوی‌، پردی‌ اجیران‌ دی‌ او اوس‌ هم‌ د هیواد د دښمنانو د نقشو د تطبیقولو لپاره‌ ډگر ته‌ را وړاندی‌ كړی‌ شوی‌ دی‌ بیا هم‌ سترگی‌ پری‌ پټـوی‌ او ستاینه‌ ئی‌ كوی‌.

د ولسمل‌ ددغه‌ جنسی‌ تجاوز خبره‌ دده‌ د دریځ‌ له‌ مخه‌ نه‌ یواځی دده‌ خپله‌ یا د طالبانو د «تحریك‌» رسوایی‌ ده‌ چی‌ د ټولو هغو كسانو بدنامی‌ هم‌ گڼـل‌ كیږی كوم‌ چی‌ ولسمل‌ د طالب‌ پلوه‌ كس‌ په‌ صفت‌ پیژنی‌ او بیا هم‌ لیكنی‌ ورته‌ كوی‌ او خپل‌ آواز د ولسمل‌ د خپرونی‌ له‌ لاری‌ اوچتوی‌.

• گرانه‌ وروره‌، مونږ د «پیام‌ زن‌» په‌ تیر وگڼـو كی‌ په‌ كراتو د طالبی‌ او جهادی‌ بنسټـپالو د كرغیړن‌ ماهیت‌ څخه پرده‌ اخیستی‌ او د دوی‌ له‌ ځواكمن‌ كیدلو څخه وړاندی‌ مو د هغه‌ څه په‌ هكله‌ چی‌ نن‌ د مونږ په‌ خلكو تیریږی‌ خبرداری‌ وركړی‌ ؤ. د هری‌ ورځی‌ په‌ تیریدو لاښه‌ څرگندیږی‌ چی‌ دا د ښځو او آزادی‌ د ښمنان‌ نه‌ یواځی د خپلی‌ خاوری‌ او خلكو د ناموس‌ ساتنه‌ نشی‌ كولای‌، بلكه‌ په‌ ډول‌ ډول‌ پلمو یی‌ تر پښو لاندی‌ كوی‌.

د ولسمل‌ رسوایی‌ او لاندینی‌ دوه‌ پیښی‌ ټولی‌ د یوه‌ ځنځیركړی‌ گڼـل‌ كیږی چی‌ له‌ اتو كالو راهیسی‌ ئی‌ د مونږ د خلكو ژوند له‌ تباهی‌ سره‌ مخ‌ كړی‌ دی‌.

د روان‌ كال‌ د سپتامبر په‌ شلمه‌ نیټه‌ پاكستانی‌ ورځپاڼو د دوو تنو لوړ رتبه‌ طالبانو په‌ هكله‌ خبر وركړ، چی‌ غوښتل‌ یی‌ په‌ دوو هكانو جنسی‌ تیری‌ وكړی‌. څرگنده‌ ده‌ چی‌ طالبان‌ نه‌ یواځی به‌ هیڅ ډول‌ خیانت‌، جنایت‌ او بی‌ناموسی‌ كی‌ د خپلو جهادی‌ وروڼو څخه وروسته‌ پاتی‌ شوی‌ ندی‌، بلكه‌ په‌ ځینو برخو او په‌ تیره‌ بیا په‌ بدكرداری‌ او بد لمنی‌ كی‌ د هغوی‌ نه‌ لا مخكی‌ هم‌ دی‌.

ولسمل‌ صاحب‌ باید د خپلو كړو څخه هغه‌ هم‌ په‌ ۶۴ كلنی‌ كی‌ ډیر خپه‌ نه‌ وی‌، ځكه چی‌ طالبی‌ وروڼو یی‌ په‌ دی‌ برخه‌ كی‌ هغه‌ یواځی ندی‌ پریښی‌. كه‌ له‌ یوی‌ خوا څو ورځی‌ مخكی‌ د كابل‌ په‌ یوه‌ حمام‌ كی‌ طالبی‌ قومندان‌ په‌ یو ځوان‌ هلك‌ باندی‌ تیری‌ كولو باندی‌ خپله‌ وفاداری‌ له‌ «اسلام‌» او پیوستون‌ له‌ ولسمل‌ داسی‌ كسانو سره‌ وسوده‌، ملا سراج‌الدین‌ د طالبانو لوړ رتبه‌ قومندان‌ هم‌ چی‌ جرمنی‌ ته‌ د تگ‌ په‌ خاطر په‌ اسلام‌آباد كی‌ ؤ، وغوښتل‌ چی‌ په‌ لسن‌ كلن‌ «وسیم‌ملك‌» تیری‌ وكړی‌ خو د نوموړی‌ په‌ چیغو او غالمغال‌ خلك‌ راخبریږی‌ او خبره‌ پلیسو ته‌ رسیږی‌ او ملاسراج‌الدین‌ په‌ اخلاقی‌ تور د څه وخت‌ لپاره‌ د پلیسو په‌ بند كی‌ پریوځی‌.

ملاسراج‌الدین‌ او د هغه‌ نور طالبی‌ انډیوالان‌ شاید وكولای‌ شی‌ د پیسو او زور څخه كار واخلی‌ او ځان ددی‌ تورونو څخه خلاص‌ كړی‌. خو هغوی‌ او نور طالبی‌ سركښان‌ باید یاد ولری‌ چی‌ خلك‌ ددی‌ ټولو ناوړه‌ كړو وړو د حساب‌ اخسیتونكی‌ دی‌ او سراج‌الدین‌ ولسمل‌ او نور طالبی‌ او غیرطالبی‌ خاینان‌ د محكمی‌ په‌ میدان‌ كی‌ لیدل‌ غواړی‌.