د صایمه كریم د وینا متن
گرانو خویندو او میندو،
دوستانو! همدا اوس چی مونږ او تاسی دلته راټول شوی یو او د مارچ اتمه د ښځو نړیواله ورځ لمانځو، زمونږ د وطن د زړه یعنی ښكلی كابل ښار او همداشان د افغانستان د نورو ښارونو څخه د غم، فقر، بدبختی او تباهی باران اوریږی او زمونږ د وطن خلك د هغو فاشیستانو او وحشی كسانو په لاس د ژوند څخه بیزاره كیږی او د خپلو اصلی حقوقو څخه محرومه كیږی چی زمونږ شهیدی رهبری مینا، په حق او پرځای هغو ته د داخلی تیری كوونكو نوم وركړی ؤ او ویلی ئی ؤ چی كه كومه ورځ دا كسان قدرت ته ورسیږی نو په جنایت او خیانت كی به د خلق او پرچم او د هغوی روسی بادارنو مخونه سپین كړی. د اتو كلونه را په دی خوا مونږه او تاسو ټول شاهد یو چی څرنگه زمونږه خلك او په تیره بیا د افغانستان توربختی ښځی په جهالت او دوزخ كی ژوند كوی او په غم او عذاب كی ډوبی دی.
دوستانو، مونږ په هری ټولنی او هر ځای كی چی خبری كوو، زمونږ خبری صرف احساساتی خبری ندی زمونږ شخصی خبری ندی، زمونږ خبری د هغو خلكو خبری دی چی د جهادی او طالبی بنسټپالو سیوری ئی په سر باندی گرځی را گرځی، هغه تور سیوری چی نشو كولای په دنیا كی د بل هیڅ یو بنیادگرا یا غیربنیادگرا رژیم سره مقایسه كړو، زمونږ خبری د هغی خاوری او خلكو خبری دی چی دولس كاله ورباندی د خلق او پرچم چوپړانو حكمروایی وكړه او اوس بنسټپالان د مذهب، قوم او ژبی په نوم غواړی د هغوی آخری امیدونه د هغوی آخری آرزوگانی او حقوق تر پښو لاندی كړی. كله چی په ۱۹۸۹ كال كی روسان زمونږ د هیواد څخه ووتل او د هغی له امله په ۱۹۹۲ كال كی د خلق او پرچم رژیم رانسكور شو نو د افغانستان ټولو خلكو دا هیله درلوده چی یو ځل به بیا وروسته د ډیری قربانی وركولو نه، وروسته له ډیری بدبختی او جگرخونی تیرولو نه وشی كړای افغانستان ته ستانه شی او هلته به خپل ژوند بیا سمبال كړی، خو متاسفانه د هغوی پر ځای داسی فاشیست كسان حاكم شول چی گورو، نه یواځی د خلكو په ژوند كی یو ذره هم تغییر رانغی بلكه ورځ په ورځ د هغوی ژوند مخ په خرابیدو شو.
دوستانو، د پاكستان په گډون په ټولو هیوادونو كښی كله كله د افغانستان په هكله او هغه څه چی په افغانستان كی تیریږی خبری كیږی، حتی په اخبارونو كښی ډیری اوږدی تبصری او تجزیی هم راځی خو هیڅ كله هم د همهغه اول نه بیا تر اوسه پوری هغه څه چی باید ورته گوته نیول شوی وای نه ده نیول شوی او هغه دا چی بنسټپالی څنگه افغانستان كی مینځ ته راغله، ددی هدف څه دی او څه كول غواړی او د ټولو نه مهمه دا چی مونږه څنگه كولای شو ددی فاجعو مخه ونیسو. په دی مینځ كی د پاكستان او د نړی د ټولو مطبوعاتو د پرینټ او الكټرونیك میډیا نقش هم ډیر اساسی ؤ او دی، ځكه هغه شان چی باید، دوی د افغانستان مسئلی ته توجه ونكړه او د افغانستان د خلكو غم او بدبختی ئی منعكسه نكړله. د پاكستان هیڅ اخبار او د نړی هیڅ یو مطبوعاتی كسانو دا هیڅ وخت منعكسه نكړه او دایی ونه ویل چی په افغانستان كی څه تیریږی برعكس هغوی د گلبدین او احمدشاه مسعود په شان خاینانو څخه قهرمانان او عظیم لیډران جوړ كړی ؤ اوس په یو ډول نه یو ډول غواړی د طالبانو په نفع باندی څه ولیكی خو د خلكو په هكلهیی كه څه هم لیكلی ډیر كم او ناڅیزه دی. دا سكوت او بیطرفی یواځی په نړیواله سطح نه، په افغانستان كی هم متاسفانه نور سازمانونه، د روشنفكرانو ډلی او په اصطلاح هغه شاعران او لیكوالان چی نوم لری هغوی هم په یو ډول نه یو ډول ځان بیطرفه نیولی دی او یا داچی لكه اول د خلق او پرچم په خدمت كی ؤ بیا د جهادیانو او اوس د طالبانو په خدمت كی دی. هغوی نه غواړی چی د افغانستان د خلكو سره یو ځای د هغوی د غمونو د له مینځه وړولو دپاره مبارزه وكړی. په همدی خاطر هم دی چی مونږ همیشه ویلی چی «راوا» د مبارزی په ډگر كی ځان یواځی احساسوی، ولی؟ دا ځكه چی یو خو د نړیوالو او مخصوصاً د بشردوسته سازمانونو او كسانو له خوا ورته جدی پاملرنه نده شوی، د هغوی د طرفداری نه محرومه پاتی شوی او مجبوره ده چی د یوی خوا د بنسټپالی، چی كه جهادی یا طالبی وی، او له بلی خوا د یاد شوو روشنفكرانو د افشا كولو دنده هم پخپلو اوږو احساس كړی.
د هر هیواد په تاریخ كی امكان لری چی توری دوری وجود ولری، مگر مهمه دا ده چی مونږ هیڅ كله دا و نه وایو چی دا دوره، دا توره دوره او دا جهالت او غم، د هغه هیواد د خلكو هیله او آرزو ده، همدا شان په افغانستان كی هم هغه څه چی نن په افغانستان كی تیریږی د خلكو هیلی او آرزوگانی نشی كیدلای، د افغانستان خلك هم د كوم بل ځای څخه ندی راغلی د همدی ځمكی په سر باندی ژوند كوی او لكه د نړی د نورو خلكو په شان آزادی، دموكراسی او سولی ته ضرورت لری او البته دا یواځی هغه وخت كیدای شی چی په افغانستان كی واقعی سوله، دموكراسی او آزادی راشی او خلكو ته خپل حق وركړای شی، چی د بنسټپالی ټغر د افغانستان څخه ټول شی همدا علت دی چی راوا د افغانستان د ښځو د یواځینی فعال سازمان په توگه باندی همیشه په دی ټینگار كړی دی چی په هر ډول وی باید د بنسټپالی تغر ټول شی او د بنسټپالی پر ضد غوڅی او كلكی مبارزی باندی پیل وشی.