د ډیرو محترو خویندو او د ډیرو محترمو ورنو په‌ اجازه‌،

كومو استعمارگرانو چی‌ په‌ افغانستان‌ باندی‌ تیری‌ وكړ افغانستان‌ یی‌ په‌ كنډواله‌ بدل‌ كړ، افغان‌ ښځی یی‌ كونډی‌ كړی‌، افغان‌ بچی‌ ئی‌ یتیمان‌ كړل‌ او د افغانستان‌ روشنفكران‌ ئی‌ ووژل‌، ویی‌ تښتول‌، ویی‌ ایستل‌، هغوی‌ دی‌ نن‌ وگوری‌ چی‌ څنگه‌ ئی‌ دا خیال‌ و چی‌ افغانستان‌ یی‌ فتح‌ كړی‌ دی‌، نن‌ دی‌ وگوری‌ چی‌ داسی‌ نده‌ پدی‌ ایرو كی‌ سره‌ بڅری‌ شته‌. زما یقین‌ دی‌ چی‌ ستا سو عزم‌ او ستاسو اراده‌ د افغانستان‌ د آزادی‌ او دموكراسی‌ تضمین‌ دی‌. دنیا كی‌ هیڅ قوت‌ حتی‌ اتم‌ بمونه‌ نشی‌ كولی‌ چی‌ د خلكو ارادی‌ ماتی‌ كړی‌ او هغه‌ هم‌ داسی‌ خلك‌ چی‌ د خپلی‌ ارادی‌ د پاره‌ قربانی‌ وركولو ته‌ تیار وی‌. او زه‌ تاسو ته‌ د «راوا» خویندو ته‌ ډاډ وركومه‌ چه‌ د تاسو پدی‌ مبارزی‌ خلك‌ خبر دی‌. ما ته‌ زمونږ د سازمان‌ محترمی‌ ملگری‌، چی‌ پاكستان‌ كی‌ د ښځو د جنبش‌ یو سمبول‌ جوړ شویدی‌ «محترمه‌ عاصمه‌ جهانگیر» راته‌ ووی‌ چه‌ دی‌ ته‌ حاضره‌ ده‌ چی‌ په‌ افغانستان‌ كی‌ د ښځو د استبداد، اختناق‌، د وژلو او د قتل‌ مسئله‌ په‌ جهانی‌ سویه‌ راپورته‌ كړی‌. ملل‌ متحد كی‌ ئی‌ راپورته‌ كړی‌ او ټول‌ جهانیان‌ ددی‌ جنایاتو نه‌ خبر كړی‌ چی‌ په‌ افغانستان‌ كی‌ روان‌ دی‌. افغانستان‌ په‌ یوی‌ لویی‌ بندی‌ خانی‌ بدل‌ شویدی‌ او ددی‌ بندی‌ خانی‌ جوړه‌ ولو كی‌ د افغانستان‌ گاونډی‌ هیوادونه‌ لكه‌ ایران‌، روس‌، پاكستان‌ او نور لاس‌ لری‌. هغوی‌ په‌ افغانستان‌ باندی‌ ټوپك‌ مار كړیدی‌.

هغه‌ وخت‌ راغلی‌ دی‌ چی‌ یو بل‌ ته‌ لاس‌ وركړو. لكه‌ څنگه‌ چی‌ ددی‌ سیمی‌ بنسټـپالان‌، جنرالان‌، نظامیگران‌ او جلادان‌ سره‌ یو دی‌، دغسی‌ ددی‌ سیمی‌ دموكراسی‌ غوښتونكی‌ او حق‌ غوښتونكی‌ باید سره‌ یو شی‌. زه‌ د غربی‌ هیوادونو نه‌ هم‌ دا پوښتنه‌ كومه‌ چی‌ تاسو د شیلی‌ پینوشه‌ دیكتاتوری‌ باندی‌ محاكمه‌ چلوی‌، هغه‌ محاكمه‌ كوی‌، ډیره‌ ښه ده‌، مگر هغه‌ وخت‌ یی‌ چی‌ ظلم‌ كولو تاسو ولی‌ د هغو لاس‌ نه‌ نیوه‌؟ نن‌ هم‌ د جلادانو لاس‌ نیول‌ پكار دی‌. په‌ تیر شلو كلو كښی‌ په‌ افغانستان‌ كښی‌ په‌ لكونو خلك‌ وژل‌ شویدی‌، هر څوك‌ چه‌ د دی‌ مسئولیت‌ لری‌ باید هغوی‌ محاكمی‌ ته‌ راكس‌ كړی‌ شی‌، هغوی‌ نه‌ باید پوښتنی‌ وكړی‌ شی‌.

دا هم‌ عرض‌ كول‌ غواړمه‌ چه‌ نن‌ دنیا په‌ یو كیدو ده‌، نن‌ د «گلو بلای‌ زیشن‌» دوره‌ ده‌. د پاكستان‌، افغانستان‌، ایران‌ او نورو هیوادونو ترمینځه‌ ښه مناسباتو جوړ ول‌ د وخت‌ ضرورت‌ دی‌، دا د تاریخ‌ ضرورت‌ دی‌. او دا هغه‌ وخت‌ كیدای‌ شی‌ چی‌ مونږه‌ په‌ پاكستان‌ كښی‌ او تاسو په‌ افغانستان‌ كښی‌ استقلال‌ ولری‌، دموكراسی‌ ولری‌، حقوق‌ ولری‌، بی‌ د آزادی‌، بی‌ د استقلال‌ او بی‌ د حقوقو درلودلونه‌، دموكراسی‌ څه ته‌ وایی‌؟ نیم‌ نفوس‌ (ښځی‌) چی‌ په‌ دموكراسی‌ كښی‌ نه‌ وی‌ هغه‌ دموكراسی‌ نده‌. تاسو ډیره‌ مبارزه‌ كړیده‌، تاسو ډیر زیار گاللی‌ دی‌ او ډیر مشكلات‌ لیدلی‌ دی‌. تاسی‌ قهرمانان‌ یاست‌.

تاسی‌ دا ورځ په‌ داسی‌ حال‌ كی‌ لمانځی چی‌ په‌ افغانستان‌ كښی‌ جنگ‌ روان‌ دی‌ او جنگ‌ د دموكراسی‌، د پرمختك‌ او د حقوقو دښمن‌ دی‌. په‌ ننی‌ ورځی‌ زمونږ اواز دا دی‌ چه‌ د افغانستان‌ نه‌ لاس‌ واخلی‌، مداخلت‌ بند كړی‌، د افغانستان‌ او په‌ تیره‌ بیا ښځو ته‌ موقع‌ وركړی‌، چی‌ خپل‌ نمایندگان‌ وټاكی‌. مانه‌ مخكی‌ یوی‌ خور وویل‌ چه‌ په‌ پیښور او د پاكستان‌ په‌ نورو ښارو نو كی‌ افغان‌ روشنفكران‌ وژل‌ شویدی‌، دی‌ كښی‌ شك‌ نشته‌. دلته‌ دا جنایت‌، دلته‌ دا كارونه‌ شویدی‌. مگر زه‌ تاسو ته‌ اطمینان‌ دركومه‌ چه‌ پیښور، كراچی‌، كویټه‌، لاهور دا ټول‌ ښارونه دا یواځی د جلادانو ښارونه‌ ندی‌، دا د دموكراسی‌ غوښتونكو خلكو ښارونه دی‌، تاسو سره‌ ملگری‌ دی‌ تاسو به‌ یواځی نه‌ پریږدی‌ او تاسو سره‌ به‌ تر آخره‌ مبارزه‌ كوی‌. زه‌ هیله‌ كوم‌ چی‌ بل‌ كال‌ ته‌ تاسو كولای‌ شی‌ دغه‌ ورځ په‌ یوه‌ آزاد سوله‌ ایز كابل‌ یا هرات‌، قندهار، جلال‌آباد كی‌ ولمانځی‌.