د مروې پر وړاندې د جنایت غچ باید واخلو!

مروه پلار
مروه پلار

زمونږ په هیواد د ښځو پر وړاندی تاوتریخوالی دوام لري؛ تر اوسه د ډیرو دغو جنایتونو او زړه‎بوږنونکو پیښو څخه ډیر لږ رسنیو ته لاره موندلی ده. دغه کیسې داسی له درده ډکې دی چی د هر باشرفه انسان زړه او وجدان په درد راولی خو د غنی او عبدالله او د هغو د ډلې وجدان هیڅکله هم نه.

له دغو زړه‎بوږنونکو پیښو څخه یوه د مروې او د هغې لس کلنې خور کیسه ده چی د ننګرهار ولایت د خیوې اوسیدونکی دي. مروې درې میاشتې وړاندی د خدای‎رام چی د ګل‎کریم مرستیال او د حضرت علی او جمعیت اسلامی له قومندانانو څخه دی له ورور سره واده وکړ. د واده په شپه د مروې میړه دعوی کوی چی هغه باکره نده او له خدای‎رام سره یوځای، مروه او د هغې ترور په هماغه شپه وهي او ټکوي. وروسته د مروې لاسونه او پښې په پړي تړي او د پلار کور ته یی لیږي. خدای‎رام چی د خیوې له جنایتکارانو څخه دی او د حضرت علی او د هغه ځوی احمد علی په ملاتړ د سیمې واکمن دی، هماغه شپه د سیمیزو پولیسو قومندان حاجی اکرم ته زنګ وهی او له دری رنجر موټرو سره د نادر پر کور برید کوی او د مروې د مور او پلار له وهلو ټکولو وروسته د هغې لس کلنه خور چی له ویرې په تنور چی پټه شوی وه له ځانه سره بیایی او د خدای‎رام ورور ته یی په نکاح کوي.


خدای رام با گل‌کریم و عبد الله عبدالله

خدای رام با گل‌کریم و عطا محمد نور و حضرت علی

د مروې مور او پلار سبا ته ولسوالۍ ته عریضه کوی. خو د هغوي عریضه څوک نه اخلی. هغوی په ناهیلۍ سره، مروه جلال‎آباد ته د امن کور ته راولي. خو قضیه د جهادي قومندانانو د ځناورتوب د نورو سلګونو دوسیو په څیر پټه پاتی کیږي. څارنوال وای په کراتو د خدای‎ او ګل‎کریم له لوری ګواښل شوی دی.

په پایله کی د نوامبر په ۲۵مه د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالی له منځه‎وړلو نړیوالې ورځ په پروګرام کی چی د ننګرهار د ښځو چارو په ریاست کی نیول شوی وو، مروه په زړه‎ورتوب سره د خبریالانو پر وړاندې خپله کیسه کوي. خو حنیف ګردیوال د ننګرهار والی ګلبدینی مرستیال چی هلته یی شتون درلود، په غوسه کیږي، او په بی‎شرافتۍ سره مروه له هغې ځایه باسی او خبریالانو ته ګواښ کوی چی فلم پاک کړي. دغه بی‎شرمه خاین وایی: «د دغه خبر په خپریدو سره زمونږ پرتوګ وځي.»، خو نه پوهیږي چی کلونه وړاندی یی پرتوګ وتی دی.

په همدغه لړ کی ان.جی.او.یی په اصطلاح مدني ټولنی ښځې د تل په څیر موږک او مچ کیږي او چُپه خوله پاتی کیږي ځکه له یوې خوا نه غواړي له «جهادی مشرانو» سره ونښلي او له بل پلوه د «مروې څخه دفاع» لپاره یی لا تراوسه کومه غوړه ډالري سرچینه نده موندلی!

د «افغانستان د ښځو انقلابی ټولنه» (راوا) د تل په څیر اعلان کوی چی د جان‎کیری له لوری جوړ شوي مافیایی دولت کی چی د عبدالله، اتمر، محقق، زاخیوال، دوستم، عطا،‌ دلبر نظری، ضیا مسعود، سیاف، فوزیه کوفی او سلګونو نورو جنایتسالارن او د ښځو ضد عناصر په کی شتون لری، د ښځو حقونو او د دیموکراسۍ د ارزښتونو خوندیتوب د ځان غولول او د خلکو غولول دي او بس. د افغانستان ښځې نه د بشر د حقونو درواغجنو کمیسیونونو او حقوقي او قضایی ادارو له لاری چی ټولې د جهادی ویجاړونکو په لاس کی دي، بلکه یوازې د یووالي او کرغیړنو جهادیانو، طلبانو، داعشیانو او امریکایی نیواکګرو پر وړاندی د کلکې مبارزې پر اساس کولای شی چی د فرخندې، تبسم، رخشانې، مروې، صایمې، بشیرې او ددغې خاورې زرګونو نورو کړیدلو ښځو غچ واخلي.

د افغانستان انقلابي ښځو ټولنه
۱۳۹۵ کال د لیندۍ ۲۹مه – ۲۰۱۶ کال د دسمبر ۱۹مه