زمونږ خلک د «نظام» د راپرځیدو غوښتونکی دی نه د لیوه پر ځای د سپی د کیناستو!

نور دا د کابل د ویرجنو خلکو د ژوند برخه ګرځیدلی چی هر څو ورځې وروسته د خپلو ځیګر ټوټو او ډوډۍ راوړونکو په تازه او ځناوریز ویر کی کښینی. خو د غبرګولی لسم برید وروسته، خلکو د ۱۶۰ تنو وژل شویو درد په زړه کی غوښتل چی د جهادی او غیر جهادی رژیم پر وړاندی راولاړ شی او په کلک ګمان چی سرتاسری کیده او دا خیانت‎کونکی «نظام» یی راپرځاوه. خو جمعیت اسلامی د لطیف پدرام، ضیا مسعود او څو تنو انجویی دلالانو په استولو سره د غنی او بنسټ‎پالو پر وړاندی ددغه پاڅون مخه له غنی سره د سپیتانه جګړې په لور راوګرځوله او ځانونه یی د هغه او د هغه پښتنو پلویانو ځای ناستي اعلان کړل. ددې ترڅنګ هغوی د ارګ نیولو لپاره د جمعیتیانو د یو وژل شوی کس په جنازه کی درې چاودنې (هغو هیڅ کله د ۱۶۰ تنو بیوزله او نوم‎ورکو په اور کی نه سوځيدل) او د جمعیتیانو جنایتکاره مشرانو په حقه او مظلوم ښودل پلمه ورګرځوله!

خو دا پوښتنه چی د ټولو ذهن یی نیولی بی ځوابه پاتی شوه چی څرنګه په دغو چاودنو کی چی د جمعیت په آند د حنیف اتمر کار وو، عبدالله، مسعود، قانونی، امرالله صالح، عطا محمد او نورو ته زیان و نه رسیده؟

د جمعیت باند چی فکر یی کاوه د ع او غ حکومت د بوی په پورته کیدلو او په دولت کی د ځناورو طالبانو نفوذ سره، د واک تر لاسه کولو پوری دومره واټن نلری، د کیږدیو په ودرولو (د دوستم او عطا او ... له دربار څخه د غوړو ډوډيو سره) او د لارې په بندولو سره چی د خلکو ورځنۍ ستونزې یی دو چنده کړې، خپل «پاڅون» یی اعلان کړ. خو ماشومان هم پدی پوهیږي هغه ګوند چی د خلکو په منځ کی ځای ولری د پام را اړولو لپاره، د خلکو په زورولو لاس نه پوری کوی.

امرالله صالح چی هر څومره د «مدنی» او «دموکرات» اکت وکړي، هر څومره انګلیسی خبری وکړی او د ایران جنایتکار رژیم څخه په پیښې کولو، ځانته او ترهګرې ډلی ته یی شنه لاس‎بندونه وتړي، بیا هم خپله شورای نظاری – جمعیتی بویناکه لکۍ او «سیا» ته جاسوسي د خلکو له سترګو نشی پټولی.


جمعیت اسلامی وکولای شو چی نظام راپرځولو لپاره د خلکو پاڅون د مسعو، ربانی، عطا محمد، امرالله صالح او ...په ګټه په نطفه کی خفه کړي لیکن دغه خاین «قیادیان» نه غواړی پوه شی چی له دوی څخه زمونږ د خلکو کرکه چی د وینو او خیانت د کلونو او د کرزی کرغیړنې دورې نښې دي، له غنی څخه په کراتو زیاته ده. عطا محمد او شریکان یی په دې نه شرمیږي چی له هماغه پیل څخه چی ضیا مسعود او لطیف پدارم د لاریون‎کونکو په کتار کی راپیدا شول، ټول په دې وپوهیدل چی جهادی شیطانان کوښښ کوی له پاڅون سره خیانت وکړی نو له همدې کبله باید د «سیا» او «واواک» د موخو پلی کونکی نشو. سربیره پر دې جمعیت له ارګ ناستو سره د سپیتانه جګړې پر مخ وړلو او د پښتون او تاجیک تر منځ نفاق زیاتیدلو ته وضع ډیره مناسبه ګڼله نو په شا نشو. خو عطا او هم‎لاسی یی له یاده باسی که د هغوی پر تندی د لاسپوڅي دولت څخه د وینو او خیانت داغ ډیر نه وی کم هم ندی؛ عطا محمد هیرویین‎سالار د جمهوری ریاست خوب وینی خو هغه له یاده باسی چی د بلخ خلکو په سمه توګه هغه ته عطا محمد چور وای او غواړی د ویجاړیو سربیره، د هغه او کورنۍ له ستونی یی هغه میلیونونه ډالر راوباسی چی په بلخ کی په بدمعاشۍ راټول کړی وو؛ نه پوهیږی چی خلک هغه یواځی ددې لپاره محاکمه او په دار ځړوی چی د ابومسلم واټ یی د واواک څو څارګرو په نوم بدل کړ.

ارګ ته رسیدو لپاره د «ویاړونکی څارګر» امرالله صالح څیره د لیدلو وړ ده. هغه په دې باور دی چی خلکو د هغه له وینو ډکه څیره د شین رنګ او شین لاس‎بند لاندی چی د ایران شین غورځنګ – فقیه ولایت انسان‎وژونکی رژیم اصلاح غوښتونکو ساتونکو پیښې کوی – نده لیدلی او که د حنیف اتمر نکتای لرونکی طالب او د کی.جی.بی د خاد شیدو څښونکی ځای ونیسی، خوښ به شي.

عطامحمد، صالح، ربانی، خاندان مسعود، سیاف،‌ دوستم،‌ آصف محسنی او... له ورونو څخه د واک نیولو په ځای، باید پر دې فکر وکړي چی یوه ورځ د ع او غ، محقق، ګلبدین، خلیلی او ... تر څنګ په زنځیر او زولنو ولسي محکمې ته راښکل شي، د خلکو د توکاڼو او تیږو باران پری وشي او دغو خاینانو ته تر هر څه بدتر بیلیونونه ډالر ددوی له ستونی را وویستل شي.

زمونږ د هیواد پرګنۍ د روسانو ضد مقاومت جګړه کی په مینې او محبت سره د یو بل په څنګ کی جنګیدل. یوازی اووګونی او اته‎ګونی خاینو بنسټ‎پالو ډلو د خپلو پاکستانیو، ایرانیو، امریکانیو او عربی واکدارانو خدمت لپاره قومي او مذهبی اور بل کړ اوس یی هم لمبې بلی دي او ځان د پاتی‎کیدلو لاره یی بولي.


ډیر په دې اند دی چی دوی د ځان پر وړاندی د خلکو له ژورې کرکی څخه خبر دي خو له هغه ځایه چی اوس په هیواد کی د یو سرتاسری انقلابی ځواک شتون نلری، په انډوخر سره د یو بل په لغتو وهلو سره خپل بخت آزمایی که چیری بخت ورسره مرسته وکړي د جان کری له لوری بیا په ارګ کی ځای پر ځای شي.منتها دوی بیا هم نه غواړی دا ومنی چی «سیا» څومره یی چی توان درلود په غنی کی یی د «متفکر» باد پف کړ او وړاندی یی احمد شاه مسعود په «ملی اتل» پمپ کړی وو، اوس د عطا محمد، مسعود او ربانی په څیر غله او حرفه‎ای قاچاقچیان په کوم باد پف کړی ترڅو د امریکا او نړۍ خلکو په وړاندی سپک نشي؟ که «سیا» ګلبدین کابل ته راوړ او لوڅ یی د لاسپوڅي دولت په کناراب کی وغورځاوه او له پخوا څخه یی ډیر تږمجن کړ، د عطا په څیر ډیر له ۱۵ کلونو راهیسی په دغه متیازغالی کی ډوب دی او د وجود سلول سلول یی د جراثیم او زوې څخه ډک دی. دوی د پخوانیو او آزمایل شویو چوپړانو په څیر، قومي، مذهبي او ژبني جګړو ته د لمنی وهلو لپاره به استعمال شي خو «سیا» دوی پوهولی چی د جمهوری ریاست ایمان له خپل سر څخه لری کړي ځکه نیول شوی افغانستان ته تازه او روزل شوی سپي ډیر لري.

په هر حال، زمونږ ویرجنی میندې او پلورونه او خویندی او ورونه به ستونزمنې میاشتې تیری کړي، لاسپوڅي دولت د سولې خوسا شورای لپاره د خلیلی په ټاکلو، ددغه او هغه امنیتی او دفاعی چارواکی په لری کولو او د سفیر په توګه د هغوی ټاکلو سره، جنایتکار «اپوزیشن» ته د امتیازیاتو په ورکولو سره، او په دغه څیر د خلکو شعور ته سپکاوی سره شاید وکولای شی د څه وخت لپاره خپل عمر ته دوام ورکړي، خو هغه څه چی ددوی د ارادې خلاف د هغوی او امریکایی بادارانو پر ضد یی ریښه ځغلولی او راوبه ټوکیږي هغه د جهادي او تکنوکراتو هیوادپلورونکو پر وړاندی د هیواد ځپل شویو ولسونو پاڅون دی چی د میږیانو او مچانو په څیر به دوی ټول وسوځوي او داسی یو هیواد په جوړ کړی چی په بیرغ کی به یی خپلواکي، دموکراسي، ټولنیز عدالت وي.