لاندینی متن د ښاغلی نبی مصداق هغه لیك دی چی د «پیام زن» په 51 گڼه كی ورته زمونر د دوست ع. عمر لهخوا د « نبی مصداق بیا هم زمونږ د ځوریدلو خلكو د وینو څاڅكی د جهادیانو او طالبانو په لمن كی نه وینی» تر عنوان لاندی ځواب وركړل شوی دی.
د راوا محترمی اداره ته
لمړی تر ټولو خپل سلامونه درته وړاندی كوم او دلوی خدای (ج) څخه آزاد او سرلوړی افغانستان آزادی او زمونږ دكړیدلو خلكو آرامی او زمونږ ستاسو ټولو په وطن كښی یو ځای كیدل غواړم.
دا لیكنه ددی لپاره ده چه ستاسو د پیام زن په ۴٨ شماره كښی زما په باب یو چا، چه ځانته «ع. عمر، پشاور» وائی، ستاسو د ۴٦ گڼـی په قول، د تعصب نه ډك یو داستان لیكی دی. ماته ستاسو د لطف او محبت له امله ستا مجله را رسیږی او دا دی ستاسو د ۴٦ گڼی د فهرست صفحی فوتوكاپی درلیږم چه نه په فهرست او نه هم پدی مجله كښی، زما له خولی، كوم نقلقول وجود لری. كه تاسو په همدی ۴٦ شماره بله گڼه را رایستلی وی او یا مو د مجلی د خپریدو په وخت نور مضامین وراچولی وی، د هغه معلومات ماته نشته. په هر حال ما د ۱۹ كالونه راپدیخوا د خپل انسانی او وجدانی توان په اندازه، نهایت كوشش كړی چه د خپلو وطنوالو آواز د نړی په مطبوعاتو كښی منعكس كړم. زه په هیڅ تنظیم، حزب او ډلی پوری مربوط نهیم، نو ځكه هم حتی در راوا خویندو سره د مصاحبو له امله به، ماته د تهدید لیكونه او ټلیفونونه راتلل. دا ډول تهدیدونه اوس هم د مسعود او د هغه د غربی پلویانو له لوری پرما كیږی. خو څرنكه چه زه د ځان لپاره له هیچانه كوم مقام، رتبه او معاش ته منتظر نهیم، پس تر هغه چه ژوندی وم، انشااله د وطن په لار كښی به خپلو هلوځلو ته دوام ور كړم. زه یواځینی (او یا هم د ډیرو كمو) افغانانونه یم چه ۱۹ كاله پخوا، ما دلته د پوهنتون علمی محیطه، ددی لپاره چه خپلو وطنوالوته د خدمت مصدر وگرځم پریښرد. نو ولی به زه پخپلو زوریدلو او كړیدلو خویندو او ورونو باندی داسی تیری كوم چه د قلم عفت پكښی مراعت شوی نوی. په هر حال كه بیا هم زما نه كومی خویندی و یا وروینه، په كومه لیكنه چه د كوم شخصی مطلب لپاره به نوی، خپه شوی وی، زه له هغونه د زړه له كومی بښښنه غوارم.