په‌ هند كی‌ د افغانی‌ سكرتر پرتوگ‌ ایستل‌ په‌ حقیقت‌ كی‌ دربانی‌ اونورو ټولو بنسټپالو پرتوگ‌ ایستل‌ دی‌

زمری‌ ـ نوی‌ دهلی‌

په‌ نوی‌ دهلی‌ كی‌ د افغانی‌ سفارت‌ لومړی‌ سكرتر سلطان‌ محمود دهدار دهندو ښځی‌ له‌ لیدو سره‌ سم‌ خپل‌ پرتوگ‌ اوغورځاوه‌


د «پیام‌ زن‌» مجلی‌ اداری‌ ته‌ درناوی‌،


سلطان‌ محمود دهدار سكرتر اول‌ سفارت‌ افغانی‌ در هند كه‌ با دیدن‌ زن‌ هندو تنبان‌ خود را كشید

هیله‌ ده‌ زما تاوده‌ سلامونه‌ او نیكی‌ هیلی‌ ومنی‌، زه‌ د «پیام‌ زن‌» مجلی‌ دایمی‌ لوستونكی‌ یم‌ ځكه‌ چی‌ هر ځل‌ نوموړی‌ مجله‌ گورم‌ د هیواد د روانو ناخوالو او بربادیو په‌ هكله‌ د تسلی‌ وركولو په‌ ځای‌ په‌ ډیر جرأت‌ سره‌ غلیمان‌ په‌ گوته‌ كوی‌ او له‌ دی‌ تورو تیارو څخه‌ د وتلو لار ښیئی‌. ځكه‌ می‌ هم‌ وغوښتل‌ په‌ ډهلی‌ كی‌ د افغانی‌ سفارت‌ په‌ هكله‌ څه‌ درته‌ ولیكم‌:

د روان‌ عیسوی‌ كال‌ اگست‌ په‌ ١۷ او ١٨ نیټی‌ د هند ځینی‌ معتبرو ورځپاڼو لكه‌ «مید دی‌» او «ټایمز آف‌ انډیا» په‌ مختورو بنسټپالو پوری‌ اړوند یو خبر خپور كړ، چی‌ هندوستان‌ كی‌ د ټولو میشته‌ افغانانو د سرټیټی‌ او خواشینی‌ سبب‌ وگرځید.

یوی افغان کونډی له اجباری دوهم واده څخه د ځان ژغورلو ل‍‍‍‍پاره په ځان وژنی لاس پوری کړ

یوی ځوانی ښځی د ځان وژنی په نیت ‌ډیره اندازه میخونه، پاکی، د قیچی ماتی ټوټی، ستنی او د شیشو ټوټی او سنجاقونه خوړلی وو. دغی ښځی ځکه دی کار ته لاس یووړ چی غوښتل یی، له خپل لیوره سره اجباری واده څخه ځان وژغوری.

دا ښځه د چنگاښ په دیارلسمه نیټه پیښور ښار ته څیرمه یوه ځانی روغتون ته یووړل شوه چی ډاکترانو له بریالی عملیات څخه وروسته، خوړلی شیان ددی له معدی نه راوه ایستل. هغه چی چاغه هم وه دیره ژر ښه شوه او داروکول یی په کراری سره سرته ورسیده. ډاکتر فیروز شاه چی د هغی عملیات وکړ او نورو ډاکترانو وویل چی دغه شانته پیښه د طبابت په تاریخ کی مونږ چیرته نه وه لیدلی.

ددی ښځی خاوند چی اشرف نومیده څه موده د مخه په افغانستان کی مړ شوی وو د هغه ورور په کونډی باندی زور اچولی وو او کوښښ یی کاوه چی ورسره واده وکړی. نوکرکه، ویرونه او زور ددی سبب وگرځید چی ۲۵ کلنه کونډه د خپل لیور دغه شهوانی غوښتنی ته مثبت ځواب ورکولو باندی، د ځان وژنه غوره وگڼی. نو ځکه یی د دغه راز له خطر نه ډکو شیانو، په خوړلو پیل وکړ.

په سر کی ډاکتر جلیل د ناروغ د راز پټ ساتلو له وجهی، نه غوښتل چی د دغه کیس په هکله معلومات ورکړی ځکه چی مریض د کیس له مشهوره کیدلو سره موافقه نه لرله خو کله چی عملیات څخه وروسته ددی له معدی نه رایستل شوی شیان ور وښودل شول، دا مجبوره شوه چی خبره ښکاره کری.