له افغانستان او منځنی آسیا څخه روسیې او لویدیځ ته د مخدره موادو قاچاق او د «مسکو ډله»

د «فیلکس» سازمان په ۱۹۹۱ کال کی د فوځ او کی¬جی¬بی د اطلاعاتو په ګډون له «اقتصادی جرائمو» سره د مبارزې لپاره جوړ شو. د فیلکس کارپوهانی چی د ۹۴ له جنوری څخه ¬یی د مخدره موادو د قاچاق په هکله پلټنی پیل کړی، دی نتیجی ته-رسیدلی دی چی روسیه له ۱۹۹۱ کال راهیسی په بشپړه توګه د مخدره موادو د تجارت نړیواله نظام ته چی د «مسکو ډلی» په لاس کی دی جذب او ښکیل شوی ده.

د «مسکو ډله» چا جوړه کړیده؟ د کی جی بی هغه کسانو چی د چچنی جمهور رئیس دودایف سره یی خبری کولی او د «مسکو ډلی» بنسټ ایښودونکی دی. دوی په لومړی سر کی له چچنیانو سره تړون لاس لیک کړ او وروسته یی بیا خپل کار ته دومره پراختیا ورکړه چی نن د نړیوال اختاپوس تر ټولو فعاله پښی ګڼل کیږی.

دوی چی هم د اطلاعاتو په کار کی پوهه لری او هم د کی جی بی، فوځ او انتظامی ځواکونو له دایرو سره اړیکی لری، سربیره پردی چی د وړلو راوړلو لاری پیژنی، د اطلاعاتی نظام له مختلفو چارواکو سره له اړیکو او بانکی شبکی څخه هم ګته اخلی د «مسکو ډلی» هم بازار ته د مخدره موادو د رسولو لار جوړه کړیده او هم یی د پیسو دسپینولو.

آیا ګلبدین مړ شوی دی؟

چهار آسیاب څخه د ګلبدین او د ده د داړی د تیښتی له هماغه شروع څخه چی آن د لاری خرڅی او خپلو پر توګونو اخسیتلو ته ئی هم وخت و نه موند او یو په بل پسی یی ماتی وخوړلی، زمونږ د تور بختو وګړو په ذهن کی دغه سوال ګرځیده چی آیا ګلبدین مړ شوی دی او که نه، او ډیرو لا داسی هم ګڼلی چی د هغه خاین ټغر ټول شوی دی. البته ددی پوښتنی ځواب یواځی د هغو عواملو په تحلیل او روښانه کولو سره تر لاسه کیدلای شی چی له یوه بی لاری او تیزاب شیندونکی او مزدور سړکی څخه ئی «عظیم رهنما»، «قاید» او «قیادی» جوړ کړ. پرته له دی چی د جزئیات په وړاندی کولو خبره اوږده کړو، یواځی دومره بس ده چی د ګلبدین او هم د ټولو هغو بی نوم او پتی ملایانو په اصطلاح تکاملی پړاوته، چی په یوی شپی کی داوږدو او سره ورو دفترونو او له خپل کیځلی شخصیت څخه د غټو لقبونو خاوندان شول، یوی لڼدی کتنی سره دخبری سر خلاص کړو.


ګلبدین او نور «جهادی رهبران» د سیمی د ارتجاعی هیوادونو، غرب او امریکا د بی شمیره مالی او نظامی امکاناتو په ډاډینی سره وتوانیدل چی په «شخصیت» او «د فکر په خاوندانو» بدل شی. هغوی پوره دوه لسیزی د خپل ولینعمت ډهل ته وګډیدل، د پاکستان دولت او آی اس آی د خپل توان په اندازی ګلبدین ته امکانات او آسانتیاوی برابری کړی چی تر څویی د روشنفکرانو په وژلو او د خلکو په ترور او ویرولو باندی لاس پوری کولو سره د خپلی خوښی ګوډاګی دولت بنسټ په افغانستان کی ایښودلی وی. خو د وخت په تیریدلو او د نجیب د ګوډاګی دولت د له مینځه تللو او کابل باندی د بنسټپالو د خروړی یرغل او د بنسټپالو ګوندونو ترمینځ د سپیتانی جګرو پیل او وینو کی د وګړو د ډوبیدلو سره دګلبدین پلندران و پوهیدل چی نور نشی کولای په دی رسوا شوی دانی خپل کار پرمخ بوځی. داسی ښکاری چی له ګلبدبن څخه په کلونو د یوه نازولی مزدور په څیرکار واخستیل شو خو دهغه لازیات کارول نه یواځی په زړه پوری نتیجه نه ورکوی چی دهغوی د جبران نه کیدونکی رسوایی سبب هم کیدای شی له دی امله ئی د هغه او د هغه ټولی آرګاه و بارګاه په لری غورځولو سره د نورو دانو کوک کولو ته لاره هواره کړه.

اسلامی ډلو سره دامریکا اړیکی

لاندینی لڼد شوی مطلب د 1995 کال د نوامبر په 30 «مسلم» ورځپاڼی کی د ډاکتر جاسم تقی په قلم خپور شوی دی. ډاکتر تقی چی په منظمه توګه د ایران، سودان او نورو بنسټپالانو په پلوی لیکنی کوی، دا ځل یی د اسلامی تروریستی ډلو ماهیت تر پوښتنی لاندی نیولی او د«سیا» په لاس جوړشوی څیزونه یی بللی دی.

خو نوموړی هغو تروریستی ډلو ته چی د فلسطین آزادی بخښوونکی سازمان په ضد او د ایران سیاسی او مادی پلوی ورسره دی هیڅ ګوته نه نیسی. او هم په افغانستان کی «ورونه» او «جهادی» ډلی چی «سیا» لخوا د «سیا» لپاره رامنځ ته شوی بیخی له یاده باسی! خو بیا هم د لیکلی مطلب څخه پوهیدل کیږی چی «سیا» د تروریستی ډلو په مینځ کی زخ ډیر نفوذ درلودلی او د هغوی له لاری په بیلوبیلو هیوادونو کی خپل اهداف ترسره کوی. «پیام زن»

ډاکتر جاسم تقی د تروریزم او تریخوالی غندلو په اړه د المائده او آل عمران له سورترنو څخه څو آیاتونه راوړي او بیا لیکی:

«د سپیڅلي قران یواځې دا دوه آیتونه هم کافی دی ترڅو ټول په دی باور کړی چی اسلام هر راز تروریزم او تریخوالی، په هر دلیل چی وی، غندی او له دی امله هم چی اسلام تورات او انجیل ته د احترام په سترګه ګوری او هغه دواړه د خدای کتابونه بولی، د تروریستو کسانو، ډلو، سازمانونو، او دولتونو په اړه باید یو دبل په ضد دوه نظره وجود ونلری.

په افغانستان، ایران، لبنان او اسرائیلو کی دمخدره موادو تولید او تجارت

افغانستان په کال کی 30 ټنه هیرویین تولیدوی چی په سلو کی 30 یی اروپا ته استول کیږی او پاتی برخه یی د روسیی او منځنۍ آسیا بازار ته وړل کیږی. د کی جی بی پخوانی کسان او ځینی پوځیان او د کورنیو چارو وزارت ځانګړی ځواک په ګډه سره روسی مافیا جوړوی چی هم لاسی یی په افغانستان کی جنرال دوستم دی.

د روسی، اروپا او امریکا بازار ته د افغانستان د تولیداتو د رسیدلو اصلی لاره ایران، لبنان او اسرائیل دی. ځکه په آخر کی له اسرائیلو څخه لویدیځ ته ځی له همدی امله ده چی د لبنان څخه اسرائیلو ته هره باروړونکی وسیله شکمنه او په ځیر پلټل کیږی.

ددی خبری یو بل مهم دلیل دادی چی اسرائیلو له مخدره موادو سره دنړیوالی مبارزی تړون لاس لیک کړی نه دی. همدا وجه ده چی د مخدره موادو پیسی په اسرائیلو کی «سپینی» کیدای هم شی. دریم دلیل له روسیی څخه اسرائیلو تللو مهاجرو کی د روس دمافیا د کسانو شتون دی. او څلورم دلیل یی دادی چی اسرائیلو د مخدره موادو قاچاقبرانو ته ویلی دی چی دوی اسرائیلو ته راپورونه او اطلاعات ورکړی اسرائیل به هم په خپلی خاوری کی د مخدره موادو د مصرف له لویو بازارونو سره تړل شوی مرکز ګرځیدلی دی.

بله لاریی قرغیزستان ده. د افغانستان او تاجکستان له پولی څخه د پورتنی بدخشان له لاری د قرغزستان د اوچ سیمی ته او د هغه ځایه ازبکستان ته او د ازبکستان څخه روسیی او اروپا ته ځی.

په اوسنی مهال کی تر ټولو لوی تولیدوونکی هیوادونه ترکیه، ایران، عراق، افغانستان، پاکستان، هند او د منځنی آسیا جمهوریتونه دی چی محصولات یی اروپا او امریکا ته لیږدول کیږی.

دفساد نړیوال اختاپوس د دوسیی له خپریدو سره سم (د اپریل 11) فلاحیان (د وری په 23) په «سیا» تور ولګاوه چی مخدره مواد د طالبانو په لاس ایران ته ننه باسی. طالبانو د «سیا» په ملاتړ د مخدره موادو مافیا جوړه کړی، چی کاریی ایران ته دمخدره مواد لیږدول دی.

رنځ ځپلی ښځی او خندنی ورځ‌

Taslima Nasrin

زه شخصاً د مارچ اتمه د ښځو نړیوالی ورځی په شان ورځو په لمانځلو كی كوم ځانگری غوړه توب نه‌وینم‌. په نړی كی د ماشوم ورځ او د معلولینو ورځ‌... په شان ورځی هم لمانځل كیــږی‌. فكر كوم چی د ښځو د ورځی لمانځل ددی لپاره ښه ښكاری چی هغوی هم لكه د ماشومانو او معلولینو په شان ضعیفه او بی‌دفاع بولی‌. آیا كله مو په دی خبری هم فكر كړی چی ولی د نارینه وو ورځ نه لمانځل كیږی‌؟