دا چی محمود خان اچكزی د «پښتون خوا ملی عوامی پارټی» رئیس د نجیباله، دا وطن پلورونكی، دا د افغانستان د زرگونو مبارزو بچو وژونكی او دا د كی.جی.بی له خوا روزل شوی جاسوس، تر وژل كیدلو وروسته په ویر كښیناست او د هغه هیڅ د «جمعی شپه»، «څلویښتی» او نوریی له یاده ونه ایستل داسی یو شرموونكی عمل دی چی زر یا ځند به یی له توره ډك داغ هغه پخپله او د هغه هملاسی په خپل مخ احساس كړی. لكه څرنگه چی د هغه گونډ او همفكرانو یی په افغانستان باندی د روسانو د تیری هركلی وكړ او زمونږ د خلكو روسی ضد جگرهیی له دی كبله چی خاین ربانی، گلبدین او داسی نور كسان په كی گډون لری ورټله تر هغه چی روسانو په خپله په افغانستان باندی خپل تیری «اشتباه» وباله، او فقط هماغه وخت وو چی د محمود خان اچكزی گونډ، د خان عبدالولی خان گوند، پښتون خوا ملی عوامی پارټی (لطیف آفریدی) او نورو ورته كسانو د افغانستان او د پاكستان د خلكو په وړاندی خپل ځانونه سرټیټی وموندل.
هغه څه چی مونږ یی په گوته كول غواړو دادی چی محمودخان اچكزی د نجیب څخه په دفاع كی دومره تلوار او ټینگار كوی چی ډیرو خندنیو تناقضونو سره مخ كیږی.