«چی مشر يی وی سپی، د كشر څه‌ كمی»

دا لاندی مطلب‌ زمونږ ورور محمد ابراهيم‌ له‌ پيښور څخه‌ را استولی. چی د ډير اوږودوالی له‌ كبله‌ مو په‌ پوره‌ توگه‌ نشر نشو كړای، ځكه‌ د ښاغلی ليكونكی څخه‌ له‌ بځښنی غوستنی سره‌ سره‌ د څو ځانگړو برخو په‌ راوړلو بسنه‌ كوو.

«د افغانستان‌ د ښځو انقلابی جمعيت‌» خويندو ته‌ درناوی،

گرانو خويندو زه‌ غواړم‌ د خپل‌ انسانی او افغانی وجدان‌ له‌ مخی هغو كسانو ته‌ چی د مسلمان‌ ډوله‌ بنسټپالو په‌ پلوی يی د غوايی اتمی نيټی مظاهری ته‌ د پيښور په‌ «وحدت‌» ورځپانی كی سپوری ستغی ويلی يو څو خبری وكړم‌ كه‌ ستاسو د نشراتی سياست‌ مخالف‌ نه‌ وی هيله‌ ده‌ چی زما آواز به‌ د دوی تر غوږ ورسوی.


١

مولوی عبدالعزيز عزيزی د هغو كسانو له‌ ډلی څخه‌ دی چی مظاهره‌كوونكی ښځی يی د خاد ايجنټانی او د روس‌ او هند جاسوسانی بللی او داسی نور تورونه‌ يی هم‌ لگولی او په‌ پای كی بيا د اسلامی حكومت‌ د جوړولو لپاره‌ ځانته‌ د وړانديز حق‌ وركوی چی: «شرعی امير حكمتيار صاحب‌، شرعی قانون‌ جوړوونكی مولوی صاحب‌ محمدعمراو د اسلامی پوځ‌ جوړوونكی احمدشاه‌ مسعود او نور ليډران‌ وټاكل‌ شی.» خو دا هغه‌ ځای دی چی «مولوی صاحب‌» لكه‌ «اوښ‌ په‌ خپلو ميتيازوكی ښوييږی.»

په‌ اسلام‌ آباد كی د گلبدينی تروريستانو نوی جنايت‌

اقبال‌ - اسلام‌ آباد


 Doctor Sadiqullah Hooshman Shageewal ډاكتر صادق‌ اله‌ هوشمن‌ شگيوال

د اسلام‌ آباد په‌ ترنول‌ نومی سيمه‌، بینظير چوك‌ كی گلبدينی تروريستانو د ډاكتر صادق‌ اله‌ هوشمن‌ شگيوال‌ په‌ وينو خپلی ناولی داړی ورنگولی.

د عينی شاهدانو له‌ وينا سره‌ سم‌ د روان‌ كال‌ د وری په‌ اتلسمه‌ نيټه‌ مازيگر په‌ شپږنيمو بجو څلور وسله‌وال‌ كسان‌ چه‌ په‌ يوه‌ كرولا موټر كی سپاره‌ وو د ډاكتر هوشمن‌ شگيوال‌ كتنځی ته‌ د اسلام‌ آباد په‌ ترنول‌ نومی سيمه‌، بینظير چوك‌ كی ورننوځی او په‌ ډاكتر شگيوال‌ او پنځلس‌ كلن‌ وراره‌ (سهيم‌) باندی د سرو سرپو باران‌ جوړوی.

دغه‌ كرغيړن‌ جنايت‌ چی د نوموړی سيمی د سيمه‌ايزو او مهاجرينو كركه‌ يی د اخوانی سړی وژونكو پر ضد راپارولی ده‌ يو ځل‌ بيا يادونه‌ كوی چی يواځی او يواځی د هيوادپالو او دموكراتيكو ډلو او عناصرو يو موټی كيدل‌ د دغو جنايتونو د پای ته‌ رسولو ضامن‌ گڼل‌ كيدای شی اوبس‌.

بسټپالی د هندو د تفوق‌ اعلامولو په‌ تكل‌ كښی

دفرانسی‌ خبری‌ آژانس‌ له‌ مخی‌، هندو بنسټپالو یوی‌ ډلی‌، هندوستان‌ كی‌ د هندو برلاسی‌ د اعلام‌ او تثبیتولو لپاره‌ سراسری‌ مبارزه‌ پیل‌ كړی‌ ده‌. دغه‌ پیښه‌ به‌ په‌ داسی‌ یو هیواد كی‌ چی‌ تر ۹۰۰ میلیونه‌ زیات‌ نفوس‌ او دولت‌ څخه‌ د دین‌ د بیلتون‌ ادعا او په‌ لسگونو میلیونه‌ مذهبی‌ لږكی‌ لری‌، ناوړه‌ عواقب‌ ولری‌. د هند دولت‌ چی‌ تر اوسه‌ هم‌ مسلمانانو باندی‌ دهندو بنسټپالو دخونړی‌ تاوتریخوالی‌ په‌ مخنیوی‌ ندی‌ توانیدلی‌، هیواد كی‌ دننه‌ او له‌ هیواد څخه‌ بهر محكوم‌ شوی‌ او تر ټولو زیات‌یی‌ د سكیولاریزم‌ او مذهبی‌ خپلواكی‌ ادعاگانو ته‌ زیان‌ رسیدلی‌ دی‌.

د ( VHP ) ویاند او د دی‌ كمپاین‌ یوه‌ سازمانوونكی‌ وویل‌ چی‌: «دا د پیړی‌ تر ټولو لوی‌ كمپاین‌ دی‌». هغه‌ زیاته‌ كړه‌: «باید اسلام‌ او مسیحیت‌ ته‌ د هندوانو د پیوستون‌ مخه‌ ونیول‌ شی‌ او كه‌ داسی‌ ونشی‌ د روانی‌ پیړی‌ تر پایه‌ به‌ هندوان‌ په‌ لږكی‌ بدل‌ شی‌. مونږ به‌ تر هغه‌ وخته‌ په‌ كرار نشو، څو چی‌ د هندوایزم‌ په‌ تفوق‌ باندی‌ رښتینی‌ باوری‌ كسان‌ د دهلی‌ واكمنی‌ ته‌ نه‌وی‌ رسیدلی‌.»

د هندو فاشیستو بنسټپالو هلی‌ځلی‌ تر ټولو دمخه‌ مسلمانانو ته‌ متوجه‌ دی‌.

۱۵ ورځی‌ الجزایر د «اسلامی‌ وسله‌والی‌ ډلی‌» په‌ بند كی‌


«اسلامی‌ وسله‌واله‌ ډله‌» GIA چی‌ غواړی‌ د خپلو پراخو تروریستی‌ عملیاتو له‌ مخی‌ د«اسلامی‌ نجات‌ جبهه‌» الجزایر كی‌ واكمنی‌ ته‌ ورسوی‌، د خپلو تروریستی‌ فعالیتونو لمن‌ یی‌ د هیواد له‌ پولو څخه‌ اړولی‌ ده‌. تیر كال‌ د (١۹۹۴) په‌ ورستیو كی‌ څلور تنو تروریستانو چی‌ د «ایر فرانس‌» مسافروړونكی‌ الوتكه‌ یی‌ د الجزیری‌ په‌ هوایی‌ ډگر كی‌ یرغمل‌ ونیوله‌ او دری‌ تنه‌ یرغملیان‌ یی‌ ځنی‌ ووژل‌ بیایی‌ الوتكه‌ د فرانسی‌ جنوب‌ د «مارسی‌» په‌ بندر كی‌ كښینوله‌ ترښو دغی‌ وحشتناكی‌ ډرامی‌ ته‌ په‌ فرانسه‌ كی‌ دننه‌ دوام‌ وركړی‌. خو قضیه‌ د«فرانسی‌ تروریستی‌ ضدامنیتی‌ گروپ‌» په‌ لاس‌ وهنی‌ سره‌ د دغو څلورو تنو تروریستـانو په‌ وژلو پای‌ ته‌ ورسیده‌ او یرغملیان‌ خوشی‌ كړی‌ شول‌. له‌ دی‌ پیښی‌ نه‌ لا دوه‌ اونی‌ تیری‌ شوی‌ نه‌ وی‌ چی‌ بیایی‌ یو ایتالیایی‌ او دری‌ فرانسوی‌ كشیشان‌ او دری‌ الجزایری‌ ورځپاڼی‌ لیكونكی‌ ووژل‌.

ځـان‌ وژنـه اقتصادی‌ او حقوقی‌ ریښی‌ لری‌

امیل‌ دركایم‌ ( Emile Durkheim ) د فرانسی‌ معاصر ټولنپیژندونكی‌، په‌ ټولنه‌ كی‌ د «ځان‌ وژنی‌» تر عنوان‌ لاندی‌، خپل‌ كتاب‌ كی‌ په‌ دی‌ باور ټینگار كوی‌ چی‌ كیدای‌ شی‌ د ټولنی‌ كیفیت‌، ټیټوالی‌ او انحطاط‌ په‌ هغه‌ ټولنه‌ كی‌ د ځان‌ وژنی‌ د اندازی‌ له‌ مخی‌ وټاكل‌ شی‌. هغه‌ وایی‌ چی‌ د ځان‌ وژنی‌ له‌ انگیزو څخه‌ یوه‌ انگیزه‌ دا ده‌ چی‌ انسان‌، ځان‌ د روحی‌ او جسمی‌ فشارونو په‌ منگلـو كـی‌ بنـد او ایسـار وینـی‌. د نـورو د مرستی‌ او پلوی‌ دجلبولو لپاره‌ ځان‌ په‌ خطر كی‌ اچوی‌. ځان‌ سوځول‌ چی‌ د ځان وژنی ‌له‌ دردوونكو ډولونو څخه‌ دی‌ تر هر حه‌ د مخه‌ له‌ دی‌ انـگیزی‌څخه‌ سرچینه‌ اخلی‌ چی‌ په‌ ځان‌ راغلی‌ انسان‌ د دی‌ عمل‌ په‌ سرته‌ رسولو سره‌ د نـورو پـام‌ او مـرسته‌ خپل‌ نامطلوب‌ او له‌ زغم‌ څخه‌ وتلی‌ حال‌ ته‌ واړوی‌.

د كورنیو مطبوعاتو او احصائیی‌ له‌ مخی‌ د ځان‌ وژنی‌ اندازه‌ ایران‌ كی‌ په‌ ویروونكی‌ تو گه‌ مخ‌ په‌ زیاتیدو ده‌ او لكه‌ د تل‌ په‌ شان‌ د دغی‌ تباه‌كوونكی‌ ټولنیزی‌ ناروغی‌ زیات‌ تره‌ قربانیان‌ د ټولنی‌ ډیر حساس‌ او زیان‌منونكی‌ قشرونه‌ لكه‌ ځوانان‌ او ښځی‌ دی‌.

د مشهـد د ډاكتـرانو او ټولنپیـژنـدونكـو څیړنی‌ په‌ گوته‌ كوی‌ چـی‌یواځـی‌ وروستیو ١٢ میاشتو كی‌ د خراسان‌ په‌ ولایت‌ كی‌ ۴۰۰۰ كسانود ځان‌وژنی‌ هڅی‌ كړیدی‌ چی‌ ٢۸۰۰ تنه‌ یعنی‌ ۷۰ % ښځی‌ وی‌. او نـوری‌ ۶۰ پیښـی‌ چـی‌ ځان‌ سوځول‌ وو ۸۹ % یـی‌ ښځـو پـوری‌ اړه‌درلـوده‌.